واشنګټن ــــ پاکستان وایي د افغانستان د نیژدې شپږو ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به راتلونکې میاشت په چین کې غونډه کوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان پر اقتصادي او بشري حالاتو خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، چې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګیلاوروف به هم په دې غونډه کې ګډون کوي.
ټاکل شوې چې دا دوه ورځنۍ غونډه به د مارچ پر 30مه په پایتخت بېجنګ کې شروع کېږي، خو شاه محمود قرېشي وویل چې د دې غونډې په څنګ کې به د افغانستان، پاکستان او چین یوه بله درې اړخیزه غونډه هم کېږي.
قرېشي وویل په دې غونډه کې به پر دې ږغېږي چې له بشري ناورینه د افغان ولس د ژغورلو لارې چارې ولټوي او د افغانستان د اقتصاد د تباهۍ مخه ونیسي. قرېشي یو ځل بیا په اندېښنې سره وویل:
"که خدای مه کړه هلته [په افغانستان کې] اقتصادي ځوړتیا راځي، نو د دې ناوړه اغېزې به نه یواځې پر پاکستان بلکې پر دې ټوله سیمه او د افغانستان پر ګاونډیو کېږي".
د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان دا درېیمه غونډه ده چې په چین کې به کېږي.
تر دې وړاندې لومړۍ غونډه د تېر کال په ستمبر میاشت کې د پاکستان په کوربتوب په اسلام اباد کې شوې وه، ورپسې دویمه غونډه په اکتوبر میاشت کې د ایران په کوربتوب په تهران کې شوې وه.
درې اړخیزه غونډه:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وي او اې ته وویل، د افغان طالبانو مشران به هم دې غونډې ته ور بلل کېږي چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان د حالاتو په اړه خپلې ارزونې شریکې کړي.
طالبانو او چین تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه چارواکي د نوم نه اخیستو په شرط وویل، تمه کېږي چې د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې به د اسلام اباد او بېجنګ چارواکي پر دې بحث وکړي چې د چین پاکستان اقتصادي پرمختیایي منصوبو په بنیاد د طالبانو استازو ته د اقتصادي پیوستون د منصوبو وړاندیز وکړي.
چین په تېرو اوو کلونو کې په پاکستان کې د سیپېک په نامه ګوادر بندر ته د رسېدو لپاره سړکونه، بجلیګرونه او نورې پرمختیایي منصوبې تر سره کړې دي او د افغانستان تېر حکومت ته یې هم په دې منصوبه کې د ګډون وړاندیز کړی وو.
د روانې میاشتې په پیل کې چین ته د وزیراعظم عمران خان د سفر په مهال له صدر شي جینپینګ سره تر لیدو وروسته په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي وو "دواړه اړخونه تیار دي چې له افغانستان سره د سیپېک د ور غزولو په اړه خبرې وکړي".
د طالبانو په رسمیت پېژندنه:
طالبان چې څه دپاسه شپږ میاشتې مخکې د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول، امریکې او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو د طالبانو په مشرانو د لګېدلو نړیوالو بندیزونو له کبله د افغانستان شاوخوا نهه اربه ډالر کنګل کړل چې اکثر د امریکې په بېنکونو کې دي.
د دغو پیسو د کنګل کېدو له کبله افغانستان په تېرو څو میاشتو کې له بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی او طالبانو په وار وار غوښتنه کړې چې دغه کنګل شوې شتمني دې یې ازاده شي خو غوښتنه یې نه ده منل شوې.
ولسمشر جوبایډن یوه اوونۍ مخکې وویل، د افغانستان د شتمنۍ اووبه اربه به ازاد کړي، خو وروسته له هغه چې عدالت پرېکړه وکړي، درې نیم اربه ډالر به افغانستان ته ولېږي او درې نیم اربه ډالر به د یوولسم ستمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د معاوضې په توګه ورکړي. د بایډن دې اعلان ته کلک غبرګون وښودل شو.
د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی، نړیواله ټوله له طالبانو غواړي چې ټولګډ حکومت جوړ کړي، بشري حقونو ته درناوی ولري او ښځو او نجونو ته د کار په ګډون د تعلیم اجازه ورکړي او بهرنیو ترهګرو ته په افغانستان کې پناه ور نه کړي.