لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سینیټ ته ویل شوي چې دمذهب دسپکاوي په نوم دتشدد۹۰فیصدي پېښو کې ځوانان ککړ دي


د پاکستان دسینیټ دبشري حقونو کمېټۍ ته ویل شوي چې په دې وروستیو کې دهېواد دننه د مذهب د سپکاوى په نامه دخونړي تشدد په پېښو کې90 فيصدي ځوان کول ککړ موندل شوی دی.

څېړونکي د هېواد په ځوان کول کې مخ په زیاتېدونکې مذهبي سخت دریځي او د تشدد رجحان خطر ناک او د اندېښنې وړ بولي او وايي ددې رجحان د مخنیوي لپاره به د هېواد په تعلیمي نصاب کې پراخه او روښان فکره بدلونونه معرفي کول وي.

د سینیټ د بشري حقونو کمېټۍ د مذهب د سپکاوي په نامه د تشدد په وروستیو پېښو او په دې کې د ځوان کول په ککړتیا هم اندېښنې څرګندې کړې دي.

د سینیټ د بشري حقونو کمېټۍ ته په شوؤ انکشافاتو وتلی استاد پروېز هود بهاي ډيوه ته وايي چې کله د هېواد ځوانانو ته په سکولونو او کالجونو کې دا درس ورکړې کېږي چې اسلام په خطر کې دی، او په غربي نړۍ کې د اسلام د سپکاوى پرته نور څه نه کېږي نو ښکاره ده چې د ځوان کول په زړونو کې به کرکه پېدا کېږي او د تشدد لوري ته به ځي.

هغه وایي که ددې خطرناک رجحان مخنیوی کول وي نو مونږ له به د خپل تعلیم نظام رخ بدلول وي.

دنوموړي په وینا "ځوان کول ته به د نورو مذهبونو به اړه هم زدکړې ورکول وي او د هېواد په نصاب کې چې په مذهب او اسلام کوم ټينګار کېږي هغه به هم کمول وي. او دا چې کوم يو شان نصاب دی، له دې به هم ځان خلاصول وي"

د پنجاب پولیس اېډيشنل انسپکټر جنرل د بشري حقونو کمېټۍ ته ویلي چې يوازې په پنجاب ايالت کې د کال 2017م او 2022م مينځومانه موده کې د مذهب د سپکاوى 345 پېښې رامنځ ته شوې دي.

هم دا راز د اسلام اباد په قاید اعظم پوهنتون کې د پاکستان د مطالعاتو د څانګې پروفيسر او کالم نګار عاصم سجاد اختر ډيوه ته وايي په پاکستان کې چې نصاب او ډېجټل مېډیا په کوم ډول د ځوانانو ذهنونه جوړوي نو هغه د کرکې او مذهبي تشدد سوب جوړېږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي ځوان کول د هېواد د ټولې ابادۍ 60 سلنه برخه ده او چې کله په اقتصادي توګه هغوئ ته خپل مستقبل د تیارو ډک ښکاري نو بیا هغوئ بله لاره نه لري او ارو مرو به د سخت دریځۍ او مذهبي جنونيت اړخ ته ځي.

نوموړی وايي "دا ډېر خطرناک رجحان دې، مونږ په سيالکوټ کې وليدل چې په په دغه پېښه کې ځوان کول ککړ ؤ. دې کې د ډېجټل مېډيا هم يو کردار ؤ ولې چې ځوانان دا مېډيا زياته کاروى او په ټولنيزو رسنيو پروپېګنډه لا تېزه خپرېږي"

په دې وروستیو کې اسلامي نظریاتي کونسل هم په خپله غونډه کې د هېواد دننه خلکو کې د سخت دریځۍاو ترهګرۍ په رجحان سیوا کیدو فکر مندي ښودلې وه.

کونسل د مذهب یا د پېغمبر د سپکاوى په نامه د يو چا وژل غېر شرعي او د اسلام د تعليماتو پرضد عمل ګرځولی ؤ.

ډاکټر قبله ایاز ډيوه سره خبرو کې ویلي وؤ مونږ حکومت ته خواست کړی چې يو داسې کميسيون دې جوړ کړي چې په نفسياتي، قانوني او د ټولنيزو علومو پوهه خلک پکې شامل وي.

هغه وايي د کمېشن کار به دا څېړل وي چې پاکستاني ټولنه کې دا دومره سخت دریځي، ترهګري او کرکه ولې ده او ددې د مخنیوي لپاره لنډ او اوږد مهاله ګامونه څه کېدې شي؟

د بشري حقونو د وزارت سکرټري او د پنجاب پولیس مشرانو یادې کمېټۍ دا هم ویلي چې د هېواد د ځوان کول ذهنونه په بشپړه توګه بدل شوي دي او دوئ کې د زغم پېدا کولو لپاره بايد چې جدي اقدامات وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG