لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اؤ افغانستان کلیزه تجارتي کچه دیو ارب ډالرو نه هم په ښکته تللې ده


دپاکستان دولتي کمیټې ته ویل شوي چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ کلیز تجارت د دوه نیمو اربو ډالرو نه په ښکته تللی اؤ اوس دواړه هیوادونه په کال کې دیو ارب ډالرو نه هم کم تجارت کوي.

دپاکستان اؤ افغانستان دګډې تجارتي خونې لخوا دپاکستان دقامي اسمبلۍ داسپیکر په مشرۍ جوړې دافغانستان په هکله ځانګړې کمیټې ته پخپل لیږلي رپورټ کې ویل شوي چې اوس دافغانستان په مارکیټ کې ایران اؤ نورو هیوادونو ته دخپلو کاروباري فعالیتونو پراخولو فرصوتونه په لاس ورغلي دي.

د فيډرېشن اف پاکستان چيمبرز اف کامرس اينډ انډسټريز پخواني صدر انجنیر دارو خان اچکزی وایي که دتجارت د ودې لپاره اړین ګامونه واخستل شي نو د دواړو هیوادونو تجارت دکال پینځه اربه ډالرو ته لوړیدای شي.

دایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د رپورټ له مخې دپاکستان اؤ افغانستان دګډې تجارتي خونې رپورټ کې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دتجارت دکچې غورځېدو ګڼ شمیر عوامل په ګوته کړل شوي دي چې یو پکې په ګډه پوله دسوداګرۍ دمیکانزم نشتوالی هم دی.

پاکستان کې دایف ایي ای اؤ ایف بي ار غیرضروري فشارونه اؤ دکاروبار دوسته پالیسو نشتوالی هم د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارتي کچه کې دکمي دلاملونو په توګه ښودل شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې په تجارتي مالونو لوړ ګمرګونه اؤ مالیه ،دغیرضروري کاغذونو جوړول اؤ دټرانزیتټي اسانتیاؤ نشتوالی هم د دواړو هیوادونو ترمنځ دتجارت دکچې غورځېدو لامل شوی دی.

دغه رپورټ کې دتجارت دکچې لوړولو لپاره بانکي نظام اؤ ټیکسونو کې داصلاحاتو ترڅنګ په پوله اوښتو،را اوښتو کې داسانیو پیدا کولو سپارښتنې هم شوي اؤ ویل شوي ترڅو چې افغانستان کې بانکي نظام په بشپړ ډول فعاله شوی نه وي ترهغې باید تجارانو ته د دریمګړي هیواد دلارې د پیسو ادا کولو اساني ورکړل شي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتي خونې پخوانی غړی او تاجر انجينر دارو خان ډيوه ته وايي که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دوست بلل کېږي خو وايي د تېرو څلورو ورځو راهسې د چمن دګډې پولې تړل کېدو له امله دوه اړخیزه تجارت هم په ټپه درېدلی دی.

نوموړی وايي پکار ده چې کاروباريانو ته د کوم دريم هېواد په لاس د ادائیګیو اجازه ورکړی شي او هغه پخوانی مېکانېزم هم پرځائ کړې شى د کوم په اساس چې به افغان تاجرانو مالونه پاکستان ته راوړل د هغې په بدل کې به يې د خلاص مارکیټ نه ډالر اخستل او په بېنکونو کې به يې جمع کول او ورسره به د پاکستان د زرمبادلې شتمنۍ هم جوړېدې او په هغې به یې اېکسپورټ کولو.

دی وايي دغه اجازت دې هم وي او دې سره باید چې په پاکستاني کالدارو او د مال په بدل کې د مال تجارت ته هم اجازت ورکړی شي.

انجنیر دارو خان اچکزي وي وایي دواړه هیوادونه خپله تجارتي کچه پینځوؤ اربو ډالرو ته لوړولی شي خو که دتجارت په لاره کې پراته خنډان دمینځه لرې کړل شي .

د سرحد چمبرزاف کامرس اينډ انډسټزيز پخواني صدر زاهد شېنواري بیا وایي چې دواړو خواو کاروباريانو ته دا وخت لويه مسئله د پيسو لېن دېن دی، ځکه د افغانستان بانکي نظام د نړېوالو بنديزونو له وجې کار نه کوي او دواړو خواؤ سره د بارټر ټرېډ نه علاوه بله لار نشته.

وي او ای ډیوه ته نوموړي ویلي‌ "خبرې وشي خوعملي کيږي نه، او پکار ده چې دې دپاره ميکانېزم زر جوړ شي ولې چې ددې ګټې به دواړه هيوادونو، په خاص ډول افغانستان ته ورسیږي او دوه اړخيزه تجارت به ورسره ښه شي"

دفرورۍ په 21مه د پاکستان په سفر راغلي د افغانستان مشهور تاجر او د پاکستان اؤ افغانستان د ګډې تجارتي خونې ريس خان جان الکوزي اسلام اباد کې ځاى مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې اوس هم د دواړو هېوادونو ترمینځ تجارت کې يو شمېر ستونزې شته.

نوموړي ویلي وؤ افغانستان په ټرانزټ تجارت کې هم ستونزې لري. افغان ټرانسپورټ ته اجازه نه ورکول کېږي چې د يو ملک نه بل ملک ته لاړ شي. په ټرانزټ کې د ډبليو ټي او د بېن الملي اصولو لاندې تجارت نه کېږي.

دهغه په وینا " زموږ څخه پاکستان کې ډېر ضمانتونه اخستل کیږي د کنټېنرو لپاره مراحل زر نه ترسره کېږي، د سکېنرو مشکل هم دی دا ټول هغه څه دي چې په پخواني اپټا کې وؤ"

په کال ٢٠١٢ کې افغانستان سره د پاکستان تجارت دوه اعشاريه اوه بلينه ډالره ته رسيدلی ؤ او تمه کيدله چى دا به راتلونکي وخت کې پېنځه بلينه ډالره ته ورسیږي.

خو وروستو د پاکستان حکومت لخوا د سختو تجارتي پاليسيو او په پولو د يو شمير خنډانو له امله دا تجارتي کچه په کال ٢٠١٥ کې يو اعشاريه پينځه بلينه ډالرو ته راټیټه شوه او ورو ورو تير کال ٨٨٠_ملينه ډالرو ته راغلې وه

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG