لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:دشخړو هواری په ډپلوماسۍ غواړم خو مذاکرات باید کمزوري ونه ګڼل شي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي هغه دشخړو هواري لپاره مدام په خبرو اترو اؤ ډپلوماسۍ باور لرلی دی اؤ مذاکرات باید هیڅکله دکمزورۍ نخښه ونه ګڼل شي.

دپاکستاني ځواکونو په مټ دهندي الوتکې د رانسکورولو د درې کلنې مودې په پوره کیدو د اتوار په ورځ وزیراعظم عمران خان په ټویټر لیکلي دي چې “دقام ملاتړ لرونکي زموږ وسله وال پوځونه به په هره کچه دتیري ځواب ورکوي اؤ بریالي به را اوځي”

عمران خان زیاته کړې ده “چې مذاکرات باید کله هم دکمزورۍ نخښه ونه ګڼل شي اؤ مونږ په ۲۷مه فرورۍ دهند په وړاندې ددې عملي مظاهره هغه مهال هم کړې وه چې هند په موږ برید کول وغوښتل”

په ۲۷مه فرورۍ کال ۲۰۱۹م کې دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې دپاکستان هوایي ځواکونو دخپلو هوایي حدونو څخه په سرغړونه دهند دوه جنګې الوتکې رانسکورې کړي‌ دي خو پاکستاني او هندي رسنۍ بیا په هغه مهال ویلي وؤ چې دپاکستان جنګي الوتکې دهندي کشمیر راجوړي سیمې ته ننوتلي وې اؤ دغلته یې هندي الوتکې په نخښه کړي دي.

تر دغې پېښې یوه ورځ وړاندې هند دعوه کړې وه چې دپاکستان دخیبر پښتونخوا په بالاکوټ سیمه کې یې دترهګرو یو مرکز په نخښه کړی اؤ دسلګونو په شمیر ترهګر یې وژلي خو هند دخپلې دغې دعوې هیڅ ثبوت دمیډيا مخې ته نه ؤ راوړی.

دپاکستان پوځ هندي دعوه بې اساسه بللې وه اؤ ویلي وؤ هندي الوتکو بالا کوټ کې یوازې ونې په نخښه کړې دي.

کال ۲۰۱۹ م کې په ۲۷مه فرورۍ دترسره شوؤ عملیاتو په مناسبت سره دپاکستان پوځ هم نن پخپل یو بیان کې ویلي چې “ایریشن سوئفټ ریټارټ” کې پاکستان هند ته دهغوئ دناکامه تیري کوټلی جواب ورکړی ؤ اؤ دهندي فضایې دوه جنګي الوتکې رانسکورؤل دپاکستان ستره کامیابي وه

دپوځ د ویاندې ادارې مشر پخپل تازه بیان کې ویلي چې پاکستاني پوځ مدام د هند دتیري کوټلی جواب په مسلکي انداز کې ورکړی دی اؤ وسله وال ځواکونه د وطن ددفاع دپاره هوډمن دي

دایټمي ګاوندي هیوادونو پاکستان اؤ هند ترمنځ دکشمیر په شخړه وخت په وخت تاؤ تریخوالی زیاتیږي اؤ په نزدې وختونو کې د دواړو هیوادونو پوځیانو په کنټرول لاین یو بل سره نښتې هم کړي دي.

هندي چارواکي واخت په وخت په پاکستان دترهګرو ډلو د سرپرستۍ تورونه لګوي خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي هند پاکستان کې دترهګرو ډلو سره پټ پناه مرستې کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG