د پاکستان په سيند صوبه کې واکمنه د مرکزي حکومت مخالفه پاکستان پيپلز پارټۍ د تحریک انصاف د حکومت ضد لاريون پېل کړی او د حکومت ضد د "عوامي مارچ" نوم يې ورته ورکړی دی.
پيپلز ګوند پرون د اتوار په ورځ (27 فرورۍ) مارچ د کراچۍ نه اسلام اباد پله لاريون پېل کړی او وايي په لسو ورځو کې به اسلام اباد ته رسي. د دغه لاريون مشري د پيپلز ګوند چيرمېن بلاول بټو زرداري کوي.
بل لور ته په مرکز کې حکومتي کوونکې پاکستان تحریک انصاف ګوند په 26 فرورۍ د سیند صوبې د ګوټکي ښار نه کراچۍ پله لاريون پېل کړی، او د کورنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ دغه لاریون ته د "سيند حقوق مارچ" نوم ورکړی شوی دی.
د پاکستان پيپلز ګوند مشر د کراچۍ نه د لاريون پېل کولو په مهال تور ولګولو چې " عمران خان د جمهوریت جنازه ويستلې، د معيشيت بېړه یې غرکه کړې ده، په بشري حقونو يې حمله کړې ده، دا اوس مونږ نه شو زغملی"، هغه وويل، "دوی به جمهوريت په ځای کوي".
بلاول زیاته کړه، "د سلېکټډ (خوښ کړی شوي) حکومت د ملک غبن کوونکی حکومت دی" او وې ويل، "دوی به عمران زغلوي او ولسي حکومت به راځي".
او شاه محمود قرېشي ويلي، "خلکو بيا بيا پيپلز پارټۍ ته د حکومت موقع ورکړې ده، د مقامي او صوبايي حکومتونو اختیارات ورسره دي، خو خلک تپوس کوي چې نن د سيند صوبې حالات څه دي؟، او که مرکزي حکومت د سيند صوبې د خلکو مرسته کوي، صوبايي حکومت يې په لاره کې خنډ جوړيږي".
هغه وويل، د يوې اوږدې مودې نه د پيپلز ګوند حکومت پاتې شوی، او تور يې ولګولو دغه ګوند جبر کوي او په ناجايزه لاره ګټلي دولت خلک په بيه اخلي او زیاته يې کړه، "وخت راغلی دی چې د سیند صوبې ځوان کُول په خپله د خپل راتلونکي فېصله وکړي".
د جرنلزم استاز او سياسي څيړونکی توصيف احمد خان وايي، دا د سياسي کلتور برخه ده، سياسي هلې ځلې کيږي او دا د معمول خبرې دي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، دغه دواړه ګوندونه د يو بل په حکومتونو د غبن، نالايقۍ تورونه لګوي، نو په دواړو حکومتونو کې دغه کمۍ موجودې دي.
هغه وويل، "په سيند کې د هغوی (پيپلزګوند) په حکومت کې د غبن (کرپشن) خبرې ډېرې مخې ته راغلي دي، ولسي مسلې نه دي هوارې شوي"، خو بل لور ته نوموړی دا هم وايي، "چې د تحریک انصاف په حکومت کې د بدنظمۍ او ګرانۍ نه علاوه بل هيڅ څيز نه دی ورکړی شوی، په داخلي سيند کې بجلي نه وي، ګېس نشته".
نوموړي زياته کړه، هغه ته د دغو لاريونونو نه ولس ته هيڅ ګټه نه ښکاري خو دا سياسي حق دی لاريونونه کيږي، هغه وويل، په مرکز کې د "تحریک انصاف حکومت واقعي چې نالايقه دی خو پيپلز پارټۍ چې د سيند کوم ماډل وړاندې کړی دی هغه هم د بدترينه بدانتظامۍ دی".
توصيف احمد خان وايي دواړوګوندونو د خپل سياسي فعاليت او هلو ځلو دپاره لاريونونه پېل کړي دي.