لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ويلي، د روس نه به غنم او ګېس درامد کوي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، د روس نه به دوه ملينه/ 20 لکه ټنه غنم او ګېس درامد کوي او د روس سره يې دوه اړخيزه معاهدې کړي دي.

عمران خان د زيارت په ورځ د روس په سفر کې د صدر ولاديمير پيوټن سره ليدلي، دغه ليدنه په داسې حال کې شوې چې روس په اوکراين يرغل کړی، او د د لويديځ هېوادونه په اوکراين د بريد په سر د روس په يواځې کولو ټينګار کوي.

پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان د روس په سفر نيوکې کيږي چې دغه سفر به پاکستان ته د ګټو رسولو په ځای د تاوان سبب وګرځي.

خو عمران خان تېره شپه (په 28 فرورۍ) په ټيلي ویژن قام ته په وېنا کې وويل، روس ته ځکه تللی وو چې د هلته نه به دوه ملينه ټنه غنم درامد کوي، يا راغواړي، او دوېمه دا چې د روس سره یې معاهده شوې د هلته نه به ګېس هم درامد کوي.

عمران خان وويل، وخت به په خپله اووايي، چې د دوی د روس په سفر کې ګټور بحث شوی وو.

په اوکراين د بريد وروسته په روس، امريکې او د لویديځ هېوادونو بندېزونه لګولي دي، ځکه تنقيد کوونکي د اسلام اباد او ماسکو په اقتصادي همکارۍ شک کوي.

د پيوټن سره د عمران خان د ليدنې وروسته پاکستان ويلي وو، وزيراعظم د روس او اوکراين ترمنځ په تازه شخړه افسوس څرګند کړی او ويلي وو پاکستان تمه لري چې دغه شخړه به د پوځي طاقت په ځای د سفارتکارۍ د لارې هواره شي.

پاکستان د دغه سفر په اړه ويلي، دا د وړاندې نه ټاکل شوې دوره وه.

عمران خان په خپله وېنا کې دا هم وويل، چې د نړۍ حالات په تېزۍ سره بدليږي او اغېزې يې په پاکستان هم کيږي، هغه وويل چې د يو خپلواکه هېواد خارجه پاليسي د ملکي ګټو دپاره وي، او هغه تل ازاده خارجه پاليسي غوښتې ده.

عمران خان د روس پرضد افغان جګړه کې د امريکا په ملاتړ او ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان په برخه اخستو نيوکې وکړې او وې يې ويل دغې پاليسۍ پاکستان ته غټ ځاني او مالي تاوان اړولی دی.

خو څيړونکي وايي د پاکستان خارجه پاليسي نه پخوا او نه اوس ازاده ده،د څيړونکو په نظر د پاکستان خارجه پاليسي وړاندې هم او اوس هم د پوځ او اسټبلشمنټ په لاسو کې پاتې شوې ده، چا چې پاکستان په لومړي ځل د ډلو سياست ته بوتللی دی.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو چارو د څانګې استاز ډاکټر خورشيد خان وي او اې ډيوه ته ويلي، د پاکستان خارجه پاليسي په تاريخ کې کله ازاده نه ده پاتې شوې او زما په خيال اوس هم ازاده نه ده.

هغه وويل، که وګورو د پاکستان که د چين سره د مغرب سره، د افغانستان او هند سره تعلقات دي نو دا پاليسي ادارې جوړوي.

عمران خان په ملک کې د تيلو او بجلۍ د کمولو اعلان وکړو او وې ويل د تيلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) ورته د لسو روپو ګرانولو سپارښتنه کړې خو د تيلو د بيعو سېوا کولو په ځای لس روپۍ تېل ارزانوي، او د بجلۍ قيمتونه پينځه روپۍ کموي او حکومت به په دغې سبسډي ورکوي.

نوموړي په ملک کې د الېکټرانيکي جرمونو په قانون پيکا 2016 کې د بدلون دفاع وکړه او وې يې ويل، پاکستان کې د صحافت د ازادۍ په نوم مافيا ناسته ده، او زياته يې کړه پيکا قانون ځکه ضروري دی چې دلته څوک د تپوس نشته.

هغه وويل د پيکا قانون د صحافت د ازادۍ سره هيڅ تعلق نشته، او ښه صحافيان په دې قانون خوشاله دي.

خو پاکستان کې د جرنلسټانو تنظيمونه په پيکا قانون کې بدلون رد کړی او پرضد يې احتجاجونه پېل کړي دي.

عمران خان په خپله وېنا کې د خپل حکومت د معاشي پاليسيانو دفاع وکړه او د ځينو پروګرامونو اعلانونه يې هم وکړل.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د وي او اې انګرېزۍ د خبريال اياز ګل او ډيوه خبريال الياس خان د رپوټونو څخه شامل کړی شوي دي).

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG