لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان تېل او بجلي ارزان کړي خو پېسې به یې د کوم ځای نه ورکوي


د پاکستان وزيراعظم عمران خان په ملک کې د تيلو يو ليټر لس روپۍ او بجلۍ پينځه روپۍ ارزانولو اعلان کړی، خو د نوموړي په دغه اعلان پوښتنې راولاړې شوي چې د دې پېسې به د کوم ځای نه ورکوي.

عمران خان تېره شپه (په 28 فرورۍ) په ټيلي ويژن قام ته په وېنا کې وويل، د نورو ملکونو په پرتله په پاکستان کې د تیلو بيعې اوس هم کمې دي.

هغه وویل د تيلو او ګېس د انتظام ادارې ورته سمري لېږلې چې د پټرولو او ډيزلو بيعې به ورته لس روپۍ سېوا کول وي ځکه چې په دنیا کې تېل ګران شوي دي.

خو نوموړي وویل، "د لسو روپو سېوا کولو په ځای مونږ فېصله کړې ده چې د پټرولو او ډيزلو بيعې لس روپۍ راکموو".

عمران زياته کړه، "بجلي 60 فيصده د بهر نه راغوښتونکو تيلو باندې جوړيږي"، هغه د بجلۍ د بيعو کمولو هم وويل چې، " مونږ دا فېصله هم کړې ده، چې د بجلۍ د يو يونټ بيعه پينځه روپۍ راکموو او د دې سره به د 20 فيصده نه تر 50 فيصده پورې بلونه راکم شي".

د عمران خان د دغه وېنا وروسته په ټولنيزو رسنیو که يو لور ته د عمران خان د تیلو او بجلۍ د بيعو کمول ستایل کیږی نو بل لور ته خلک دا پوښتنې هم راولاړوي چې د پاکستان اقتصاد د وړاندې د مشکلاتو سره مخ دی د دې پېسې به د چرته نه ورکوي.

جرنلسټ فهد حسېن دغه پوښتنه په ټویټر ليکلې ده چې،

"وزيراعظم عمران خان د اقدامات اعلان وکړو، خو د دې دپاره به پېسې د چرته نه راوړي".

جرنلسټ او د اقتصادي چارو کار پوهه وکیل الرحمان وايي، عمران خان دا سياسي اعلانونه کړي دي، ځکه چې په ملک کې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد مخالفه ګوندونه لاريونه او احتجاجونه کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، حکومت به د نورو شعبو نه دې پله پېسې راړوي، او په راتلونکې کې به د ټېکس د لارې دغه پېسې جمع کوي.

نوموړي زياته کړه د دې نتيجې به په بجټ کې ليدل کیږي او اثر به يې مخې ته راځي ځکه چې مخامخ داسې څه نه ښکاري، چې تېل ارزان شوي يا ارزانيږي.

هغه وویل، حکومت به د پرمختيايي کارونو رفتار راکم کړي، او احساس پروګرام کې ښايي دوی مخکې کوم بل پروګرام پېل نه کړي، او د تېلو د دې اوسنۍ ارزانۍ اثر به کال يا شپږ میاشتې پس په داسې حال کې وليدل شي چې د ټېکس هدف به پسې زياتولی شي.

د تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوند مسلم ليګ ن هم په عمران خان نيوکې کړي چې "د خپلې نوکرۍ بچ کولو دپاره یې د بجلۍ او تيلو د قيمتونو راکمولو ناکامه کوشش کړی دی".

خو عمران خان په خپله وېنا کې دا هم ويلي، چې که د مخالفه ګوندونو سره د قيمتونو راکمولو يا په ځای ساتلو کومه لار وي هغه دې ورته وښايي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان کې د "عزم استحکام" عملیاتو په اړه څېړونکي څه نظر لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG