لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبشري حقونو نړیوالو سازمانونو پاکستان کې دصحافت په اړه قانون کې په بدلونونو اندېښنې ښودلي


د بشري حقونو نړیوالو تنظيمونو ایمنیسټي انټرنیشنل او هيومن راېټس واچ پاکستان کې د برېښنايي جرمونو د مخنیوي دکال 2016م په قانون کې راوستي بدلونونه او لنډمهالی قانون نافذ کول د ولسي حقونو دتروړلو او د رایې د اظهار ازادۍ دلمنې راغونډولو هڅه بللې ده.

د بشري حقونو دواړو تنظيمونو د پاکستان دحکومت څخه غوښتلي چې دغه قانون دې په بشپړ ډول ختم او یا دې پکې دبشري حقونو دنړیوال معیار سره سم بدلونونه راوستل شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چي پرون د ګل په ورځ ګرد هېواد کې دخبریالانو بېلابېلو تنظيمونو ددغه لانجمن لنډمهالي قانون پرضد پراخه مظاهرې کړې دي.

اسلام اباد هایکورټ هم دا قانون تور قانون ګرځولی او د فرورۍ په 23مه نېټه یې د بریښنايي جرمونو په دغه قانون کې دبدلونونو پرضد دخواست اوریدنې په مهال د هېواد د پلټنو مرکزي اداره اېف ایي ای یې ددې لاندې د عملیاتو او چا د نيولو نه منعې کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل د اېشيا څانګې مشرې ناديه رحمان د پاکستان د بریښنايي جرمونو دمخنیوي لنډمهاله قانون ګمراه کوونکی او د حکومت د لوري د جعلي خبرونو د مخنیوي په پلمه د رایې د اظهار د ازادۍ چقولو هڅه ګرځولې ده.

د بشري حقونو نړیوالو تنظيمونو اېمنسټي انټرنېشنل او هېومن راېټس واچ د فرورۍ په 28مه نېټه جارى کړي بیان کې دپیکا په نوم دې قانون کې په بدلونونو اندېښنې ښودلي دي.

تیره اوونۍ د پاکستان تحریک انصاف حکومت د کال 2016م د ساېبر جرمونو په قانون کې بدلون کړی ؤ او لنډمهاله قانون یې پځائ کړی دی.

په پاکستان کې دصحافيانو دحقونو څار دنړیوال سازمان رپورټرز ود اوټ بارډرز استازی اقبال خټک وايي پاکستان او ازاد صحافت يو تر بله لرې دي.

ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل د وزير اعظم عمران قام ته د پرونۍ وینا نه داسې برېښي چې حکومت به دا قانون بېرته وانه خلي.

هغه وايي د خبريالانو نړيوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډرز عمران خان ته د صحافت د ښکاري لقب ورکړی دی ځګه چې عمران خان دا وخت په پاکستان د رایې د اظهار د ازادۍ ښکاري ګڼل کېږي نه چې د هغې مرستيال.

ښاغلی خټک وایي باید چې حکومت داسې ګامونه پورته کړي چې د پاکستان او وزیر اعظم د لمنې نه دغه تور داغ ختم شي.

دنوموړي په وینا" زه ګڼم که وزېر اعظم دا شان لانجمن قانون نافذ کوي نو بیا په ده د صحافت د ازادۍ د ښکاري لګیدلی داغ سم دی"

پرون د ګل په ورځ قام ته خپله وینا کې وزیر اعظم عمران خان د پيکا آرډيننس یا لنډمهاله قانون دفاع کړې وه او ویلي یې وؤ چې حکومت ددې قانون لاندې په ټولنيزو رسنيو د خپرېدونکي ګند مخه نیول غواړي.

هېومن رایټس واچ او د بخښنې نړیوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل ویلي پاکستان د ولسي او سياسي حقونو هغه نړیوال لوظنامې لاسلیک کړي په کوم کې چې د نولسمې مادې لاندې د اظهار د ازادۍ حق ورکړی شوی دی.

د هيومن رایټس واچ ډاېرېکټرې پټريشيا ګوسمين وېلي د پيکا په قانون کې ددغه نوؤ بدلونونو له کبله به پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته لا نوره تقويه ترلاسه شي.

اخوا دحکومت دستر مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ (نون) صدر او په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر شهباز شريف د مطبوعاتو دشرېکې کمېټۍ د غړو سره ليدنه کې باور ورکړی چې که مسلم لیګ (نون) ګوند په حکومت راشي نو د مطبوعاتو او اظهار د ازادۍ ضد د پيکا دغه تور آمرانه قانون به منسوخ کړي او وايي ددې لانجمن قانون مخه به په پارلیمان کې هم نيسي او کلک مخالفت به یې کوي.

د نهې په ورځ د پيکا لنډمهاله قانون پرضد د خواستونو اوریدنې په مهال د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهرمن الله ويلي وؤ په پاکستان کې خو قانون هم د ناقدينو پرضد نافذیږي.

ښاغلي اطهرمن الله وېلي د وزير اعظم عمران خان د تېرې ورځې د وینا نه داسې څرګندیږي چې ګنې هغه ته ددې قانون په اړه سمه لارښوونه نه ده شوې.

د اسلام هايکورټ د فرورۍ په 23مه د پيکا ارډيننس خلاف د خواست اوریدنې په وخت د پلټنو مرکزي اداره ايف اي ای ددغه قانون لاندې د عملیاتو او د چا د نيولو نه منعې کړې وه او دا آرډيننس یې تور قانون بللی ؤ.

په اسلام اباد کې دصحافيانو د تحفظ دقانون پوهانو د جوړې کمېټۍ غړی او قانون پوهه افتاب عالم ډيوه ته وايي دا قانون د شخصي ازاديو پرضد دی او دا يوازې د خبريالانو نه بلکې د هر وګړى د شخصي ازادۍ او اولسي، جمهوري حقونو سره تړلې ستونزه ده.

دی وايي جمهوريت او د واکدارانو سره حساب کتاب کول لازم ملزوم دي او که يو قانون خلک د خپلو حکمرانانو څخه له پوښتنو منعې کوی نو دا هم د جمهوریت د دويم جز سرغړونه ده.

نوموړی وايي دې آرډيننس کې ورکړې شوي که څوک د حکمران په اړه پږښتنې پورته کوي نو هغه ته به سزا ورکړی کېږي او محاکمه کېږي به. دا په ښکاره د دستور ضد قانون دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG