لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین په خارکیېف کې د جګړې په شپږمه ورځ ګڼ توغندي لګېدلي


واشنګټن – د اوکراین په دوهم ستر ښار خارکیېف کې د نهې یا سې شنبې په ورځ د توغندیو بریدونه زیات شوي او د روسي ځواکونو یو لوی کتار له شمال څخه د پلازمېنې کیف پر لور په سړک روان دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په یوې شریکه شوې ویډیو کې ښکاري چې د خارکیېف په مرکز کې په سیمیزې اداري ودانۍ باندې یو توغندی لګېدلی چې د اور لمبې او لوګي ترې پورته کېږي.

دغه وزارت په یو ټویټ کې لیکلي، "روس له نړیوالو قوانینو څخه په سرغړونې جګړه روانه کړې." او زیاتوي، "ملکیان وژني،‌ ملکي ودانۍ ویجاړوي. د روس اصلي اهداف لوی ښارونه دي چې اوس پرې توغندي‌ توغوي."

دمګړۍ په دغه توغندیز برید کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي‌ ویل شوي خو د خارکیېف چارواکو ویلي، چې د روسانو په بریدونو کې دغلته ټولټال ۱۱ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

د کیېف شمال ته په غور سره روسي ځواکونه کتل کېږي او داسې وېرې دي چې په پلازمېنه به برید کوي.

د امریکا دفاعي چارواکي او د برتانیې استخبارات وايي، چې دغه کتار په دې وروستیو کې د ښار پر لور دومره پرمختګ نه دی کړی خو یو امریکايي چارواکي د ګل یا دوشنبې په ورځ‌ وویل،‌ چې لومړنی خوځښت یې له ښار څخه ۲۵ کیلومټره د باندې و.

د سټېلایټ له انځورونو ښکاري چې دغه پوځي کتار لا هم اوږدېږي او د ګل یا دوشنبې په ورځ یې اوږدوالی ۶۴ کیلومټرو ته رسېده.

د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو ویډیو پیغام کې وویل، " د دوښمن لپاره اصلي هدف کیېف دی."

هغه زیاته کړه، "مونږ پرې نه ښودل چې د پلازمېنې دفاع ماته کړي، دوی مونږ ته وېجاړونکي استوي او مونږ به یې ټول شنډوو."

کرملن وویل، د روس ولسمشر ویلادمیر پوتین د فرانس ولسمشر ایمانوېل مکرون ته د ګل یا دوشنبې په ورځ په ټیلیفوني خبرو کې وویل، چې جوړجاړی یواځې هغه وخت شونی دی که چېرې د روس قانوني‌ امنیتي ګټې په پام کې ونیول شي چې په هغو کې د اوکراین بې پوځه کېدل هم شامل دي.

استرالیا د نهې یا سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د ۵۰ میلیونو ډالرو د پکېچ د برخې په توګه اوکراین ته توغند‌ي استوي.

د استرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن خبریالانو ته وویل، چې دغه پوځي مرسته د اوکراین د ولسمشر د هغې غوښتنې په ځواب کې شوې چې په خپلو متحدینو باندې یې غږ وکړ چې د روس د یرغل په وړاندې دې له دوی سره پوځي مرسته وشي او دا هغه څه دي چې اوس یې مونږ کوو.‌

امریکايي‌ وکیلان د سپینې ماڼۍ لخوا له اوکراین سره د ۶.۴ بیلینه ډالرو پوځي او بشري مرستې په غوښتنې باندې غور کوي.

په امریکا کې د اوکراین سفیرې اوکسانا مارکاروا د ګل یا دوشنبې په ورځ یو ډله امریکايي سناتورانو ته په یوې غونډه کې وویل،‌ چې اوکراین نورو وسلو ته اړتیا لري.

مارکاروا همدارنګه امریکایان هڅوي چې د روس په تېلو او ګازو باندې هم بندیزونه ولګول شي.

بل پلو د ګل یا دوشنبې په ورځ د روسي او اوکرایني‌ چارواکو ترمنځ د سولې لومړی دور خبرې چې پنځه ساعته یې دوام وکړ بې له کومې پایلې پای ته ورسېدلي.

په دغو خبرو کې اوکراین غوښتنه کوله چې سمدستي دې اوربند اعلان شي او روسي ځواکونه دې له اوکراین څخه ووځي.

تمه ده دواړه غاړې به بیا سره خبرو ته کښیني خو ددغو خبرو لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.

امریکايي چارواکو په دغو خبرو کې د روسانو په نیت باندې شک څرګند کړی و.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د ګل یا دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "ډپلوماسي د ټوپک په شپیلۍ او د ټانک په میلې نه کېږي. دا ريښتینې ډپلوماسي نه ده."

د روس مرکچي ویلادمیر میډینسکي وویل، د روس هدف دا و چې داسې یو تړون وړشي چې د دواړو لوریو په ګټه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG