لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:دپولې پورې غاړې نه شوي برید کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي


پاکستاني چارواکي وايي د پولې پورې غاړې افغانستان نه په شمالي وزیرستان کې د امنیتي عسکرو په یوه پوسته برید شوی چې پکې د پاکستان دوه عسکر وژل شوي دي.

امنیتي سرچینې وایي دغه برید د افغانستان سره په پوله د شمالي وزیرستان غلام خان تحصیل په دیوګر سدګي سیمه کې نن سه شنبې په سهار شوی دی.

دسرچینو ترمخه د برید په مهال دترهګرو اؤ امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې شوي او د دوؤ پاکستاني عسکرو په تاوان دا برید په شا تمبول شوی دی.

په علاقه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وي او ای ډيوه ته وویل وسله والو برید د افغانستان له لوري کړی او تر برید وروسته بیرته افغانستان ته تښتیدلي دي.

هغه وویل د نښتې پرمهال پاکستاني عسکرو کوټلی ځواب ویلی خو د عسکرو په ډزو کې وسله والو ته د اوښتي زیان معلومات یې نه دي تر لاسه کړي .

هغه وویل په علاقه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او چاڼیز عملیات هم پیل کړل شوي دي.

د پاکستان پوځ تر اوسه په دې پیښه څه نه دي ویلي .

تیره ورځ هم د شمالي وزیرستان په دوصلي سیمه کې یو عسکر د وسله والو په ډزو ټپي شوی ؤ.

د فرورۍ په 25مه د پاکستان پوځ ویلي وؤ، په قبايلي ضلعه شمالي وزیرستان کې يې د استخباراتي مالوماتو په اساس د ترهګرو پرضد عملیات کړي، او شپږ ترهګر يې وژلي دي.

په شمالي وزیرستان کې دا برید په داسې حال کې شوی چې تیره اوونۍ د شمالي وزیرستان انتظامیې ویلي وؤ د ټي ټي پي سره د خبرو دپاره د شمالي وزيرستان د مشرانو ډله د افغانستان خوست ته لېږل شوې او د ټي ټي پي کسان هم خوشي کړی شوي دي، خو ټي ټي پي په خپله د دغو مذاکراتو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې دطالبان په واک کې له راتلو وروسته ددغې پیښې نه وړاندې درې بریدونه د پولې پورې غاړې افغانستان نه قبایلي ضلعو باجوړ او کرمه کې شوي دي .

وروستی برید په پینځمه فرورۍ په کرمه قباېلي ضلعه کې د افغانستان د پولې بل اړخ نه شوی ؤ چې پکې پینځه امنیتي عسکر وژل شوي وؤ.

د پاکستان د پوځ ویاند ادارې، ایي ایس پي ار له دغه برید وروسته په خپل یو بیان کې وېلي وؤ پاکستان د ترهګرو لخوا د خپلو فعالیتونو لپاره د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالولو سخته غندنه کوي او تمه لري چې د افغانستان موقتي حکومت به په راتلونکې کې د پاکستان پرضد د خپلې خاورې استعمالولو اجازت ورنکړي.

خو تر دې پیښې یوه اوونۍ وروسته د فرورۍ په 14مه د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب سرکاري میډیا ته دخبرو پرمهال ویلي وؤ دوئ د پاکستاني چارواکو دغه دعوه ردوي چې په پاکستان کې هغه وسله وال بريدونه کوي څوک چې په افغانستان کې پټ دي،اؤ د هغه ځای نه بريدونه کوي.

هغه ویلی وؤ دوئ په قطر کې د دنيا سره وعده کړې ده چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي او دوئ دغه وعدې ته ژمن دي که چرته دنیا وال دغو وعدو ته ژمن پاتې شي،

هغه ویلي وؤ ګاونډي او نورو هېوادونو ته ډاؤ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي هغه وويل دغه الزامونه ردوي او دا هیڅ حقيقت نه لري"

د پاکستاني طالبانو تحریک ددغه حملې ذمه واري پغاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې برید کې یې شپږو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو او نورو برخو کې د افغان طالبانو په واک کې له راتلو وروسته د ټي ټي پي بريدونه سېوا شوي دي۔

د فاټا ريسرچ سنټر دشمېرو ترمخه يوازې په قبايلي ضلعو کې دجنورۍ په مياشت کې ۲۵ بريدونه شوي دي.

ناقانونه تندروه ډلې، تحریک طالبان پاکستان د جنورۍ مياشت کې د پاکستان بېلا بېلو برخو کې د۴۲ؤ بريدونو دعوه کړې وه چې پکې زيات په قبايلي ضلعو کې شوي وؤ،

تیره دفروري مياشت کې هم ټې ټې پي دیو شمیر بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې وه۔

د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ تېر کال د نومبر دمياشتې نه تر دسمبر پوري د يوې مياشتې ډزبندي اعلان شوې وه چې بیا یې دطالبانو لخو په نهم دسمبر د ختمولو اعلان شوی ؤ.

د ډزبندۍ ختمیدو راپدیخوا پاکستان کې دتندروه ډلو لخوا ترهګریزو بریدونو کې اضافه لیدل شوې اؤ دهیواد د کورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید احمد تیره میاشت ویلي وؤ چې دترهګرو دا بریدونه راتلونکو دوؤ میاشتو کې نور هم چټک کیدای شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG