په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ويلي، پاکستان ورسره د 50زره ټنه غنمو ورکولو ژمنه کړې او پرون يې لومړۍ جوپه ننګرهار ته رسېدلې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټويټر دغه خبره کړې ده.
"له افغانانو سره د مرستې په لړ کې پاکستان هېواد له افغانستان سره د 50 زره ټنو غنمو مرستې ژمنه کړې چې پرون یې په لومړۍ جوپه کې 3600 ټنه غنم ننګرهارته راورسېدل".
په 28 فرورۍ په افغانستان کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په ټویټر ويډيو خپره کړې او ورته يې ليکلي وو،
د پاکستان د حکومت د 3600 ټنه غنمو ډالۍ په تورخم د افغانستان چارواکو ته وسپارل شوه.
هغه ويلي وو د بشري مرستو توکي نزدې هره ورځ په پوله افغانستان ته لېږل کيږي.
پاکستان افغانستان ته دغه غنم په داسې حال کې ليږلي چې په 28 فرورۍ د پاکستان وزیراعظم عمران خان قام په ټیلي ويژن وېنا کې ویلي، د روس نه به 20 لکه ټنه غنم راغواړي.
عمران خان په وروستیو کې د روس سفر کړی وو.
افغانستان ته د پاکستان د غنمو لېږلو نه وړاندې هند هم افغانستان ته غنم لېږلي دي.
په 26 فرورۍ په هند کې د افغانستان سفير فريد ماموندزي په ټويټر ويلي وو،
"د څلورو مياشتو نه د زیاتې مودې د انتظار وروسته د 50 مېټرک ټنه غنمو د 50 ټرکونو کاروان د هند نه افغانستان ته پېل شو".
دغه غنم وروسته له هغې افغانستان ته لېږل شوي چې پاکستان ورته د لار ورکولو منظوري ورکړې وه.
ذبیح الله مجاهد په غنمو ورکولو د پاکستان مننه کړې او ويلي يې دي، "مونږ د ورور هېواد پاکستان د دغو مرستو هرکلی کوو او د لازیاتو همکاریو غوښتنه ورڅخه کوو".
ماموندزي هم د هند د حکومت مننه کړې وه چې په داسې وخت کې يې د افغانستان سره مرستې کړي چې د 20 ملينو نه زیات افغانان ، په درېو لسيزو کې د بل هر وخت نه زیات، د خوراک د بحران سره مخامخ دي.
په افغانستان کې د تېر اګست په مياشت کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته دغه هېواد د اقتصادي ستونزو او ولس يې د خوراک د بحران سره مخ شوی دی.
د خوراک د نړيوال پروګرام ترمخه په افغانستان کې د خوراکي توکیو کموښت جوړيږي، او د افغانستان د نيمې نه زياته 23 ملینه ابادي خوراکي او بېړنیو مرستو ته اړتيا لري.
د فرورۍ په نيمايۍ کې د خوراک د نړیوال پروګرام ويلي وو په افغانستان کې نهه ملینه کسان د قحط سره په يوه ګام لري دي.