لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یو کروړ نوکریو له اعلان وروسته عمران خان اوس دسرکاري نوکریو په اړه څه وایي؟


ولس ته دیو کروړ سرکاري نوکریو ورکولو له وعدې وروسته اوس دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي حکومت سره دومره پیسې نشته چې هرچاته سرکاري نوکري ورکړي.

دپاکستان په مرکزي پارلیمان یا قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف دخپلو ژمنو نه په اوښتو تورن کړی اؤ وایي هغه سره اندېښنه ده چې وزیراعظم دبجلۍ اؤ پټرولو نرخونو کې دکمي په اړوند دخپل وروستي اعلان نه بیا په شا نه شي.

څېړونکي وایي دخپلو اعلانونو نه پرله پسې دپشا کیدو له امله سنجیده طبقه اوس دعمران خان خبرې اؤ اعلانات سنجیده نه اخلي اؤ دهغه دخپل ګوند کارکنان یوازې په دې خبره خوشحاله دي چې هیواد کې دهغوئ حکومت دی.

اسلام اباد کې یوې دستورې ته خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان په زلمو غږ کړی چې په ایي ټي اؤ نورو څانګو کې هنرونه ایزده کړي اؤ له دغې لارې ځانونه پخپلو پښو ودروي.

تر دې وړاندې چې عمران خان واک ته نه ؤ رسیدلی ، ولس سره یې وعده کړې وه چې که حکومت یې راغلو نو ځوانانو ته به یو کروړ نوکرۍ اؤ پنځوس لکه کورونه جوړوي.

خو دغې دستورې ته خپله وینا کې عمران خان وویل چې حکومت سره دومره پیسې نشته چې هرچاته سرکاري نوکري ورکړي.

څېړونکی اؤ خبریال شمس مومند وایي داسمه ده چې حکومت هرچاته دنوکرۍ ورکولو توان نه لري خو په دې وروستیو کې چې دپاکستان دننه بې روزګاري څومره زیاته شوې ده نو حکومت دا ضرور کولی شول چې بې روزګارۍ ختمولو ته یې لږ تر لږه لاره خو هواره کړې وی.

ډیوه سره خبرو کې شمس مومند وایي وزیراعظم عمران خان مدام جذباتي اعلانونه کوي اؤ بیا ترې پشا کیږي چې له دې امله اوس دهیواد دننه سنجیده طبقه دهغه اعلانات اؤ خبرې په سنجیدګۍ سره نه اخلي.

هغه وایي عمران خان ویلي وؤ چې خلکو ته به یو کروړ نوکرۍ ورکوي خو که وکتل شي نو په دې وروستیو کې په لکونو خلک دهیواد دننه بې روزګاره شوي دي اؤ دوئ دغو بې روزګاره خلکو ته د زورګار ورکولو لپاره ماحول هم نه دی جوړ کړی.

"نه یې انډسټري ته ترقي ورکړې ده،نه یې شخصي مد ته توجو ګرځولې ده،اؤ اوس چې په چا کې لږ شان شعور هم وي نو هغه د وزیراعظم په خبرو باور نه کوي اؤ نه یې سنجیده اخلي ، البته دده دخپل ګوند خلک یوازې په دې خوشحاله دي چې زمونږ حکومت دی"

دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف هم وایي وزیراعظم پرله پسې پخپلو خبرو "یوټرن" اخلي اؤ هغه ویریږي چې په دې وروستیو کې وزیراعظم دتیلو اؤ بجلۍ دنرخونو ارزانولو کوم اعلان کړی ،دخپل دغه اعلان نه بیرته پشا نه شي.

پخپل یو بیان کې شهباز شریف ویلي دي چې دتیلو اؤ بجلۍ نرخونو کې دکمي په اعلان عمران خان نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف اؤ ولس دواړو ته دوکه ورکول غواړي.

شهباز شریف زیاته کړې ده چې دا مهال هیواد کې ګراني دتیرو دوؤ کالو په پرتله تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده اؤ په ښارونو کې دخوراکي توکو د ګرانۍ کچه 14.3 اؤ په کلیوالو سیمو کې 14.6 فیصدي ده.

داپوزیشن ډلو مشر وایي تاریخ کې دومره پورونه هیچا نه دي اخستي لکه دعمران خان حکومت چې په تیرو درېوؤ کالو کې اخستي دي.

وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دحکومت وزیران حکومت هیواد کې دګرانۍ اعتراف کوي خو ورسره د موجوده ګرانۍ ذمه وار پخواني واکمنان ګرځوي اؤ وایي هغوئ دهیواد پیسې نورو هیوادونو ته ویستلي دي اؤ خزانه یې تشه کړې وه .

خو اپوزیشن ګوندونه بیا وایي چې حکومت سره هیڅ معاشي تګلاره نشته اؤ دخپلې بهرنۍ تګلارې په وجه دنړۍ نه هم جلا شوی دی اؤ اوس دخپلو ټولو ناکامیو پړه په تیرو حکومتونو اچوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG