لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م م: پاکستان د روس پرضد قرارداد کې د راې ورکولو نه ډډه کړې


پاکستان په ملګرو ملتونو کې د روس په ضد وړاندې کړی شوي قرارداد کې راې/ ووټ نه دی ورکړی او په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منيراکرم ويلي دوی د اوکراين په مامله تشويش څرګندوي، د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د موافقې سره سم د دې شخړې هواری د وخت ضرورت دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په بېړنۍ غونډه کې منظور شوي قرارداد کې د روس نه غوښتنه شوې ده چې د يوکرېن نه دې پوځ په فوري توګه واپس کړی شي.

د دې قرارداد په حق کې په 193 غړو هېوادونو کې 141 غړو ووټ ورکړو خو د چين، هند او پاکستان پشمول 35 هېوادونو د راې ورکولو نه ډډه وکړه. او د روس سره شام، شمالي کوريا، اريټيريا او بېلاروس د قرارداد په ضد راې ورکړي دي.

په دې قرارداد کې په يوکرېن د روسي حملې د غندنې په ځای د روس د زورورتيا غندنه شوې ده او ورسره د روسي صدر ولاديمير پيوټن له خوا جوهري پوځ ته د تيار اوسېدو د پرېکړې هم غندنه شوې ده.

پاکستان

د پاکستان د دريځ په اړه د پاکستان سرکاري خبري ادارې ای پي پي ترمخه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منيراکرم د چارشنبې په ورځ غونډې ته وينا وکړه او وې ويل چې پاکستان به د اوکراين په موجوده حالاتو د تشويش څرګندونه کوي او دا د سفارتي ناکامۍ ښکارندوينه کوي.

هغه وويل په پوځي، سياسي او سفارتي تاو تريخوالي کې زياتوالی به د نړۍ امن او سلامتيا سره سره نړيوال اقتصادي ثبات ته هم خطر رامنځته کړي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د فرورۍ په 28مه قام ته په ټیلي ويژن وېنا کړې خو د اوکراين په اړه يې څه نه وو ويلي.

عمران خان هم په هغه ورځ د روس په دوره وو کله چې روسي صدر په اوکراين د حملې اعلان کړی وو.

د پيوټن سره د عمران خان د ليدنې په مهال هم د پاکستان کوم ښکاره دريځ مخې ته نه وو راغلی خو د ملاقات وروسته په جاري شوي بيان کې يې ويلي وو چې وزيراعظم د روس او اوکراين ترمنځ په تازه شخړه افسوس څرګند کړی او پاکستان تمه لري چې دغه شخړه به د پوځي طاقت په ځای د سفارتکارۍ د لارې هواره شي.

د افغانستان دريځ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان اوسمهاله استازي نصيراحمدفايق هم د قرارداد په حق کې راې ورکړې او د افغانستان طلوع نيوز د ښاغلي فايق په حواله ويلي دوی د افغانستان د اولس په استازيتوب د روس له خوا په يوکرېن د حملې غندنه کوي، د روس له خوا په اوکراين حمله د نړيوال قانون او ملګرو ملتونو د اصولو نه سرغړونه ده.

هغه ويلي، افغانستان په خپله هم د جنګ ښکار دی او په ولس يې منفي اغېزې ليدلې دي، دوی نړيوال قانون او ملګرو ملتونو د اصولو سره ولاړ دي او بايد ماملات د خبرو اترو له لارې هوار کړی شي.

د اې اېف پي خبري ادارې ترمخه ترمخه په اوکراين د حملې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې دوه ورځې بحث وشو چې پکې د يوکرېن له خوا دا تور لګول شوی وو چې روس په يوکرېن کې نسل کشي کوي.

امریکا څه ويلي

په عمومي اسمبلۍ کې امريکايي سفيرې لنډاتهامس ګرين فيلډ د چارشنبې په ورځ په خپله وينا کې په روس تور ولګوو چې ظلم هره ورځ زياتېږي، دوي هغه ويډيوګانې کتلي چې غېرمعمولي او لويه وسله روسي پوځ اوکراين ته لېږلې، په دغه وسله کې کلسټر ګولۍ، بارود او ويکيوم بمونه شامل دي.

د بېلاروس سفير ويلنټن ريباکوف په روس د مغربي هېوادونو بندېزونه معاشي او مالي ترهه ګري وګرځوله.

د راې نه ورکولو په اړه د هند دريځ

په ملګرو ملتونو کې د هند مستقل مندوب ټي اېس تيرومورتي ويلي هند په اوکراين کې په روانه حالاتو د تشويش څرګندونه کوي او تېره ورځ د اوکراين په خارکېو ښار کې يو هندي وګړی وژل شوی هم دی، دوي غوښتنه کوي چې د يوکرېن نه دې هندي وګړي په محفوظ توګه وويستل شي، دوي د يوکرېن سره مرستې هم پېل کړې دي او هند په سمدستي توګه د جنګ بندۍ ملاتړ کوي او بايد د خبرو اترو له لارې مسئلې حل کړی شي.

هند دا دريځ هم لري چې بايد د ملګرو ملتونو د قانون ترمخه د هر هېواد د خپلواکۍ خيال وساتل شي، په موجوده حالاتو کې هند پرېکړه کړې چې د راې ورکولو نه ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر انتونيوګوتېرس

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيوګوتېرس خبريالانو ته وويل په اوکراين کې بايد جګړه ختمه شي، ټوپکې خاموشه کړی شي، خبرو اترو ته دې لارې خلاصي کړی شي.

د يورپي يونين دريځ

د راې ورکولو وروسته د يورپي يونين استازي اولف سکوګ وويل روس زورورتيا خپله کړې خو نړۍ د امن انتخاب وکړي، روس په دا وخت کې يواځې ولاړ دی او نړۍ وايي دا زورورتيا دې په سمدستي توګه ودرول شي، پوځ دې وويستل شي او د ملګرو ملتونو په موافقه دې عمل وکړی شي.

د امريکا دريځ

په ملګرو ملتونو کې د امريکې استازې لنډا تهامس د راې ورکولو نه وړاندې په ټولو غږ وکړ چې په د تاريخ په دې ورستيو کې ملګري ملتونه چېلنج کړی شوي دي او امريکا يواځينی مقصد لري چې جنګ ودرول شي، د جنګ غندنه کوي او هم دا نن زمونږ ذمه واري۔ هم د دې لپاره مونږ دلته راستول شوي يو.

د روس دريځ

په ملګرو ملتونو کې د روس استازي واسلي نېبېنزيا د رای ورکولو نه وړاندې وويل دغه عمليات د ملګرو ملتونو د 51مې مادې ترمخه اعلان شوي وو او دا مقصد به دوي ترلاسه کوي، خو دوي کله هم په عام اولس حملې نه دي، بايد په دروغو خبرونو باور ونه کړی شي چې نن په انټرنټ خپرېږي.

د ملګرو ملتونو له خوا دا بېړنۍ غونډه د روس په اوکراين د حملې وروسته رابلل شوې وه او د چهارشنبې په ورځ دغه قرارداد د رای ورکولو لپاره وړاندې کړی شو.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG