روس د شورو/ چهارشنبې په ورځ د اوکراين په ښارونو بريدونه سېوا کړي دي، او دواړو غاړو په سټراټیجيکې ښار د کنټرول دعوې کړي او داسې هم ويل کيږي چې د يوې اوونۍ د جګړې ختمولو دپاره خبرې بيا پېل شي.
ماسکو ويلي، د تور سمندر په غاړه پروت خېرسن ښار چې دوه نيم لکه ابادي لري وايي دغه ښار يې په بشپړ ډول نيولی دی خو د اوکراين صدارتي سلاکار ولېکسي ارېټووچ دغه دعوې ته لانجمنه/ متنازعه ويلي دي.
او د خېرسن مېر ایګور کوليخېف ويلي، د ښار په کوڅو کې د روس پوځ موجود دی.
د رويټرز ترمخه هغه ویلي، د ښار په اېګزېکټيو کمېټۍ کې بهرني وسله وال ليدل شوي دي. هغه ویلي "مونږ پرامنه خلک يو وسله راسره نشته او زمونږ د طرفه کوم برید هم نشته".
هغه په بيان کې ويلي، "زه دوی ته کوم اجازت نه شم ورکولی، زه دوی ته يواځې دومره وايم چې په خلکو ډز نه کوي".
که چرته دغه دعوه سمه وي، دا به په اوکراين د روس د يوې اوونۍ بريد وروسته لومړی ښار وي چې نيول کیږي.
بل لور ته د اوکراين په شمال ختيځ ښار خارکيف کې سخت هوايي بريدونه شوي، کوم چې د یو نيم ملین ابادۍ د اوکراين دوېم غټ ښار دی.
د رپوټونو ترمخه په دغو بريدونو کې د ښار په مينځ کې د پوليسو د کورونو ودانۍ په نخښه شوې ده.
د اوکراين چارواکو ویلي، د نهې په ورځ د روس په بريدونو کې په خارکيف ښار کې 24 کسان وژل شوي او څلور نور د شورو په سهار وژل شوي وو.
او د مارييوپول جنوب ساحلي ښار مېر ویلي، هلته هم بمباري دوام لري او د ژوبلو کسانو د ويستلو انتظام نشته.
د اوکراين د ژغورنې ادارې ويلي، د روس په بريدونو کې په اوکراين کې د 2000 نه زیات کسان وژل شوي، خو د يوې اوونۍ د جګړې وروسته هم روس د اوکراين په حکومت نه دی ورختلی.
او د روس د دفاع وزارت په وړومبي ځل ویلي، په اوکراين کې د روس 498 پوځيان وژل شوي او د 1500 نه زيات ټپيان شوي دي.
که څه هم د ګل د ورځې په خبرو کې د اوکراين لخوا د روس د پوځ د ويستلو او ډز بندۍ پرېکړه نه ده شوې خو د اوکراين صدر ولاديمير زيلنسکي بيا د جګړې ودرولو او خبرو ته د موقعې ورکولو غږ کړی دی.
د روس د کريملن وياند ديمتري پيسکوف ويلي، د روس پلاوی به د بيا خبرو دپاره تیار وي. او د اوکراين وياند خبريالانو ته ویلي، د دوی پلاوی به د اوکراين د مذاکره کوونکو انتظار کوي، د رپوټونو ترمخه خبرې د زیارت/ پنجشنبې په ورځ کېدی شي.
د امریکې استخباراتو ويلي، داسې اشارې دي چې روس هڅه کوي چې د اوکراين د کيف په ګډون مهمو ښارونو پله پرمختګ وکړي، خو په تيرو 24 ساعتونو کې يې لږ پرمختګ کړی دی.