لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:عدالت دپي‌ ټي ایم فعال قاضي طاهر ته دعمري بند سزا اورولې ده


په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال مولانا قاضي طاهر ته عمري بند ترڅنګ د څلورو لکو روپو دجرمانې سزا اورولې ده.

د هغه پرضد د 2019 کال د جنورۍ په 25مه د کراچۍ په ارټلري تاڼه کې د ترهګري، بغاوت او د غدارۍ د مادو لاندې تر هغې وروسته مقدمه درج شوې وه چې د غورځنګ دیو بل فعال عالمزیب مسید د خوشي کېدو لپاره یې دپریس کلب مخې ته احتجاج کړی ؤ.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ټویټر لیکلي د مظاهر پرمهال قاضي طاهر موجود نه ؤ.

بل لوري ته د جنوبي وزیرستان عدالت بلدیاتي ټاکنو کې د سرویکي تحصیل دچیرمین دڅوکۍ کاندید او د پي ټي ایم دیو بل فعال شاه فیصل غازي کاغذونه په دې بنیاد رد کړي چې دهغه پرضد د ډیره اسماعیل خان او د اورکزو سیمو دو کسانو عدالت ته خواست کړی چې هغه د ریاست او ریاستي ادارو پرضد خبرې کړې دي.

د عدالت په دې پریکړو وکېلانو، دسیاسي ګوندونو مشرانو او په خپله دپي ټي ایم فعالانو د اندېښنې څرګندونه کړې او دا ګام یې د بنیادي بشري حقونو پرضد بللی دی.

شاه فیصل غازي تیره ورځ خبري غونډې ته ویلي د صوبې ستر عدالت پیښور هایکورټ ته تللی او هغه به یې کاغذونه بیا بحال کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کور کمیټې غړی صمد خان وایي د قامي پارلیمان دغړي علي وزیر په ګډون د دوئ دتحریک اته کسان په زندان کې بندیوان دي او دلسګونو نورو په ضد دسلګونو په شمیره د ترهګرۍ، غدارۍ او بغاوت مقدمې درج دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل دوئ د یو بندي ملګري خوشي کولو لپاره په احتجاجي پرلت ناست دي او دوئ ته دا بله تحفه ورکړی شوه چې اوس به د حکومت او دوئ ترمینځ خبرې څنګه په وړاندې ځي ؟

هغه دا هم وویل طالبان او د تحریک لبیک کسان د عدالت نه شا په شا خوشي کیږي او دوئ چې په پرامنه طریقه د اییني حقونو لپاره مبارزه کوي په زندانونو کې بندیوان کیږي.

هغه تور پورې کړو چې دا مقدمې تر هغې وروسته درج کېدل پیل شوي چې د پاکستان د پوځ پخواني ویاند میحر جنرل اصف غفور دخبري غونډې پرمهال دوئ ته نیغ په نیغه ګواښ کړې ؤ.

هغه وویل کله نه چې افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي دغلته د دوئ پرضد کارروایي زیاته شوې ده.

د پاکستان دپوځ دهغه وخت ویاند اصف غفور په 6م دسمبر 2018م کې دیوې خبري غونډې پرمهال ویلي وؤ ریاست پي‌ ټي ایم سره ډیره نرمي وکړه خو دا خلک چې اوس په کوم لوري روان شوي هسې نه له سرې کرښې ورتېر شي اؤ او ریاست خپل زور ښکاره کولو ته اړ شي.

پوځي ویاند د خبري غونډې پرمهال په پي ټي ایم د هند او افغانستان د استخباراتي ادارو نه دمالي مرستو ترلاسه کولو تورونه پورې کړي وؤ خو هغه وخت منظور پښتین دا تورونه رد کړي وؤ او ویلي یې وؤ که کوم ثبوتونه لري هغه دې عدالت ته وړاندې کړي.

صمد خان وایي دوی د ایین او قانون سره سم د خپلو حفونو لپاره په پرامنه طریقه مبارزه کوي او په دې حربو دوئ څوک د خپل مرام نه نه شي پشا کولی.

قاضي طاهر ته دغه سزا په داسې حال کې اورؤل شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او ملګري یې د تیرو 18 ورځو نه په کراچۍ ښار کې د سیند اسمبلۍ مخې ته د خپل بندي ملګري علي وزیر د خوشي کولو لپاره په احتجاجي پرلت ناست دي.

اسلام اباد بار کې د بشري حقونو وکیل رحیم وزیر وایي د پي ټي ایم پرضد دا مقدمې د هغو په فشار کې ساتلو لپاره درج کیږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دې نه وړاندې یو شمیر مقدمو کې لاندې عدالتونو د هغوئ ضمانتونه رد کړي خو بیا بره عدالتونو ضمانتونه منظور کړي او یو شمیر مقدمې یې خارج کړې دي.

وکیل رحیم وزیر وویل دا مقدمې د بنیادي انساني حقونو په ضد دي او په خپله د ایین او قانونه سرغړونه ده چې پکې د ملکي وکړو حقوق څپل کیږي.

هغه وایي تیر کال په یوه مقدمه کې د اسلام اباد هایي کورټ ستر قاضي اطهر من الله داسلام اباد انتظامیې ته سخت غبرګون ښودلی ؤ چې بیا انتظامیې هغه مقدمه بېرته واخسته.

هغه وویل اسلام اباد هایکورټ لاښوونه کړې وه چې دا د انګریز د وخت قوانین دي او دهغه خلکو پرضد به یې کارول څوک چې د دوئ تابع نه وؤ.

د وکېل په خبره په دې مقدمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د قامي اسمبلې غړي محسن داوړ په ګډون د 22 کسانو پرضد د غدارۍ، بغاوت او د ترهګري دمادو لاندې مقدمې درج کړی شوې وې ، لاندې عدالت د دوئ د ضمانت خواست هم رد کړې ؤ خو اسلام اباد هایي کورټ د دوئ ضمانتونه منظور کړل.

دپښتون ژغورنې غورځنګ د 2018م په جنورۍ میاشت کې هغه وخت جوړ شوی ؤچې د تندروۍ سره دمخ سیمو ځوانانو اسلام اباد کې احتجاجي پرلت پیل کړی ؤ او په علاقه کې د ناامنۍ دمخنیوي ترڅنګ یې د بې درکه شوؤ کسانو دموندلو دماین پاکۍ اؤ غیر ضروري چیک پوستونو دختمولو غوښتنې کولې.

دپاکستان حکومت د دوئ غوښتنې سمې بولي خو وایي طریقه کار یې غلط دی.

دې نه وړاندې په درج شوؤ مقدمو کې د غورځنګ دمشر منظور پښتین په ګډون په لسګونو دپي ټي ایم فعالین په زندانونو کې بندوان کړی شوي خووروسته عدالتونو د هغوي ضمانتونه منظور کړي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG