لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېم کيو اېم پاکستان د 12م مې2007  د کراچۍ په پېښه معافي غوښتې


متحده قومي مومنټ پاکستان (اېم اکيو اېم) ډلې په کال 2007 کې په 12م مې په کراچۍ کې د تشدد څخه ډکو رامنتځه شوو پېښو معافي غوښتې، او ويلي يې په دغو پېښو کې اېم کيو اېم ډله کارول شوې وه.

په کوټه کې د بلوچستان هايکورټ بار وکيلانو ته په وېنا کې د اېم کيو اېم پاکستان کنوينر خالد مقبول صديقي وويل چې د دولسمې مې 2007م د کراچۍ په خونړۍ پېښه کې ايم کيوم ګوند استعمال کړل شو، ځکه دوی اوس په هغه پېښه معافي غواړي.

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (درېم مارچ) خپله وېنا کې هغه وويل چې له دې پېښې سره په اېم کيو اېم باندې تور داغ ولګېدو، د هغه په خبره معافي پر دې خبره غواړو چې مونږ ه غلطه اندازه لګولې وه.

هغه وويل، " که اېم کيو اېم د فساد لپاره لاريون کولو نو په هغه لاريون کې به بيا ښځې او ماشومان نه وو، زمونږ نه کار واخيستل شو، ځکه خو مونږ شرمينده يو او معافي غواړو، داسې کول نه خو زموږ خوښه وه، او نه زموږ طريقه ده".

خالد مقبول صديقي دغه خبرې د اتم اګست 2016 د کوټې د سيول روغتون په ځانمرګي بريد کې د وژل شوو 56 پينځوس وکيلانو په ياد کې جوړې شوې غونډې ته په وېنا کې کړي دي.

په 2007 م کال کې د پخواني پوځي امر جنرل پرويز مشرف په حکومت کې د پاکستان د سپريم کورټ د هغه وخت چيف جسټس افتخار محمد چودري د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی شوی، او د دې پريکړې پر ضد په ټول ملک کې سياسي ګوندونو او وکيلانو احتجاجي لړی پېل کړی وو، په هم دې لړ کې افتخار محمد چودري په دولسم مۍ کراچۍ ته ورغلی وو، د پښتنو سياسي ګوندونو په شمول د پاکستان بېلا بېلو سياسي ګوندونو د هغه په حق کې راوتلي وو، په دغو جلوسونو کې په سړکونو دپاسهډزې شوې وې.

د رپوټونو ترمخه د تشدد په دغو پېښو کې د 50 پورې کسان وژل شوي او ډېر نور ژوبل شوي وو.

عوامي نيشنل ګوند دعوه کوي چې په وژل شوو کې زيات غړي د دغه ګوند وژل شوي وو چې شمېره يې د 20 نه زياته وه، هغه وخت په اېم کيو اېم د دغه تشدد تورونه پورې کړی شوي وو. خو اېم کيو اېم هم د خپل ګوند د غړو د وژل کېدو دعوه کړې وه.

د پښتوم قام پاله پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشرعبدالقهار خان ودان وايي، "خبره د تشې معافي غوښتلو نه ده بلکې د دوي هغه سوچ او فکر بدلولو ته ضرورت دي، ودان په خپلو خبرو کې زياته کړه چې اېم کيو اېم په رڼا ورځ په لسګونو پښتانه په ګوليو ويشتلي وو.

د عوامي نيشنل ګوند بلوچستان مشر اصغر خان اڅکزی وايې د دولسم مۍ پر پېښه معافي غوښتل د خالد مقبول مېړانه ده خو په خبره يې چې د خالد مقبول ننی بيان د اې اين پي او د نورو سياسي ګوندونو د هغه د دريځ تاييد کوي، کوم چې دوی له دولسم ېمۍ څخه خپل کړی وو.

اصغرخان وغوښتل چې جوډيشل انکوايري کمېشن دې جوړ کړل شي او په هغه خونړۍ پېښه کې لاس لرونکي ټول کردارونه دې ښکاره او قانوني سزا دې ورکړل شي.

په کراچۍ کې مېشت څيړونکی او وتلی خبريال مظهر عباس وي او اې ډيوه ته وويل چې که له سياسي نظره ورته وکتل شي دا ښه بيان دی، او د نورو سياسي ګوندونو له لور هم بايد دغه رنګ مثبت جواب ورکرل شي.

د مظهر عباس په خبره، دا هم کتل پکار دي چې اېم کيو اېم لندن او پاک سر زمين ګوند و دې بيان ته په کوم نظر ګوري؟ هغه وويل په دغه حواله پر اېم کيو اېم ډېر زيات درانه تورونه لګېدلي دي، هغه وخت اېم کيو اېم يو خاص ګوند ګوند وو، د نن اېم کيو اېم پاکستان او د هغه وخت اېم کيو اېم بېل وو.

مظهر عباس وويل د خالد مقبول دا خبره چې له دوی څخه کار اخيستل شوی دی ډېره درنه خبره ده، هغه وويل که څه هم خالد مقبول د جنرل پرويز مشرف نوم وا نخيست خو اشاره يې د هغه لوري ته وه چې هغه دوی استعمال کړي دي.

" ظاهرده چې و مشرف ته بايد د دې سزا ورکړل شي بلکه ضرور بايد ورکړل شي، دا خو ښکاره خبره ده چې د دولسمې مۍ په پېښه کې د هغه وخت د پوځي امر جنرل مشرف خاص کردار وو، ولې چې د اېم کيو اېم او د افتخار چودري کومه بنده نه وه، د افتخار چودري له ايرپورټ څخه د راوتلو د لارو تړولو پېښه او که بيا هر څه چې هغه وخت وشو دا ښکاره خبره چې د مشرف په امر شوي دي او د دې ډېرثبوتونه هم موجوده دي، د دې يو ګواه د سيند صوبې پخوانی ګورن ډاکټر عشرت العباد په خپله دی، او داسې نور خلک هم دي".

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG