لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور: په امام بارګاه ځانمرګي برید کې30کسان وژل شوي،60 ژوبل


د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د قصه خوانۍ په کوچه رسالدار علاقه کې د شيعه مسلمانانو په جومات (امام بارګاه) کې د جمعې د نمانځه په مهال ځانمرګی بريد شوی، لږ تر لږه 30 تنه پکې مړه شوي او د 60 نه زيات نور ژوبل شوي دي.

د پېښور ښار د پوليسو مشر (سي سي پي او) محمد اعجاز د پېښې په اړه مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، دوه برید کوونکو په امام بارګاه بريد کړی، او يو په ام بارګاه کې دننه ځان ته چاودنه ورکړې ده.

هغه وويل بريد کوونکو په ډیوټۍ ولاړو پوليسو باندې ډزې کړي يو پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ددې برید کې په سمدستي توګه د30 کسانو د وژل کیدو اؤ د 60 نه د زیاتو د ژوبل کیدو پخلی کړی.

دکورنیو چارو وزیر میډيا ته ویلي چاودنه کې هغه قوتونه ککړ دي چې پاکستان کمزوری کول غواړي اؤ دا چاودنه په یو داسې وخت کې شوې ده چې پاکستان ته څلېریشت کاله وروسته د اسټریلیا دکرکټ لوبډله راغلې ده اؤ دښمن نه دهغوئ راتګ ونه زغمل شو.

وزیراعظم عمران خان هم ددې برید غندنه کړې ده اؤ اړوند چارواکو نه یې دپېښې په اړه رپورټ غوښتی دی.

پېښور کې د لېډي رېډنګ روغتون وياند محمد عاصم مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې تایيد کړې چې روغتون ته 30 مړي او د 60 نه زیات ژوبل کسان راوړل شوي دي.

د ویاند ترمخه په ژوبلو کې د ځينو روغتيايي حالت سخت دی.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

په دې وروستیو کې چې افغانستان کې دطالبانو حکومت په واک کې راغلی دپاکستان بیلابیلو سیمو کې ورسره دبمي چاودنو اؤ هدفي وژنو په لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې ده.

پاکستان کې چې په دې وروستیو کې څومره حملې شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک،داعش اؤ بیلتون غوښتونکو بلوڅ وسله والو ډلو په غاړه اخستې ده خو دشیعه مسلمانانو په په عبادتخانو د شوؤ زیاترو بریدونو پړه داعش وسله واله ډله پغاړه اخلي.

پوليسو وايي د پېښې د ځای نه شواهد راټولوي او پلټنې يې پېل کړي دي.

د خېبرپښتونخو وزيراعلا په جومات د بريد غندنه کړې او امدادي ادارې او روغتون ته یې د غوره طبي مرستو ورکولو لارښوونه کړې ده.

وزيراعلا محمود خان د پوليسو نه د پېښې په اړه رپوټ غوښتی او په جومات کې په نمونځ کوونکو بريد ته یې غېر انساني کار ويلي دي.

پېښور کې میشت وتلی خبریال ناصر داوړ وایي وورستي شواهد ښایي چې پاکستان کې تندروه وسلې واله یو ځل بیا منظم شوي دي اؤ ددوئ بیا منظم کیدل دپاکستان د ریاست اؤ خلکو دپاره یو خطرناک ګواښ دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي دیو کال نه دټي ټي پي امیر مفتي نور ولي دبیلابیلو ضلعو دورې کوي اؤ بیا ددغو دورو ویډيوګانې اؤ عکسونه په سوشل میډيا هم خوریږي خو پځائ ددې چې ددې هرڅه مخنیوی وشي برعکس دپاکستان حکومت ټي ټي پی اؤ نورو وسله والو ډلو نه د امن خیرات غواړي.

هغه وایي په دې وروستیو کې چې پاکستاني طالبانو ته کومه شل کسیزه جرګه دشمالي وزیرستان نه لیږل شوې وه هغې جرګې سره طالبانو له لیدلو اؤ مذاکراتو نه انکار کړی دی.

دناصر داوړ په وینا دطالبانو بندیان پاکستان دهغوئ په غوښتنه خوشې کړي دي چې شمیره یې ۱۰۳ کسانو ته رسیږي خو طالبان اوس دخپلو نورو بندیانو دخوشې کولو غوښتنه هم لري.

هغه وایي څنګه چې د متحده مجلس عمل دحکومت په مهال دې صوبه کې طالبان اؤ نوروې وسله والې دلې منظم وې اوس له هغې هم زیاتې منظم شوي دي اؤ راتلونکی وخت نور هم د اندېښنو ډک ځکه کیدای شي چې حکومت دهغوئ سره یوه نرمه رویه خپله کړې ده

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG