لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګرو ملتونو او امريکې د پېښور د ځانمرګي بريد غندنه کړې


د پېښور امام بارګاه چې ځانمرګی بريد پکې شوی

د شيعه مسلمانانو په امام بارګاه دغه ځانمرګی بريد د جمعې د نمانځه په مهال شوی چې پکې 57 کسان وژل شوي او د 200 پورې نزدې ژوبل شوي وو.

داعش د دغه بريد زمه واري منلې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرېس ويلي،

"د عبادت ځايونه بايد خوندي وي نه چې هدف. زه د پېښور په جومات د وحشتناک بريد غندنه کوم. زه د هغو کسانو سره خواخوږي کوم چې خپلوانو يې په دغه بريد کې ژوند دلاسه ورکړی دی".

امريکې هم دغه بريد غندلی دی.

د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت د سويلي او منځنۍ اسيا څانګې په ټویټر ويلي،

"مونږ د پېښور په جومات کې د وحشي برید غندنه کوو چې پکې عبادت کوونکي وژل شوي او ژوبل شوي دي. مونږ د اغېزمنو کورنیو سره خواخوږي کوو او امریکا د پاکستان سره د يو والي دپاره ماتم کوي".

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد هم په ټویټر ويلي، "مونږ د پاکستان پیښور کې په یوه مسجد کې چاودنه غندو، په ملکي خلکو او عبادت کونکو برید هیڅ توجیه نه لري".

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي،

"پېښور کې په امام بارګاه د ناوړه ترهګر بريد په تناظر کې د سي ټي ډي او ايجنسيانو سره په رابطه کې يم، او په دغه لړ کې د روانو عملياتو په خپله نګراني کوم".

XS
SM
MD
LG