لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې، پاکستان د روس لخوا په اوکراين د جګړې په نتيجو خبردار کړی


امریکا ويلي، د روس په اوکراين د جګړې له امله په سيمه يیزه او نړیوالو نتيجو يې پاکستان خبردار کړی دی،

له دې وړاندې هم د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، امریکې د روس په اړه د نوو کارروايانو څخه پاکستان په خپل دريځ خبر کړی دی او دا د هر زمه واره ملک زمه واري جوړيږي چې د روسي صدر ولاديمير پيوټن د يوکرېن په اړه ارادو باندې خپله اندېښنه او اعتراض څرګند کړي.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند ویلي، د پاکستان حکومت يې د روس په اوکراين د بلااشتعاله جګړې په اغېزو خبر کړی، کومې چې د سيمې او نړۍ په امنيت کېدی شي.
او په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير منير اکرم ويلي، اسلام اباد نه يواځې د دې په نتيجو خبر دی بلکې په اوکراين کې د امن په ځای کېدو د هڅو ملاتړ هم کوي.

په داسې حال کې چې په اوکراين د روس بريدونه دوام لری، په وروستیو کې په اسلام اباد کې مېشته د یو شمېر مغربي ملکونو سفیرانو په یو مشترکه بیان کې د پاکستان نه غوښتلي چې په اوکراین د یرغل په سر دې د روس غندنه وکړي.

په اسلام اباد کې د اوکراين سفير مارکیان چوکچک هم د پاکستان د حکومت څخه د روس د حملى په ضد سفارتي مرستى غوښتلې وې.

د پېښور پوهنتون ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان وايي، د امریکا د دغه خبرې ښکاره مطلب دا دی چې اوکراين يو ازاد ملک دی او هغه که چرته شاملېدل غواړي په خپله خوښه کولی شي چې شامل شي او امریکا د اوکراين حوصله افزايي کوي چې اوکراين په نېټو کې شامل شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، که څوک په اوکراين د روس د جګړې مخالفت نه کوي نو دلته د پاکستان سره لانجمنې علاقې لکه د پاکستان سره پاتې کشمیر او ګلګت بلتستان دي، او یا د فلسطين کومې علاقې دي، نو هلته هم داسې حالات جوړېدی شي.

هغه وویل د روس سره د پاکستان ځينې معاهدې هم شوي يا کيږي، نو په روس چې بندېزونه لګي، نو د هغې نتيجې په دې معاهدو هم کېدی شي.

د روس صدر ولاديمیر پيوټن د 24 فرورۍ په سهار د اوکراين په ختيځ کې د پوځي عملياتو پېل کولو اعلان کړی وو.

دغه اعلان په داسې حال کې شوی وو چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د روس په سفر وو.

عمران خان بيا (په 28 فرورۍ) په ټيلي ویژن قام ته په وېنا کې ويلي، روس ته ځکه تللی وو چې د هلته نه به دوه ملينه ټنه غنم درامد کوي، يا راغواړي، او دوېمه دا چې د روس سره یې معاهده شوې د هلته نه به ګېس هم درامد کوي.

په اوکراين د بريد وروسته امريکې او لویدیځ د روس پرضد په غټه کچه بندېزونه لګولي دي، ځکه تنقيد کوونکي د اسلام اباد او ماسکو په اقتصادي همکارۍ شک کوي.

د پيوټن سره د عمران خان د ليدنې وروسته پاکستان ويلي وو، وزيراعظم د روس او اوکراين ترمنځ په تازه شخړه افسوس څرګند کړی او ويلي وو پاکستان تمه لري چې دغه شخړه به د پوځي طاقت په ځای د سفارتکارۍ د لارې هواره شي.

له دغې وروسته په ملګرو ملتونو کې د روس پرضد وړاندې کړی شوي قرارداد کې پاکستان د ووټ ورکولو نه ډډه کړې وه.

په 193 غړو هېوادونو کې 141 د دغه قرارداد په حق کې ووټ ورکړی وو.

په 25 فرورۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ويلي وو، د عمران خان روس ته "د تلو نه وړاندې د امریکا د لوړې کچې رابطه شوې او دوی هغه اورېدلی وو. او هغوی (امریکا) ورسره خپل نظر شريک کړی وو، او مونږ د دې دورې ټول پس منظر، نقطه نظر او مقصد د وړاندې نه امریکا ته ورکړی وو، او دغه شان دا دوره وشوه"

په ملګرو ملتونو کې د روس پرضد وړاندې کړی شوي قرارداد کې د پاکستان سره چين، هند او نورو 35 هېوادونو د ووټ ورکولو نه ډډه کړې وه.

د ډان د خبر ترمخه د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، دغو 35 هېوادونو چې د ووټ ورکولو نه يې ډډه کړې په دغه مامله دوی له هم سخت دريځ خپلول پکار دي.

امریکا ویلي، امریکا ګڼي چې دغو هېوادونو له د روس د صدر ولاديمیر پيوټن د ښکاره يرغل پرضد په ډاګه خبره کول او د اوکراين د ولس سره ودرېدل پکار دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د روس لخوا په اوکراین د بريد پرضد د کلک غبرګون په ارزښت د خبرې کولو دپاره په ګرده نړۍ کې د خپلو همکارانو سره خبرې کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG