لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجبري بې درکیو دلړۍ نه تم کیدو په ضد کوټه کې احتجاجي مظاهره شوې


دبې درکه بلوڅانو لپاره دغږ پورته کوونکي تنظیم وائس فار بلوچ مسنګ پرسنز مرستیال مشر ماما قدیر وایي په تېرو درېوؤ میاشتو کې دبلوچستان نه نور 200 نه زیات وګړي بې درکه شوي.

دبلوڅانو د بې درکه کیدو په ضد د کوټې پریس کلب مخې ته د وائس فار بلوچ مسنګ پرسنز له خوا احتجاجي مظاهره شوې ده چې پکې محصلينو، ټولنيزو فعالانو، د ورکو شوؤ کسانو کورنيو او عامه خلکو برخه اخيستې وه.

احتجاجي مظاهرې ته خپله وینا کې د وایس پاربلوڅ مېسنګ پرسن مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ وویل دپرله پسې احتجاجونو اؤ غندنو باوجو بلوچستان کې په جبر دخلکو دبې درکه کولو لړۍ تم شوې نه ده اؤ دتیرو درېوؤ میاشتو په مهال د200 نه زیات نور خلک دبلوچستان څخه بې درکه کړل شوي دي.

ماماقدیر زیاته کړه په حفېظ بلوڅ ،رشید بلوڅ ،اصف بلوڅ ، فياض بلوڅ یو شمیر میرمنو اسلام اباد کې پولیسو تشدد کړی اؤ په کوه سار تاڼه کې د بغاوت مقدمې درج کړې دي.

هغه پر چارواکو غږ وکړو چې نیول شوي اؤ بې درکه محصلین دې زر تر زره خوشې کړل شي.

وي او ای ډیوه بلوچستان نه دبې درکه کړل شوؤ ۲۰۰ کسانو ددعوې په اړه دحکومت دنظر اخستو په موخه د بلوچستان دوزیر اعلا دکورنیو چارو سلاکار ضیاء لاګو سره د واټسپ له لارې دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه بریالۍ نه شوه.

بلوچستان نه په جبر دخلکو بې درکیو کې بلوڅ مشران اؤ دبشري حقونو فعالین امنیتي اؤ استخباراتي ادارو ته تنقید ګوته نیسي خو دبلوچستان صوبایي حکومت بیا وایي چې ځینې خلک امنیتي ادارې بدناموي او په ضد یې منفي پروپیګنډې کوي.

ماما قدیر ادعا کوي چې تر 50 زره زيات دا مهال دهیواد نه په جبر بې درکه دي اؤ هغه ددې پړه د پاکستان پر اسخباراتی دارو اچوي.

حکومت وايي چې د بې درکه شوؤ کسانو دموندنې لپاره يو کمېشن جوړکړی دي چې په دې نزدې وختونو کې یې ګڼ شمېر بې درکه شوې خلک را خوشې کړې دي اؤ که کوم څوک بې درکه وي دهغه په اړه دې کمېشن ته درخواست ورکړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG