لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:وسله وال برید کې د درېوؤ میرمنو په ګډون شپږ تنه وژل شوي


پولیس وایي دبلوچستان دسر ښار کوټې د نوي کلي په پښتونستان چوک نومي سېمه کې په دوو کورونو کې د وسلوال بريد له امله شپږ تنه وژل شوي او يو ماشوم ټپي شوی دی.

دنوي کلي پولیس تاڼې یو چارواکي حفيظ الله وي او ای ډيوه ته د ټيليفون له لاري وويل چې تیر ماښام يو تن وسلوال په دوؤ جلا جلا کورونو کې دزې کړې دي چې په نتيجه کې يې شپږ تنه وژل شوي دي،

د حفيظ الله په خبره له لومړیو پلټنو ورته دا څرګنده شوې ده چې بريد ګر او د وژل شوؤ ټولو يوه کورنۍ ده او پېښه د کورنۍ شخړې په نتيجه کې رامنځ ته شوې ده۔

هغه وايي د پېښې نورې پلټنې روانې دي.

“موږ‎ اوس ﺭوغتون ته راغلي یو، لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي هم راغلي دي، چارواکي پر دې موضوع کار کوي، افسران تفصیلي رپورټ جوړ‎وي، دا کورنۍ شخړه ښکاري”

د کوټې سيول روغتون وياند وسيم بيګ وايې روغتون ته يې د دریوؤ میرمنو په ګډون دپينځو تنو مړي او دوه ټپي ماشومان ور وړي وو چې وروستو د درملنې پر وخت يوه ټپي ماشوم هم ساه ورکړه

“د مړ‎و شمېر شپږ‎ شو، درې زنانې دي، درې نارینه دي، ټول په ګولیو ویشتل شويدي”

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي غیردولتي اداره «عورت فاونډېشن» وايي په بلوچستان کې پر ښځو د تشدد او په کورنيو شخړو کې زياتوالی راغلی دی.

د يادې ادارې رپورټ دی چې په تيرو دوو اونيو کې يوازې د کوټې ضلعې په بيلا بېلو سيمو کې د دریوؤ ښځو مړي موندل شوي چې ورباندې تشدد شوی دی،

په رپورټ کې ويل شوي چې په مړؤ شوو زنانه و کې له يوې زنانه سره جنسي تيری هم شوی ؤ،

دا رپوټ زیاتوي په 2021م کال کې په بلوچستان کې 129 پېښې رامنځته شوي ، او په ايالت کې هره ورځ يوه ښځه وژل شوې يا هم ځورول شوې ده۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG