لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوشل میډيا افغانستان کې دموسیقارانو دسپکاوي خپرې شوې ویډیو سخت غبرګونونه راپارولي


په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې هغه ویډیو ته هنرمندانو اؤ دبشري حقونو فعالینو سخت غبرګون ښودلی چې پکې لیدل کیږي وسله والو طالبانو د موسیقارانو څټونو ته دهغوئ دموسیقۍ الات اچولي اؤ تحقیرانه ډول یې خلکو ته دښودلو لپاره لاس تړلي روان کړي دي.

په بیلابیلو ټولنیزو رسنیو دخپرې شوې دې ویډيو په هکله دعوې کیږي چې طالبانو دا موسیقاران په کونړ ولایت کې دښادۍ دیو محفل نه د وسلو په زور راویستي ، دموسیقۍ الات یې ورته څټونو ته اچولي اؤ خلکو ته دشرمولو په خاطر یې پیاده په لاره روان کړي دي.

په دې ویډيو کې لیدل کیږي چې کومو کسانو ته غاړو کې دموسیقۍ الات اچول شوي دهغوئ نه ګیرچاپیره پټ مخ وسله وال روان دي اؤ نور خلک دسبق اخستو لپاره ددې هنرمندانو تماشې له رابولي.

طالبانو په رسمي ډول ددې ویډيو په اړه خپل سپیناوی نه دی کړی خو تر دې وړاندې هم په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي وسله وال دموسیقارانو دموسیقۍ الات سوزوي اؤ هغوئ ته سپکاوی کوي.

تیرکال په ۱۵م اګست چې طالبانو کابل ونیولو دهغې راپدیخوا دسلګونو په شمیر موسیقاران اؤ هنرمندان دافغانستان څخه وتلي اؤ ګڼ شمیر پاکستان اؤ نورو ګاونډي هیوادونو ته اوښتي دي.

دافغانستان دموسیقۍ دمیدان دیو تکړه هنرمند چې نړیوال شهرت لري،کورنۍ هم په هغه کسانو کې شامل ده چې دتورخم له لارې پېښور ته دطالبانو له ویرې په پناه وړلو مجبوره شوې ده.

ددغه هنرمند(نوم یې دکورنۍ په خواهش پټ ساتل کیږي) یو سندرغاړی ځوئ چې پېښور ته راغلی اؤ دخپل نوم ښودلو نه ډډه کوي، وایي "دا اوس چې په افغانستان کې دهنرمندانو سره کوم سلوک روان دی ،داسې دسور کافر سره هم نه کیږي"

دغه زلمي سندرغاړی چې په افغانستان اؤ ګرده نړۍ کې دخپل غږ په میلینونو مینه وال لري، وي او ای ډيوه ته وایي "نور نو افغانستان دهنرمندانو لپاره دیو دوزخ دعذاب نه کم نه دی، طالبان ګرځي اؤ دګوټ ګوټ نه هنرمندان راوباسي ،وهي یې ، بندي کوي یې ،شرموي یې اؤ هرهغه سپکاوی ورته کوي چې په لیدلو اؤ ویلو یې دانسان غونی بوګنیږي"

هغه وایي "دا هنرمندان دمینې خلک دي،دوئ په ډیرمحنت خپل ځانونه یو ځائ ته ورسوي اؤ په ټولنه کې نوم اؤ مقام پیدا کړي خو سبا چې همدغې ټولنې ته سپکیږي اؤ تحقیر کیږي نو څنګه به یو هنرمند په دغه ټولنه کې ژوند وکړي"

هغه وایي کله چې طالبان راغلل نو ده نه غوښتل چې دهغوئ له ویرې خپل وطن پریږدي خو بیا خپل عزت په دې مجبوره کړو چې نور باید دخپل نیکه خاوره پریږي .

نوموړی وایي پېښور ته د بې سر وسامانۍ په حالت کې راغلی" ما یو رباب درلودو،هغه مې له ډيره وخته ځان سره ساتلی ؤ، ډیر ښکلی رباب ؤ ،فقط هغه مې دځان سره راواخستو چې پردیس کې به پرې خپل غم غلطوم خو په لاره یې دتالاشۍ په مهال هغه هم راځینې مات کړ، واله ډیر مې هغه خپل مات رباب ته ژړلي وؤ خو ځه مې کړی وای ،هیڅ چاره مې نه درلوده ، بې وسي ده"

دپښتو سترې سندرغاړې شکیله ناز هم دهنرمندانو دسپکاوي دا تازه ویډیو په ټولنیزو رسنیو لیدلې ده اؤ وایي ددې ویډيو په لیدلو یې ډیر ژړلي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې اغلې شکیله ناز وایي "ماخو ورته سم وژل، احساس یې راله ژوبل، ژوبل کړی اؤ وایم چې اخر په دې پښتنو څه چل شوی چې خپل هنر اؤ هنرمند پسې یې راخستې ده"

شکیله ناز وایي داسلام ترنامه لاندې چې نن په افغانستان کې دهنرمندانو سره څه روان دي ، دا هیڅکله اسلامي تعلیمات نه دي ، بلکې دا وحشت دی اؤ دپښتنو دنوم بدنامولو یو سازش دی.

"دا اسلام خو نن پرون نه دی راغلی، اؤ یا ګنې د دنیا ددې نورو ملکونو جدا اسلام دی اؤ دافغانستان جدا؟"

دشکیله ناز په وینا" تاسو وګورئ چې د کومې خاورې (سعودي عرب) نه مونږ ته اسلام راغلی دی نن هلته په موسیقۍ بندیز نشته ،بلکې هغوئ دهندوستان اؤ نورې دنیا نه هنرمندان راغواړي اؤ هلته پرې شوګانې کوي ،همدا شان دایران پشان ملک کې موسیقاران ازاد ژوند کوي، ددنیا چې کوم اسلامي ملک دی هلته به تاسو وا نه ورئ چې چا هنر ووژلو یا یې ورته سپکاوی وکړو ،خو دا دپښتنو کم نصیبی دی چې د دوئ په خاوره هنرمندان وژل کیږي،ذلیله کیږي اؤ شرمول کیږي"

شکیله ناز وایي پښتانه هیڅکله سخت دریځه اؤ دموسیقۍ خلاف خلک نه دي اؤ په دې خاوره کې دسوؤنو کالو راهسې دموسیقۍ روایت راروان دی خو دا دسخت دریځۍ پردۍمفکوره دپښتنو ذهن ته اچول شوې ده اؤ په هغوئ نن دیو سازش لاندې خپل درانه هنرمندان سپکولی شي.

په عین حال کې دافغانستان طلوع ټیلي ویژن د افغانستان د موسیقۍ د هنرمندانو د شبکې دمسوول فریدون عسکري له خولې پخپله ویب پاڼه لیکلي چې " په ځینو مواردو کې زموږ له همکارانو سره ناوړه چلن شوی دی. په ځینو ځایونو کې ورسره داسې چلن شوی چې ان له جنګي اسیرانو سره هم داسې چلن نه‌کېږي. په ټوله کې د افغانستان د موسیقۍ د هنرمندانو شبکه دا ډول کارونه غندي"

په ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالانو اؤ دبشري حقونو کارمندانو هم دهنرمندانو دسپکاوي دا چلند په کلکو ټکو غندلی اؤ وایي چې طالبان پخپل سر چاته دسزا ورکولو واک نه لري بلکې دا کار دمحکمو دی اؤ که طالبانو ته موسیقي جرم ښکاري نو باید چې نیول شوي موسیقاران یې د رسوا کولو پځاي محکمې ته وړاندې کړي وای.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG