لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي په نړیواله کچه ګراني دکال پسر ۲۰فیصدي زیاته شوې ده


د ملګرو ملتونو د خوراک نړیواله اداره ایف ای او وایي په نړیواله کچه ګراني د کال پسر 20 فیصدي نه زیاته شوې ده او دتیرې جنوری په پرتله په فرورۍ کې ګراني د135.4درجې نه 140.7 درجې ته رسیدلې ده.

اقتصاد پوهان وایي پاکستان زیاتره خوراکي توکي د بهرنیو هیوادونو څخه درامد کوي او دې سره به نه یوازې په پاکستان خوراکي توکي ګران شي بلکې د پاکستان په تجارتي خساره به هم منفي اغیزې سېوا شي.

د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې ایف ای او په خپل تازه رپورټ کې ویلي د فرورۍ په میاشت کې خوراکپ تیل او د غنمو نه دجوړو خوراکي توکو بیعې 20.7 فیصدي ته لوړې شوې دي.

ادارې خبرداری ورکړی دی هغه غریب هیوادونه چې خوراکي شیان درامد کوي، د ګرانو بیعو دبوج سره مخ کیدای شي.

په خیبرپښتونخوا کې د اقتصاد ماهر او پخوانی د اقتصاد استاذ پروفیسر منظور علي وایي پاکستان کې د وړاندې نه ګراني زیاته ده او ملکي انحصار په درامدي خوراکی شیانو دی،

هغه وایي دې سره به د خوراکي شیانو بیعې نورې هم لوړې شي.

تیره ورځ د پاکستان دننه د خوراکي توکو د نرخونو د څار کمیټې این پي ایم سي په غونډه کې د ملک دننه د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د دالونو، غوړو او خوراکي تیلو په زیاتو بیعو غور شوی او ویل شوي دي چې دغه بیعې په نړیواله کچه د زیاتو بیعو سره تړلې دي.

پاکستانی مطبوعات وایي په پاکستان کی په دې وروستو کې د خوارکي تیلو او غوړو په بیعو کې 20 روپۍ کلو اضافه شوې او دال ماش په یو کلو کې د اتوؤ روپو زیاتوالي سره 300 روپۍ کلو نه هم زیات شوي.

همدا شان د طوطي دال 200 روپۍ کلو ته لوړ شوي او مرکزی کمیټې ته ویل شوي د خوراکي تیلو او غوړو بیعې د 400 روپو کلو نه هم زیاتې دي.

اقتصاد پوهه طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي په نړیواله کچه د ګرانۍ اثرات په پاکستان زیات پریوځي ځکه چې د نړیوالو لوړو بیعو له امله که ګرانی سیوا کیږي نو ورسره د پاکستان تجارتي خساره هم زیاتیږي او بیا د روپۍ کم قیمت د زیاتی ګرانۍ سوب جوړ شي.

دخوراک نړیوالې ادارې په خپل رپوړټ کې ویلې د مختلفو خوراکي تیلو 80فیصدي برخه د اوکراین او روس څخه برآمد کیږي او د جنګ له وجې به دا اغیزی نورې هم زیاتې شي.

اقتصادی پوهان وایي په اروپایي هیواد اوکرین د روس د یرغل وروسته په نړیواله کچه د توانایې بیعې هم جګې شوي او دا ویرې هم څرګندیږي چې دې سره به په درامدي هیوادونو کې د توانایې بیعې هم اغيزمنې شي .

نړیواله اداره وایي دمیاشتې په سر دخوراکي تیلو بیعې 8.5% ، د غنمو نه دتیاریدونکو خوراکي توکو بیعې 3%،دجوارو 5.1% ،دغنمو 2.1 او د پیو نه دجوړیدونکو خوارکي توکو بیعې 6.4% زیاتې شوي.

مطبوعات وایې په اوکرین د روس د حملې په نتیجه کې دا بیعې ددې نه هم زیاتیدای شي او نړیوالې مالیاتي ادارې هم د جنګ وروسته د نړیوالې ګرانۍ خبرداری ورکړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG