لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین په شخړه دپاکستان خارجه وزیر خپل روسي سیال سره ټیلي فوني خبرې کړي


دپاکستان دخارجه وزیر شاه محمود قریشي اؤ د روس دخارجه وزیر سرګي لاروف ترمینځ د ټیلي فون خبرو اترو په مهال پاکستان ویلي دي چې داوکراین په شخړه رامنځته شوی تاوژن وضعیت باید د ملګرو ملتونو دبنیادي اصولونو په اساس ارامه کړل شي.

په عیني حال کې پاکستان کې ستر حکومت مخالف ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ د وزیراعظم عمران خان ماسکو ته په وروستي سفر یو وارې بیا سختې نیوکې کړي اؤ وایي روس ته د وزیراعظم دسفر دپاره دا مناسب وخت نه ؤ.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر دبیان له مخې خارجه وزیر شاه محمود قریشي د روس خارجه وزیر سرګي لاروف سره د ټیلي فون دلارې خبرو کښې په دې ټینګار کړی دی چې د اوکراین دشخړې له امله رامنځته شوی تاوژن وضعیب باید ملګرو ملتونو داصولو په اساس ارامه کړل شي.

بیان وایي په دې خبرو کښې د روسيې خارجه وزیر هم پیښور کښې دشوي ترهګریز برید اؤ دې په نتیجه کې د ېو شمیر خلکو په مرګ ژوبله افسوس ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي چې روس د هر رقم ترهګرۍ غندنه کوي.

دبیان ترمخه د روس لخوا په اوکراین له برید وروسته د پاکستان خارجه وزیر ته د اوکراین، پولینډ ، هنګري خارجه وزیرانو اؤ د اروپايي هیوادنو دبهرنیو چارو د استازي لخوا د وهل شوؤ ټيلي فوني زنګونو په اړه هم د روس خارجه وزیر خبر کړل شوی دی.

په عین حال کې ډان نیوز سره دخبرو په وخت پاکستان کې دحکومت مخالف پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلې پاکستان ته به موجوده وخت کې هر هیواد سره ښې اړېکې ساتل وي خوموجوده حالاتو کښې چې په داوکراین په شخړه د نړۍ ېو شمیر هېوادونه اؤ امریکه د روس مخالفت کوي، داسې حال روسیې ته د وزیراعظم عمران خان سفر مناسب نه ؤ اؤ نه دا سفر پاکستان د پاره څه ګټه لرلی شي.

بلاول بو ټو وایي که چرې په امریکا کې دیوولسم ستمبر د ترهګرۍ له پیښو وروسته څوک داسامه بن لادن سره ولاړ وؤ اؤ دا به یې هم ویل چې دېو بلاک برخه به هم نه جوړیږي نو ایا د هغه په خبره به چا باور کولو؟

دبلاول بوټو په وینا عین همدغسې کار وزیراعظم عمران خان هم کړی دی.

بلاول بو ټو وایي یوکرین پاکستان ته غنم لیږي، امریکې اؤ اروپا سره هم د پاکستان تجارتي اړېکې دي اؤ یوازې روس د پاره دا اړېکې خرابول به پاکستان د پاره هم ښه نه وي.

تر دې وړاندې په پاکستان کښې د اوکراین سفیر هم دا خبره کړې وه چې تیر کال اوکراین پآکستان ته 1.3میلینه ټن غنم لیږلی وؤ.

د اوکراین په شخړه امریکه اؤ ېو شمیر نور هیوادونه د روس مخالفت کوي اؤ په روس یې ېو شمیر بندیزونه هم لګولې دي خو تراوسه پاکستان په دې شخړه څه واضحه دریځ نه دی خپل کړی اؤ نزدې ورځو کې وزیراعظم عمران خان د روس سفر هم کړی ؤ چې هم ددغه سفر په وخت روس په اوکراین برید کړی ؤ.

د پاکستان غیر واضحه دریځ به دپاکستان په ګټه وي اؤ که په تاوان؟ ددې پوښتنې په ځواب کې د نړيوالو اړیکو پوهه پروفیسر خورشید وایي چې کله نه پاکستان جوړ شوی دی نزدې تعلقات یې امریکې سره پاتې شوې دي اؤ امریکې هم د پاکستان مالي مرستې کړې دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي امریکا که پاکستان سره لږې مرستې کوي اؤ که زیاتې خو ګټه یې پاکستان ته وي اؤ که چرې اوس سمدستي امریکې پاکستان ته امداد بند کړو نو بیا روس اؤ چین نه شي کولی چې پاکستان د اقتصادي بحران نه وباسي.

وړاندې هم امریکې پاکستان ته د روس لخوا په اوکراین دبرید نتیجو په هکله خبرداری ورکړی دی اؤ د اروپايي هیوادنو ټولنې هم د پاکستان نه غوښتنه کړې ده چې دروس لخوا په اوکراین دشوي برید غندنه وکړي خو پاکستان وایي ېوه ازاد خارجه تګلاره لري اؤ د ېو بلاک برخه به هم نه جوړږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG