لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پشتين: خبرې مو شوي خو په ليکلې بڼه د باور پورې پرلت نه ختموو


منظور پشتين په کراچۍ کې پرلت ته وېنا کوي
منظور پشتين په کراچۍ کې پرلت ته وېنا کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند د حکومت سره یې مزاکرات شوي او په يوه مياشت کې د دوی د غوښتنو منلو يې ورته ویلي، خو نوموړی وايي چې په ليکلي بڼه د غوښتنو منلو باور ورته ورکړي د هغې وروسته به پرلت ختموي.

په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته د پي ټي اېم پرلت د 13 فرورۍ نه دوام لري، دغه پرلت لومړۍ غوښتنه کوي چې د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير دې خوشی کړی شي، د پي ټي اېم نور غړي دې نه نيولي کيږي، د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت نه دې مقدمې بل عدالت ته واړول شي او په کراچۍ کې پښتنو ته د ورپېښو مسلو هوارولو غوښتنې کوي.

تېره شپه (د اتوار او ګل) په مينځنۍ شپه کې حکومتي وزیر امتیاز شېخ او د صوبې ویاند او د کراچۍ اېډمنسټرېټر مرتضا وهاب چې د عوامي نيشنل ګوند د سيند صوبې مشر شاهي سيد هم ورسره مل وو، د پي ټي اېم سره یې مزاکرات کړي دي.

په لومړي پړاو کې د مزاکراتو وروسته مرتضا وهاب وويل، مزاکرات يې کامياب شو خو د دغې لږه شېبه وروسته بيا پشتين وويل، د دوی غوښتنې ونه منل شوې، خو بیا وروسته د شپې په درې بجې امتياز شېخ او شاهي سيد د پي ټي اېم سره بيا خبرې وکړې او امتياز شېخ وویل د دوی خبرې کامیابې شوې.

خو پشتين بيا وويل، دوی ته د غوښتنو منلو وويل شو، خو دوی ورته نن د (ګل ورځ) ورکړه چې په ليکلې بڼه ورته په يوه میاشت کې د غوښتنو منلو باور ورکړي د هغې وروسته به پرلت وځنډوي.

هغه دا هم وويل که په يوه میاشت کې د دوی غوښتنې ونه منل شوې بيا به د راتلونکې تګلاره اعلانوي او د خپلو بنديوانو د خوشي کولو او نورو غوښتنو منلو دپاره به مبارزه جاري ساتي.

د پي ټي اېم سره د خبرو په مهال د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ټويټ هم کړی وو، "چې د سيند حکومت ته يې لارښوونه کړې چې د علي وزير د خوشي کولو د غوښتنې کوونکي پرلت سره خبرې وکړي، وزيران پرلت ته ورغلي، او د سيند حکومت باور ورکړی او دوی به تل د علي وزیر په لړ کې ملاتړ کوي، چې کولی يې شي".

علي وزير په کال 2020 کې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې نيول شوی، د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي کړی شوی، په يوه مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی خو دا وخت د هغه پرضد دوه نورې مقدمې رواني دي او بندي دی.

په داسې حال چې د پي ټي اېم پرلت روان دی، په (دوېم مارچ) د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت د پي ټي اېم فعال مولانا طاهر ته د ترهګرۍ ضد مادې سره د بېلابيلو مادو لاندې په جوړه مقدمه کې دوه ځله د عمر بند، او په نورو مادو کې ټول د 14 کلونو بند د سزا سره د څلور لاکه روپو جرمانه اورولې ده.

که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو منظور پشتين تل دغه دریځ خپل کړی چې په دوی هم تورونه لګي او دوی ته هم ويل کيږي چې دوی تورونه لګوي، هغه وويل د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، درغژن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.

پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG