لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان کډوال وايي د مالي مرستو په ځای دې بيرته ستانه کړی شي


د خېبرپښتونخوا صوبې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ویلي، د شمالي وزیرستان څخه کډوالو 15زره 229 کورنيو د مرستو دپاره يې 32کروړه روپۍ جاري کړي چې هرې کورنۍ ته 12 زره د خرڅ او اته زره روپۍ د خوراک دپاره ورکولی شي خو کډوال وايي دا مرستې اوس د دوی خرڅ نه پوره کوي ځکه ګراني سېوا شوې ده ا و دوی بيرته خپلو علاقو ته ستنېدل غواړي.

پي ډي اېم اې په خبر پاڼه کې ويلي دا د شمالي وزیرستان او خېبر قبایلي ضلعو نه بې کوره شوو کورنیو د مياشتې دپاره جاري کړی شوې پېسې دي چې د پي ډي اېم اې سره د شمالي وزيرستان کومې 15زره229 کورنۍ رجسټرډ دي هغو ته به دا د 12زر روپې د خرڅ او اته زره روپې د خورک او د خیبر قبایلي ضلعې یو زر کډوالو کورنیو ته یوازې اته زره روپې د خوراک د کورنۍ په حساب د وړاندې په څېر د موبايل سيم د لارې ورکولی شي.

د پي ډي اېم اې ترمخه د ګوزاره الاونس په نوم د دغو پېسو ورکولو دا 91م قسط دی.

خو د شمالي وزیرستان نه په کال 2014م کې د ضرب عضب عملياتو څخه بې کوره شوي کډوال د تېر په څېر غوښتنه کوي چې يو خو دې د دوی بيرته د تلو انتظام وشي او بل دا چې د دوی سره کېدونکې مالي مرستې اوس د دوی خرڅ نه پوره کوي دا دې سېوا کړی شي.

د بنو په جاني خېل کډوال کېمپ کې مېشت یو کډوال زاهد الله وایي د کرایه په کور کې مېشت دی، کار روز ګار نه لري د ورځې په سر مزدوري کوي او په دې د کور معاش برابر وي.

هغه وویل په 2014م کې چې دوی بې کوره شوې دغه پېسې ورته اعلان شوې وې، تراوسه پورې ګراني ډېره سېوا شوې ځکه دغه مرستې دې سېوا کړی شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د دوی سره دوېمه مسله دا ده چې يو خو دغه مرستې کمې دي او بل دا چې په وخت هم نه ورکړی کيږي دوه او درې میاشتې ځنډ پکې راځي او دوی بيا په قرضونو کولو او د سختو مشکلاتو سره مخ کيږي.

د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ وايي دا هغه پېسې دي چې د لومړي سر نه کډوالو ته ورکولی شي، او تر څو چې دوی ته د پېسو زياتولو خبره ده، هغه به مرکزي حکومت کوي.

د مالي مرستو د وروستو والي يا ځنډېدو په اړه وايي دا پېسې راتلل د يو عمل نه تيريږي او په هغې وخت لګي ځکه دا وروستو کيږي داسې نه ده چې په ارادې سره وروستو کولی شي.

د کډوالو د بيرته ستنولو په اړه هغه وويل چې حکومت او پوځ دوی ته په علاقه کې د امنيت او بيرته د تلو اجازه ورکړي، بيرته به دغه کډوال خپلو علاقو ته ستانه کړي.

دغه کډوال زیاتره د افغان پلې سره جوختې علاقې دته خېل او شوال تحصیلونو سره تړاو لري او دغه علاقې ته تر اوسه د کډوالو واپسي نه ده شوي او چارواکي وایي دغه سیمې لا پوره نه دي پاکې کړی شوي او هلته کليرنس يا د پاکوالي عمليات روان دي.

د شمالي وزيرستان نه په کال 2014م کې د ضرب له امله د سرکاري شمېرو ترمخه يو لک درې زره کورنۍ کډوالې شوې وې، خو په دوی کې افغانستان ته کډه شوي خلک نه وو شامل.

د سرکاري شمېرو ترمخه په کډوال شوو کې چې کره شمېره يې بيا 87زره کورنۍ مالومې شوې وې چارواکي وايي په دوی کې اوس يواځې دغه 15 زره کورنۍ پاتې دي نور کډوال بيرته لېږل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG