لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: په ميانوالي کې يو تن د اووه ورځو تنکۍ لور په ډزو وژلې


د پاکستان د پنجاب صوبې د ميانوالي ضلعې پوليس وايي، یو تورن تن چې د لور په زېږېدنه په قهر وو، د اووه ورځو تنکۍ لور يې څلور ډزه ويشتې او وژلې ده.

د میانوالې ضلعې د سټي تاڼې پوليس مشر (اېس اېچ او) عنصر عباس وي او اې ډیوه سره د پېښې په اړه خبرو کې وويل، دغه پېښه په شپږم مارچ رامنځته شوې ده، او مقدمه درج شوې ده.

نوموړي وويل، دغه تن چې خپله لور يې وژلې، تښتېدلی دی او د نيولو هڅې يې رواني دي.

هغه زیاته کړه پوليس ته ابتدايي مالومات ترلاسه شوي چې دغه تن شاه زېب په دې په قهر وو چې لومړی يې لور ولې پېدا شوې ده، ځکه يې وژلې ده خو پولیس افسر وويل د تورن تن د نيولو او پلټنو وروسته به هر څه په ډاګه شي.

په ميانوالي ضلع کې دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې نن په اتم مارچ د نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د ښځو ورځ نمانځل کيږي او د ملک په بېلابيلو ښارونو کې د ښځو د حقونو دپاره لاريونونه اعلان شوي دي.

خو بل لور ته بيا تيره مياشت د پاکستان د مذهبي امورو مرکزي وزیر نورالحق قادري وزیراعظم عمران خان ته په اتم مارچ د ښځو د عالمي ورځې په اړه په ليکلي خط کې ويلي وو چې په عورت مارچ کې د اسلام پرضد لیکل شوو بینرو باندې دې بندیز ولګولی شي.

او بيا مذهبي سیاسي ګوند جمعیت علما اسلام دړکه کړې وه که چرې عورت مارچ کیږي نو دوي به یې په زوره مخه نیسي.

د ميانوالي پېښې ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوي او دغه پېښه عورت مارچ سره تړل شوې ده.

د وينګاس په نوم ټويټر اکاونټ چې ځان ته يې ښځينه جرنلسټه ليکلي، په ټویټر يې ویلي،

"هغه څوک چې د ښځو په مارچ (عورت مارچ) بندېز لګوي او دعوه کوي چې په پاکستان کې ښځې خوندي/ محفوظ دي، دوی دې په میانوالي کې د تنکۍ ماشومې د وژنې خبر وګوري، ښځې حقونه غواړي، نه چې د ځنګل راج".

سياسي فعالې پلوشه عباس په ټویټر ویلي،

"کله چې د يوې مور په وړاندې د پلار په لاس د اووه ورځو تنکۍ لور قتل شي، او وجه دا وي چې لومړی اولاد يې لور ولې ده، نو د دې ټولنې وحشي نظام ته به څه اووايې، او کله چې ښځه جايز حق غواړي نو رنګ رنګ لقبونه ورته ورکول د دې ټولنې د خوښې کار دی افسوس".

جرنلسټې مريم نواز په ټویټر ويلي،

"د ښځو ورځ غمجنه ده، ځکه چې يوه تنکۍ ماشومه يې پلار په ډزو وژلې ده او دا دردونکې خبر دی. په میانوالي کې دغه ډول پېښه عکاسي کوي، چې دا ټولنه ذهني ناروغه ده".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG