لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک جمع،حکومت اؤ اپوزیشن ډلې دواړه داکثریت لرلو دعوې کوي


پاکستان کې حکومت مخالفو ګوندونو د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک دنهې په ورځ دقامي اسمبلۍ په سیکرټریټ کې جمع کړی اؤ عوه کوي چې دپارلیمان دغړو اکثریت ورسره دعمران خان په ضد ملګرتیا کې ولاړ دی ځکه نو په اسانه به عمران خان داقتدار نه لرې کړي.

دسترو حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو مشرانو میا شهبازشریف،اصف علي زرداري اؤ مولانا فضل الرحمان دعوه کړې ده چې د وزیراعظم لرې کولو لپاره دوئ د۱۷۲ غړو اکثریت ته اړتیا لري اؤ وایي دوئ کولی شي چې تر دې زیات غړي پارلیمان ته راولي.

خو وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دکابینې وزیران بیا داپوزیشن ګوندونو دعوې بې ځایه بولي اؤ وایي پارلیمان کې اوس هم اکثریت دعمران خان په لاس کې دی ځکه نو اپوزیشن ګوندونه نه شي کولی چې دهغه په ضد دبې باورۍ تحریک کامیاب کړي.

دپاکستاني میډيا له مخې دنهې په ورځ چې اپوزیشن ګوندونو کوم دبې باورۍ تحریک داسمبلۍ سیکرټریټ کې جمع کړی په هغې داسمبلۍ د۸۶ غړو لاسلیکونه شوي دي خو داپوزیشن ګوندونو سرچینې دعوه کوي چې دوئ ته اسمبلۍ کې د۱۹۷نه نیولې تر ۲۰۲ غړو ملاتړ ترلاسه دی.

دبې باورۍ دتحریک جمع کولو ترڅنګ داپوزیشن ډلو غړو نن په ریکوزیشن د اسمبلۍ دغونډې رابللو خواست هم داسمبلۍ سیکرټریت ته ورکړی دی اؤ دپاکستان د دستور له مخې کله چې دمطلوبه غړو په لاسلیکونو ریکوزشن جمع شي نو بیا اسپیکر د درېوؤ ورځو نه وروسته په اووه ورځو کې دننه داسمبلۍ دغونډې رابللو پابند وي.

دپاکستان دمرکزي پارلیمان یا قامي اسمبلۍ دټولو غړو شمیره ٣٤٢ ده اؤ دبې باورۍ دتحریک کامیابولو لپاره به اپوزیشن ګوندونو ته د١٧٢ غړو ملاتړ په لاس کې لرل وي خو داپوزیشن ګوندونو دغړو شمیر پارلیمان کې دا مهال ١٦٢ دی.

اپوزیشن ګوندونه دعوه کوي چې په پټه ورته د واکمن ګوند تحریک انصاف ۲۷دپارلیمان غړو اؤ دحکومت دیوایتلافي ګوند غړو هم دعمران خان په ضد د رایې ورکولو ډاډ ورکړی دی.

دنهې په ورځ یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند صدر اؤ قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر میا شهباز شریف،دپاکستان پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري اؤ دمخالفو ډلو دایتلاف مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې وزیراعظم عمران خان هیواد ته نه سر کیدونکي زیانونه اړولي دي اؤ اوس دهغه راکوزول ضروري شوي دي.

پریس کانفرنس ته اصف علي زرداري وویل هیڅ یو ګوند پاکستان په یوازې ځان له مشکلاتو نه شي ویستلی ځکه به مونږ ته په ګډه کار کول وي .

هغه وویل د واکمن ګوند تحریک انصاف خپل ملګري هم دعمران خان نه بېزاره شوي دي اؤ دعوه یې وکړه چې دعمران خان په ضد دعدم اعتماد دتحریک ناکامولو لپاره به اړینې ۱۷۲ رایې ترلاسه کړي.

څېړونکي وایي که دعمران خان په ضد د اپوزیشن ګوندونو دبې باورۍ تحریک کامیابیږي نو پکې به ټر ټولو ستر لاس دعمران خان دیو نزدې مرور شتمن ملګري جهانګیر ترین وي.

دمطبوعاتي رپورټونو دعوه ده چې جهانګیر ترین د واکمن ګوند تحریک انصاف څخه له مروریدو وروسته ددغه ګوند ګڼ شمیر غړي ځانته رامات کړي اؤ ددې ترڅنګ هغه کولی شي چې دخپلو پیسو اؤ اثر په زور د واکمن ګوند دنورو غړو رایې هم ځانته راماتې کړي.

خو وزیراعظم عمران خان بیا وایي"زه جهانګیر ترین پیژنم اؤ هغه به هیڅکله دغلو ملګرتیا ونه کړي"

پارلیمان کې د واکمن ګوند تحريک انصاف ګوند دغړو شميره ١٥٥ ده خو ددې ترڅنګ دایتلافي ګوندونو دغړو ملاتړ هم عمران خان ته حاصل دی چې دهغې سره دحکومتي اؤ ایتلافي غړو شمیره ١٧٩ ته رسیږي.

په عین حال کې وزیراعظم عمران خان اسلام اباد کې د ډیجیټل میډیا اړوند صحافیانو ته ویلي چې دهغه حکومت هیچرته نه ځی بلکې اپوزیشن ګوندونو ته به داسې ماتې ورکوي چې هغوئ به بیا تر کال ۲۰۲۸م د راپورته کیدو توان نه لري.

هغه دعوه کړې ده چې پرضد یې پیسې کارول کیږي اؤ دپارلیمان یو ،یو غړي ته د رایې په بدل کې د۱۸،۱۸ کروړو روپیو وړاندیز شوی دی.

عمران خان وویل دخپل ګوند غړو ته یې ویلي چې دغه پیسې باید واخلي اؤ په غریبانو یې وویشي.

عمران خان دا هم ویلي چې داپوزیشن ترشا یو لاس نه دی بلکې ګڼ بهرني لاسونه یې هم ترشا ولاړ دي اؤ کوم خلک چې دپاکستان ازاده خارجه پالیسي لیدل نه غواړي هغوئ هم اپوزیشن ډلو سره مرسته کوي.

خو وزیراعظم نه ده واضحه کړې چې مقصد یې دکوم هیواد یا د کومې ادارې نه دی؟

پاکستان کې ځینې څېړونکي داسې ګنګوسې کوي چې ګنې دهیواد طاقتور پوځ اوس دعمران خان دحکومت ترشا هغسې نه دی ولاړ لکه څنګه چې یې په دې وروستیو کې دپردې ترشا حکومت پاللو خو حکومتي وزیران بیا دعوه کوي چې پوځ اؤ حکومت‌ په یوه لیکه ولاړ دي.

دپاکستان پوځ مدام په سیاسي چارو کې دلاسوهنې تورونه رد کړي‌ اؤ وایي چې دهر جمهوري حکومت خبره مني اؤ باید په بې ځایه ډول سیاستونو کې را ونه لړل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG