لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: داعش د سبي د ځانمرګي بريد زمه واري منلې


پاکستاني چارواکو د نهې/ سه شنبې په ورځ (8م مارچ) ويلي، د بلوچستان صوبې په سبي سيمه کې ترسره شوي ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه پينځه امنيتي عسکر وژل شوي او د 30 نه زيات ژوبل شوي وو، دغه بريد په داسې وخت کې شوی چې د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي او نور لوړ پوړي چارواکي له يادې سيمې څخه څو دقيقې وړاندې تېر شوي وو.

داعش د دغه ځانمرګي بريد زمه واري منلې ده. دا په پاکستان کې د داعش د يوې اوونۍ نه په کمو ورځو کې دوېم ځانمرګی بريد دی، د جمعې په ورځ داعش په پېښور کې په امام بارګاه د ځانمرګي بريد زمه واري منلې وه.

د پېښور په پېښه کې د 60 نه زيات کسان وژل شوي او د 200 پورې ژوبل شوي وو.

د بلوچستان صوبې د امنيتي چارواکو په وېنا د سبي د بريد په اړه په سمدستي توګه نه شي ويلی چې هدف يې صدر عارف علوي وو.

د پاکستان صدر عارف علوي تېره مياشت د يو ځايي ټیلي ويژن (ډان نيوز) سره په خبرو کې ویلي وو، دوی ګڼي چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتلو سره ترهګرو ته ځينې نوې وسلې په لاس ورغلي دي، چې پکې د شپې ليدونکي چشمې يا عېنکې هم پکې شامل دي، او تور يې لګولی وو چې دوی د پولې د پورې غاړې افغانستان لوري نه په پاکستان بريدونه کوي.

خو په وروستيو کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه رد کړي چې د پولې د پورې غاړې نه په پاکستان کې بريدونه کيږي. له دې وړاندې افغانستان او امریکا داسې تورونه لګولي چې په پاکستان کې هغو وسله والو ته پناه ورکړی شوې چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان هم تل دغه تورونه رد کړي دي.

په سبي کې چې پرون ځانمرګی بريد شوی دا د بلوچستان له سر ښار کوټې څخه 163 کلو ميټره لرې پرته ضلع ده.

د سبي په ښارکې هر کال تاريخي سبي ميله کېږي، دا کال هم په سردار چاکر خان سټډيم کې له تيرو پينځو ورځو راهسې مېله کېدله چې نهه، سه شنبه، یې اخرنۍ ورځ وه.

د دې تاريخي ميلې د اخرۍ ورځې حاض ميلمه د پاکستان صدر ډاکټر محمد عارف علوي وو، له هغه سره د ميلې په مراسمو کې د بلوچستان ګورنر سيد ظهور اغا، د پاکستان د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر قاسم خان سوري، او نور لوړ پوړي چارواکو هم شرکت وکړو.

په سبي کې د لوړ پوړو چارواکو د ورتللو له سببه هم په ښار کې د امنيت خوندي ساتلو په ِٰموخه زيات امنتي ځواکونه ځای پر ځای کړل شوي وو.

د بلوچستان اعلا وزير مير عبدالقدوس بزنجو په سبي کې چاودنه يو سازش وبللو او ویې وېل چې د ترقۍ ضد فکر لرونکي نه غواړي چې بلوچستان ترقي وکړي.

په بلوچستان ايالت کې سږ کال د بمي چاودنو او هدفي وسلوال بريدونو 27 پېښې شوې دي چې پکې د 30 امنتي سرتيرو په ګډون 86 تنه وژل شوي او 100 ته نزدې پکې ټيپيان شوي دي.

پرون چې په بلوچستان صوبه کې ځانمرګی بريد شوی امنيتي سرتيري پکې وژل شوي، د پاکستان پوځ هم پرون دعوه کړې، د صوبې په تربت سيمه کې يې عمليات کړي، او د دوه کمانډرانو په ګډون يې پکې اووه ترهګر وژلي او په غټه کچه وسله يې ترلاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG