لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیره اسماعیل خان:پولیسو دښځو اؤ ماشومانو په ګډون 47 افغان کډوال نیولي


د افغان کمشنریټ چارواکي وایي ډیره اسماعیل خان پولیسو 47 افغان کډوال ګرفتار کړي چې پکې زنانه او ماشومان هم دي .

د ډیره اسماعیل خان ډویژن چارواکو پخلی وکړو چې دغه افغانان یې د جنوبي وزیرستان، ټانک او ډیره اسماعیل ضلعو کې په چیک پوسټونو هغه مهال ګرفتار کړي چې دوئ سره اسناد نه وؤ او په غیر قانونو توګه یې سفر کولو.

د ریجنل پولیس افسر ددفتر یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وي او ای ډيوه ته وویل نیول شوي افغانان وروسته عدالت ته وړاندې کړی شوي چې محکمې پکې دوه زنانه په ضمانت خوشې کړي او د 34 کسانو د شړلو امر یې کړی دی.

هغه وویل دغه کسان د ډیره اسماعیل خان زندان نه د صوبې مرکز پیښور ته لیږل شوي او له هغه ځایه به شړل کیږي.

مجاهد نومي تن وویل په دې نیول شوي کسانو کې د هغه دکورنۍ څلور کسان مور، ورندار، ورور او وراره شامل دي. او ورور یې مهاجر کارډ هم لري.

هغه وویل مور یې ناروغه ده او هغه علاج ته راوړل شوې وه.

د مجاهد په خبره د تیرو دوؤ میاشتو نه یې دکورنۍ غړي بندیوان دي د عدالت په پریکړه د شړلو لپاره تیره اوونۍ پیښور ته راوړل شوي خو تر اوسه د بند څخه بیرته نه دي شړل شوي.

هغه زیاته کړه مور یې ناروغه ده او د هغې په اړوند د تشویش سره مخ دي.

د افغان کمشنریټ د ډیره اسماعیل خان ډویژن استازي قاري تاج الدین ډيوه وویل دغه کسان زیاتره ناروغان وي چې په غیر فانوني طریقه علاج لپاره پاکستان ته سفرونه کوي.

هغه وویل باید د کابل واکمن طالبان د پاکستان سره له سفارتي لارې دا ستونزه هواره کړي او په پوله د ویزې ورکولو سره دې سیکورټي انتظام سخت کړي.

په پیښور کې وتلی وکیل او د بشري چارو کار پوهه شهاب خټک وایي د نړیوال قانون ترمخه چې په یو ملک کې خلک د ناورین سره مخ وي نو د هغه ځائ خلک بل ملک ته په غیر قانونه ارو مرو دتګ هڅه کوي نو په نورو ملکونو کې ددوئ دنیولو اؤ زندانونو ته داچولو پځائ دهغوئ خبره اوریدل اؤ ستونزوه یې ورهوارؤل دبشریت تقاضې دي.

د دسمبر په میاشت کې د پاکستان د مرکزي حکومت ویاند چودهري فواد منلې وه چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په لکونو افغانان پاکستان ته اوښتي دي.

هغه ویلي وؤ د اګست له پینځلسمې وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي تر دریوؤ لکو زیات افغانان پاکستان ته ورغلي، چې په دوی کې یو لک پینځه زره تنه په ویزه ورغلي دي.

وي او ای ته هغه ویلي وؤ، کوم کسان چې له قانوني لارې پاکستان ته ورغلي د هغوئ د ویزو موده هم ختمه شوې خو لا هم په پاکستان کې دي.

هغه ویلي "پاتې نور دوه لکه [افغانان] په غیرقانوني توګه [پاکستان ته] را اوښتي او له دوئ غواړو چې په 90 ورځو کې بیرته ستانه شي ځکه چې نور په افغانستان کې بحران نه شته"

پاکستان افغانستان سره شاوخوا 2,600 کیلومیټره ګډه پوله لري او د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې لا پوله سخته کړې وه خو د اګست پر 15مه د طالبانو له راتګ سره یې په سختۍ سره هڅه وکړه چې د افغانانو د ور اوښتو مخه ونیسي.

هغه وخت د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق ویلي وؤ، که په غیرقانوني توګه ورغلي افغانان په څه مجرمانه کارونو کې لاس ونه لري حکومت یې په زور د دوئ د شړلو هیڅ پلان نه لري.

د ستمبر په 17مه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فيليپو ګرانډي په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وینا پرمهال ويلي وؤ د پاکستان حکومت ته پېغام ورکوي چې ښايي په دغو خلکو کې ځينې ځانګړي ضرورتونه لري او که دا خلک بيرته لېږل کيږي د چا سره چې پوره اسناد نه وي کېدای شي دوئ د خطر سره مخ وي او په دوئ کې لږکۍ وي.

هغه وويلي وؤ د کډوالو ځانګړي کېسونه وي په ځانګړي ډول خونديتوب ته اړتيا لري هغه د پاکستان حکومت ته خواست کوي چې په بشري بنيادونو دغه مسلې واوري او هوارې يې کړي.

د ملک وزیراعظم عمران خان واکمنۍ ته له رسېدو وروسته په پاکستان کې میشته بهرنیانو ته دشهریت ورکولو ژمنه کړې وه چې زیاته ستاینه یې شوې وه خو تر اوسه دا ژمنه نه ده عملي کړی شوې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG