لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک،پاکستان کې سیاسي هلې ځلې اوج ته رسېدلي


په پاکستان کې دمخالفو سیاسي ګوندونو له اړخه د وزیراعظم په ضد قامي‌ اسمبلۍ کې د بې باورۍ دتحریک جمع کولو ورسته په پایه تخت اسلام اباد او د هیواد په نورو لویو ښارونو کې د حکومت او مخالفو ګوندونو له اړخه سیاسې او اتحادې مشرانو سره لیدنې روانې دي-

خو په عین حال کې وزیراعظم عمران خان هم په کراچۍ کې دخپلې اتحادي ډلې متحده قومې مومنټ سره لیدل کړې دي-

کراچې کې د یوې جلسې ته وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي، ایم کیو ایم ورته ویلې چې دبې باورۍ تحریک کې د رایې ورکولو پسر ورته د ۲۰ کروړو روپو وړاندیز ورته شوی دی-

هغه زیاته کړه چې دبې باورۍ تحریک به ناکامه شي خو ددې د ناکامۍ وروسته به اصف علي زرداري، نواز شریف او مولانا فضل الرحمان ځوک هم نه پریږدي-

وزیر اعظم ویلي دمخالفینو په ضد جګړه یوازې د عمران خان نه بلکې د ټول قام ده او د ټول قام څخه یې خواست وکړو چې "دپاکستان هر وګړي ته پکاردي چې په ګډه دغه غله جیلونو ته ولیږو"

وزیراعظم تیره اوونۍ په لاهور کې د اتحادي ډلې مسلم لیګ ق د مشرانو سره هم لیدلې وؤ-

بل پلو ته د مسلم لیګ مشر شهباز شریف د جماعت اسلامې د مشر سراج الحق سره لیدلي دي-

د لیدنې وروسته د مطبوعاتو سره خبرو کې شهباز شریف وویل ټوله قام غواړي چې اوسنی حکومت لرې کړی شي-

"مونږ هڅې کوو چې په ائینې توګه حکومت لرې کړو، او بیا د شفاف ټاکنو د لارې بیرته حکومت جوړ کړی شي"

په دې موقعه د جماعت اسلامي مشر سراج الحق وویل د ګوند د سلا وروسته به د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ دتحریک په اړه پریکړه کوي خو دا خبره باوري کول پکار ده چې راتلونکې ټاکنې باید شفاف وي-

تیره ورځ مخالفو کوندونو د وزیراعظم په ضد دبې باورۍ دتحریک قامي اسمبلۍ کې له جمع کولو وروسته یوې خبري غونډې ته د وینا په مهال دعوې کړې وې چې د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ تحریک کې به بریالي کیږي ولې چې د عمران خان څخه خپل ملګري هم بیزاره دي-

خو وزیراعظم او حکومتي مشران د مخالفو ګوندونو دغه دعوې بې ځایه بلي او وایي چې پارلیمان کې اکثریت غړي د وزیراعظم عمران خان ملګرې دي او د بې باورۍ تحریک به ناکامه کیږي-

وزیراعظم دا هم تور لګوي چې دده په ضد د بې باورۍ دتحریک مخې ته په راوړلو کې د مخالفو ګوندونو تر شا ګڼ شمیر بهرني لاسونه هم ولاړ دي-

دپاکستان د ایین د ارټیکل ۹۵ لاندې د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ تحریک قامئ اسمبلۍ کې جمع کیدای شي-

د قامي اسمبلۍ اسپیکر به دقامي اسمبلۍ غونډه رابلي او پر دغه تحریک به په اووه ورځو کې ووټنګ کول وي که چرې قامي اسمبلۍ کې اکثریت د بې باورۍ تحریک منظور کړي نو وزیراعظم به خپله چوکۍ پریږدي-

د پاکستان قامي اسمبلۍ ۳۴۲ غړو کې دا وخت قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ۱۵۵ غړې دي او ورته د اتحادیانو پشمول د ۱۷۸ غړو ملاتړ ترلاسه دی-

بل پلو ته مخالف ګوندونه چې قامي اسمبلۍ کې ۱۶۲ غړې لري او د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ تحریک د کامیابۍ د پاره ۱۷۲ ووټونه ته اړتیا لري-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG