لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتنو په ستونزو دپښتونخوا ملي عوامي ګوند کېدونکې جرګې نه څېړونکي څه هېلې لري؟


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران وايي سبا د جمعې په ورځ (11 مارچ) د بنو په میراخېل کې قامي جرګه کوي چې پکې به د زرګونو په شمیر کسان ګډون کوي او د جرګې ټول انتظامات سرته رسول شوي دي.

دګوند مرکزي مرستیال مشر عبد الرحیم زیارتوال وایي دا درې ورځنۍ جرګه ده چې د دوئ د ګوند په کوربتوب راغوښتل شوې او دې کې به قامي مشران، پوهان، سیاست مداران قوم ته په ورپیښو ستونزو ویناګانې کوي.


وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلی مندوخیل وایي د جرګې ټول انتظامات برابر کړل شوي او د بنو په نورنګ روډ میراخېل سیمه کې د لوبو په میدان کې به سبا پېښتنو ته په ورپېښو کشالو ګرد مشران اؤ پوهان راټولیږي.

هغه وویل په زرګونه خلکو ته بلنه ورکړل شوې او ممکنه ده پینځه نه شپږ زره کسان به دغه جرګه کې ګډون وکړي.

د زیارتوال په خبره انتظامیې نه دجرګې لپاره اجازه اخستل شوې خو دوئ په خپله هم د امنیت انتظام هم برابر کړی دی.

دجرګې رابللو اعلان پښتونخوا ملي عوامي ګوند د فرورۍ په 21مه کړی ؤ اؤ ويلي یې وؤ چې دې جرګه کې به پښتنو ته په ورپېښو مسلو ،دافغانستان په صورتحال او ورسره په نورو مهمو ستونزو خبرې اؤ غور کولی شي.

د جرګې په بلنليک کې ويل شوي دغه جرګه به د مارچ د میاشتې په 11، 12 او 13 نېټه د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې کولی شي.

د يادې جرګې په بلنه کې ویل شوي، "چې د تيرو څلورو لسيزو نه په افغان خاوره تپلې شوې جګړې زمونږ (پښتنو) په سيمې او په ځانګړي ډول په پښتونخوا وطن ژورې اغېزې وکړې او په نتيجه کې يې زمونږ په خلکو د ترهګرۍ په نوم يو نا اعلانه شوی جنګ مسلط شو"

په بلنه کې زياته شوې، "په زرګونو خلک (پښتانه) وژل شوي، په لکونو بې کوره شوي، بازارونه او کورونه وران شوي، د کربونو روپو زيانونه يې شوي، دماورا عدالت قتلونو سلسله دوام لري، په زرګونو خلک بې درکه او بې کوره دي، پښتون افغان په دروغجنه پروپېګنډا نړۍ ته ترهګر او انستهاپسند معرفي کيږي"

دګوند وینا ده چې ددې ترڅنګ "د پښتنو په بېش بها وسايلو د قبضې په نتيجه کې پښتانه د تعلیم او صحت د بنيادي اسانتياو نه محرومه دي. سياسي هدفي وژنې، او په سیند او پنجاب کې پښتانه د سر، مال او عزت د عدم تحفظ سره مخ دي"

یاد ګوند پخپله بلنه کې وایي "په افغانستان کې د مسلط شوې جګړې په نتیجه کې جوړ شوي صورتحال او بوګنوونکي انساني بحران او نورو اړونده مشکلاتو باندې به په جرګه کې بحثونه کيږي"

د بنو کالج د انګریزۍ پروفیسر اسحاق وزیر وايي بنو یو تاريخي، سیاسي او جغرافي اهمیت لري. او د پښتنو د قامي سیاست مرکز بلل کیږي.


وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل بنو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې دمیشتو پښتنو منځنۍ سیمه ده او له دغه ځایه کابل هم د پیښور نه په لنډه فاصله کې دی.

د پروفیسر په خبره د فقیر ایپي د ازادۍ او د پښتنو مترقي لیکوالو تحریکونه د دغه ځاي نه جوړ شوي او په کال 1947 کې د پښتونستان قرارد هم بنو کې پاس شوی ؤ هم دغه وجه ده چې کله د قام خبره کیږي نو د زیاتو خلکو سترګې بنو ته وي.

هغه وویل د دغه علاقو خلک چې د خپلو حقوقو نه ناخبر دي او زیات تندروې او پوځي عملیاتو سره مخامخ پاتي شوي د جرګې د لارې به سیاسي او شعوري پوهاوی ترلاسه کړي. چې هم یوه لویه لاس ته راوړنه ده.

د باچا خان پوهنتون د سوشیالوجي پروفیسر حیات یوسفزی وایي پخوا هم داسې جرګې شوې او پښتنو ته چې کله هم ستونزې ورپیښې شوي دوی د جرګو د لارې هوارې کړې دي.

هغه وویل اوس پښتانه په ملکي او په نړیواله کچه د ناامنۍ او پخپلو وسیلو د واک نه لرلو تر څنګ د یو شمیر نورو ستونزو سره مخ دي. خو په وسایلو د واک ترلاسه کولو لپاره او د ناامنۍ پرضد ټول قام په یو اتفاق نه دی.

وي او ای ته هغه وویل دا یو ښه عمل دی چې د قام د ګټو لپاره د قام مشران جرګه کیږي او ددغه جرګې له لارې به قام ته دورپيښو ستونزو هواری لټوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قامي جرګې نه وړاندې د کال 2020 په لسم مارچ د عوامي نېشنل ګوند له خوا د پېښور په باچا خان مرکز کې "پښتون قامي جرګه" شوې وه چې پکې پښتنو ته په ور پېښو سیاسي،‌ اقتصادي، تعلیمي او نورو ستونزو خبرې شوې وې او د حل لپاره یې د21 مادو ګډه اعلامیه خپره شوې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG