لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزی: په جرګه کې به پښتنو ته په ورپېښو ستونزو بحث کيږي


پښتون قامي جرګه بنو
پښتون قامي جرګه بنو

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، په بنو کې پېل شوې درې ورځنۍ (پښتون قامي جرګه بنو) کې به پښتنو ته په ورپېښو ستونزو بحث کيږي.

د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب دغه درې ورځنۍ (پښتون قامي جرګه) نن د جمعې په ورځ (11 مارچ) د خېبرپښتونخوا په بنو کې پېل شوه.

جرګې ته په وېنا کې محمود خان اڅکزي وویل، په دې جرګه کې به په ستونزو مجلس کيږي، مسيد سړی، وزير، افريدی،د سوات خلک، ستونزې به کېږدي دې قام ته، چې زمونږ په قام څه تېر شو.

نوموړي زياته کړه 1200 تنه پښتانه مشران په هدف کړی شوي وژل شوي دي، په جرګو کې بمونه خلاص شو، دا جرګه دې له راغوښتی شوې چې ستونزې پکې بيان کړی شي.

هغه وویل، دې جرګې ته عالمان پروفېسران او پوهان راغوښتل شوي دي هغه به بحثونه کوي.

ښاغلي اڅکزي وويل، دا سوال دا جرګه ږدي چې ولې د جنت غوندې ښايسته وطن د دنيا د نعمتو ډک وطن ، ولې پکې مونږ د ستونزو سره مخ يو، پښتنو دوبۍ، سعودي عرب، پاکستان او کراچۍ جوړه کړه.

پښتون قامي جرګه بنو
پښتون قامي جرګه بنو

نوموړي زياته کړه دوی يواځې کوربانه دي، دلته به مخالفه خبرې هم کيږي خو خوا به نه بدوو، مونږ په سياسي پارټيانو هم د ملاتړ غږ کوو.

هغه وويل بايد دې جرګې ته دې داسې بڼه ورکړل شي لکه د افغانستان لويه جرګه، څوک به يې غړي جوړيږي په دې به خبره کيږي په کال کې به يو ځل کښېنو د پښتنو په ستونزو پکې خبرې کيږي.

د پښتونخوا ملي پارټۍ مشر وويل، دې جرګې ته ګوجر راغلي، د ګلګت خلک راغلي دي، او زمونږ په وطن کې چې زمونږ سره هر څوک اوسي هغه زمونږ وروڼه دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي دې قامي جرګې د سبي (سېوۍ) د مېدانونو څخه د چترال پورې ټولو پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړی شوې، او پښتانه چې په هر سياسي ګوند کې دي هغوی رابلل شوي چې راشي او د پښتنو په ستونزو خبرې وکړي او د حل لاره يې راولټوي.

د پښتنو قامي جرګې ښځې هم په ګڼ شمېر کې راغلي دي.

پښتون قامي جرګه بنو
پښتون قامي جرګه بنو

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG