لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:دثناء په نوم نڅا ګره د وسله والو برید کې وژل شوې ده


پولیس وایي په پېښور کې دثناء په نوم یوه نڅا ګره دنامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوې اؤ برید کوونکي له برید وروسته تښتېدلي دي.

دجمعې په ورځ دپېښور دشاه پور پولیس تاڼې یو چارواکي فیصل وي او ای ای ډیوه ته ویلي چې ثناء نومې دغه پیغله دپېښور په کاکاخیل ټاؤن سیمه کې میشت وه اؤ اوړمه ورځ دوه وسله وال دهغوئ کور ته ورغلي اؤ ډزې یې پرې کړي دي.

پولیس وایي په ډزو کې وړومبی ثناء سخته ژوبله شوې وه اؤ وروسته یې هسپتال ته د وړلو په مهال ساه ورکړې ده.

دپولیسو وینا ده چې د۲۵کلنې ثناء د پلار محمد داود په وینا یې ددې پېښې مقدمه دنامعلومو کسانو په ضد درج کړې ده خو وایي دهغې پلار په هیچا دخپلې لور د وژنې دعوه نه ده کړې .

یو شمیر محلي یا سیمه ییزو ورځپاڼو پخپلو رپورټونو کې داسې دعوې هم کړې ده چې وژل شوې پیغلې ثناء نڅا کوله اؤ دتیرې څه مودې راهسې خپل میړه سره دتاؤ تریخوالي له امله دپلار په کور ناسته وه.

پولیس وایي دپېښې پلټنې یې پیل کړي دي خو لا ورته معلومه نه ده چې هغه چا وژلې ده اؤ په پلټنو کې به زر وژونکي معلوم اؤ دقانون منګولو ته وسپاري.

تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا کې په بیلابیلو وختونو کې یو شمیر ښځینه نڅا ګرې،سندرغاړې اؤ ایکټرانې دمعلومو اؤ نامعلومو کسانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

دخیبر پښتونخوا دسوات سیمې سره تړاؤ لرونکې یوه نڅا ګره دنوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته وایي تراوسه چې څومره نڅاه ګرې ،سندرغاړې یا هنرمندانې دلته وژل شوي په هغې کې د یوې هنرمندې قاتل ته هم سزا نه ده ورکړل شوې.

هغه وایي دسزا نه موندلو له امله دهنرمندو پیغلو وژنه اوس دلته د مرغۍ د وژنې نه هم اسانه شوې ده اؤ هرڅوک ډاډه دي چې هنرمندانې که ووژني نو دتپوس یې څوک نه وي.

پېښور کې میشت خبریال ناصر داوړ وایي هنرمندان د ټولنې تر ټولو بې ازاره اؤ بې وسه طبقه ده ځکه دوئ هرڅوک وژني،تشدد پرې کوي اؤ ځوروي یې.

ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ وایي په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې ګڼ شمیر نڅا ګرې،دفلمونو اؤ ډرامو ایکټرانې اؤ سندرغاړې وژل شوي اؤ په دغو زیاتره وژنو کې ککړو کسانو بیا دمخ مروت اؤ پیسو په زور ځان دقانون له منګولو ژغورلی دی.

دهغه په وینا "دفنکارانو ترشا څوک وي، خو یو زوره ور راپاڅي، ډز ترې وباسي، اؤ بیا دپیسو په زور د وژل شوي فنکارې دکورنۍ سره راضي نامه وکړي اؤ ځان دعدالت نه بري کړي"

هغه وایي ترڅو چې په داسې پېښو کې ریاست پخپله مدعي نه وي جوړ شوی نو دهنرمندانو اؤ په ځانګړي ډول دښځو په ضد به د وژنو اؤ تاؤ تریخوالي دا لړۍ همداسې دوامداره وي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG