لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچین جوړې جنګي الوتکې دپاکستان هوایي ځواک کې ورګډې شوې،خو څېړونکي یې په توان باوري نه دي


دپاکستان وزير اعظم عمران خان وايي د چين لخوا دجوړو جی ١٠ سي جنګي الوتکو پاکستاني هوايي ځواک کې د ورګډیدو سره دهيواد دفاعي نظام نور هم پیاوړی شوی دى.

رپوټونه وايي پاکستان دا الوتکې د هند لخوا د فرانس نه داخستل شوؤ رافيل نومې جنګي الوتکو په سيالۍ کې اخستې دي .

څيړونکي وايي د بهرني تیري دګواښونو نه زيات دا وخت د پاکستان سلامتيا د کورنيو ګواښونو سره مخ ده چي لویې سوب یې بې وزلي ده او پکار ده چې د پاکستان رياست ددغه جنګي الوتکو پیسې د غريب ولس په تعليم او روغتیا مصرف کړې وې.

پاکستان کې وړاندې نه حکومت مخالفه سياستمدران دچين دجوړو دغو جنګي الوتکو په صلاحيتونو پوښتنې راپورته کوي.

د جمعې په ورځ کامره کې د چين دجوړو جنګي الوتکو د پاکستان هوايي ځواک کې د شاميلدو په موقعه وزير اعظم عمران خان وويل څلويښت کاله وړاندې د امريکا ايف ١٦ الوتکو ترلاسه کیدل پاکستان لپاره د خوشحالۍ خبره وه او نن بيا لويه موقعه ده چې چپنايي جنګي الوتکې د پاکستان د هوايي ځواکونو برخه جوړيږي.

وزير اعظم وويل پاکستان د خپلې دفاع بشپړ توان لري او دوه کاله وړاندې د هند لخوا په بالا کوټ حملې ته ته دپاکستان ځواب ټولې نړۍ لیدلی ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان يو ځل بيا په هند د خپلو فضايي حدونو د سرغړونې تور لګولى او په اړه یې خارجه دفتر هم د جمعې په ورځ اسلام اباد کې هندي سفارتخانې ته احتجاج کړى دى.

هندي چارواکي هم وخت په وخت په پاکستان خپل هیواد کې د اړي ګړي او ترهګرۍ تورونه لګوي.

د پاکستان دسرکاري ميډيا ترمخه په عصري الاتو د اډاڼه جی ١٠ سي نومي چينايي جنګي الوتکو سره به د پاکستان دفاعي توان لوړیږي خو مطبوعاتي رپوټونه وايي دا چينايي الوتکې د فرانس لخوا دجوړو رافيل نومي الوتکو په څېر صلاحيتونه نه لري.

څېړونکي وايي دهند لخوا د رافيل الوتکو اخستو په سيالۍ کې پاکستان چې کومې چپنايي الوتکې اخستې دي د هغې کارکردګې لا تر اوسه کومه جګړه کې مخې ته نه ده راغلې خو ددې په پرتله افغانستان ،ليبيا، شام او مالي کې د رافيل الوتکو د کاميابو عملياتو پخلى شوى دی.

رپوټونه زياتوي پاکستان د چين نه ٢٥ الوتکې اخستې دي او د يو جی ١٠ سي الوتکې نرخ ٣٥ ملينه ډالر دی.

پروسکال د دسمبر مياشت کې دغه دفاعي سودا باندې د مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند دسينيټ غړي ډاکټر افنان الله هم پوښتنې راولاړې کړې وې.

افنان الله خپل يو ټويټ کې ويلي وؤ هغه نه ګڼي چې چپنايي الوتکې د رافيل سيالي کولى شي او د افنان الله په خبره پکار وه چې د پاکستان حکومت دغه رقم دj f 17 نومې جنګي الوتکو په صلاحيتونو زياتولو لګولی وی.

ددفاعي چارو څيړونکی ډاکټر عبدالحميد نيئر نظر لري چې د يو څو جنګي الوتکو د راتلو سره دفاعي صلاحيتونه نه زياتيږي او دى ګڼي چې باید په دې الوتکو مصرف شوی رقم د پاکستان په غريب ولس لګول شوی وی.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل په دې وروستیو کې دترهګرۍ پيښو کې راغلی زياتوالى په ډاګه کوي چې د بيرونې جارحيت پځائ پاکستان د کـور دننه دسلامتياد سختو ګواښونو سره مخ دى او پکار ده چې دفاعي ادارې دې ته زياته پام لرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه که په جنګي الوتکو مصرفیدونکی لویې رقم پاکستان کې د خلکو په تعليم صحت اؤ دغربت مخنيوي لپاره کارول کيدای نو دترهګرو په پیدا کیدو او دترهګرۍ پيښو کې کمی راتلى شو.

د پاکستان حکومت سږ کال دفاعي بجټ کې ٦ فيصدي زياتوالى سره ددفاعي بجټ حجم ١٠٣٧ کربه ته رسولى دى چې د ټولو حکومتي لګښتونو ١٦ فيصدي جوړيږي.

پاکستان په صحت او تعليم د يادو څانګو لپاره ټاکل شوي هدف نه ډير کم رقم لګوي او مرکزي حکومت سږ کال بجټ کې دترقياتي پروژو لپاره ټاکل شوؤ ٩٠٠ اربه روپو کې ٢٠٠ اربه کمى هم کړى دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG