لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مردان کې د فشار وروسته د جینکو په لوبو بندېز لگول شوی


د خېبر پښتونخوا په مردان ښار کې په ښکارہ مېدانونو کې د ښځو یا جینکو د لوبو پرضد د مذھبي ډلو د احتجاجونو وروسته بندېز لگولشوی دی.

په مردان کې درې ورځنۍ لوبې په مردان سپورټس کمپلیکس کې د ضلعې د لوبو محکمې راجوړ‎ې کړ‎ې وې.

د ضلعې د لوبو محکمې د مذھبي ډلو سرہ لوظنامه کړ‎ې دہ چې په ضلع کې به په ښکارہ مېدانونو کې د ښځو لوبې نه شي کولی او پهدیوال دننه کېدونکو لوبو کې به د عملې نه علاوہ سړ‎و ته د ورتگ اجازہ نه وي.

یادہ لوظنامه وي او اې ډیوہ ته ترلاسه شوې دہ.

د مردان مرستیال کمشنر حبیب الله عارف وي او اې ډیوہ ته ویلي د څو کسانو په فشار دغه لوظنامه شوې خو دوی یې پلټنې کوي او ددغو فشار اچوونکو پرضد به قانوني گام اخستلی شي.

یادې لوبې د یوې ورځې کېدو وروسته پرون فلد جمعې په ورځ (11مارچ) ودرول شوي دي، چې پکې د 21 کالو نه د کم عمر جینکو د کرکټلوبې کولې.

په ټولنیزو رسنیو خپرہ شوې ويډیو کې یو تن د سپورټس کمپلیکس سپرنټنډنټ نور الاحد ته وایي چې په دغه ځای یو تبلیغي مرکز وو اوکه دا لوبې ونه درول شوې بیا به دغلته مرکز جوړ‎ کړ‎ي. او له دغې وروسته بیا دا لوظنامه شوې دہ.

د ښځو د حقونو دپارہ کار کوونکې نادیه بي بي وایي، د مودو راھسې د ښځو سرہ د جنس په بنیاد توپیري چلند کيږ‎ي

ھغه وایي د پاکستان ایین او قانون کې د ښځو په لوبو کوم بندېز نشته، دا ډېرہ د افسوس خبرہ دہ چې د ابادۍ نیمه برخه د خپلو حقونوڅخه محرومه کولی شي او دا په ټولنه کې د مذھبي تندروۍ عکاسي کوي باید چې د دې مخنیوی وشي.

په مردان کې دغه کار په داسې حال کې شوی چې روانه میاشت په ملک په اتم مارچ د ښځو د حقونو دپارہ د ښځو ورځ نمانځل شوې اوپه خېبرپښتونخوا کې فعالو ښځو ویلي وو، دوی د حالاتو او گواښونو له کبله نه شي کولی چې په ازادہ دغه ورځ ونمانځي.

په اووم مارچ په مردان کې د کار کوونکو ښځو د سیمینار پرضد مذھبي ډلو او تجارانو احتجاجونه کړ‎ي او دغه کار ته یې په ټولنه کې دبې حیایۍ نوم ورکړ‎ی وو. او دغه سیمینار ھم بیا انتظامیې د فشار له امله ودرولی وو.

XS
SM
MD
LG