لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې سیاسي تاؤ تریخوالی دګوندونو ترمنځ دجګړې تر خطر رسیدلی


څيړونکي وایي پاکستان کې د وزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ د تحريک جمع کولو سره سياسي تاؤ تريخوالی زيات شوی دی۔

عمران خان تېره ورځ په دير کې یوې ولسي جلسې ته د وینا په مهال ويلي دبې باورۍ دتحريک لپاره د راېي اچولو نه يوه ورځ وړاندې يې د اسلام ډي چوک ته دخبل ګوند خلک راغوښتي دي،

دمخالفه سياسي ګوندونو غړي وایي چې عمران خان د خپل ګوند پلويان راغواړي دوئ هم په دې خبره غور کوي چې خپلو پلويانو ته د اسلام اباد ډي چوک ته په هغه ورځ د راتلو ووايي۔

عمران خان د خېبر پښتونخوا دير ضلعه کې يوې جلسې ته خپله وېنا کې ويلي" د بې باورۍ د راېي اچولو په ورځ د اسلام اباد ډي چوک ته خپل پلويان ځکه راغواړم چي دوئ ته وښايم چې زمونږ قوم لا ژوندی دی او زمونږ قوم امربالمعروف باندې ولاړ دی"

هغه مخالفه ګوندونو ته په اشاره وويل چې په شل شل کروړه د خلکو د ضمير اخستو کومه سوده کوي، دې ته به يې نه پريږدي.

په دير کې د جلسې وروسته د خېبر پښتونخوا الېکشن کمېشن وزير اعظم عمران خان، وزيراعلا محمود خان او جلسه کې ګډون کوونکو نورو وفاقي او صوبایي وزيرانو ته نوټسونه جاري کړي .

الیکشن کمیشن وایي چې ددیر جلسه کې دمرکزي اؤ صوبایي وزیرانو ګډون سره د الېکشن کمېشن لخوا د بلدياتي ټاکنو لپاره دټاکل شوؤ قاعدو اؤ ضابطو څخه سرغړونه شوې ده .

الیکشن کمیشن په څوارلسم مارچ وزیراعظم اؤ ددیر جلسه کې برخه لرونکو نورو مرکزي اؤ صوبایي وزیرانو ته دکمیشن په وړاندې د پیش کیدو وینا کړې ده.

حکومت مخالفه ګوندونو لا تر دې دمه دبې باورۍ په تحریک د رائیو ورکولو په ورځ داسلام اباد ډي چوک ته دخپلو پلویانو راغوښتو کومه غوڅه پريکړه نه ده کړي، خو د پي ډي ايم دمشر مولانه فضل الرحمان د ګوند جمعیت علماء اسلام يو وياند جليل جان ډيوه ته وويل د عمران خان د اعلان روستو دوئ هم صلاح مشوري کوي چې په دغه ورځ دخپلو پلويانو د راغوښتو يا نه راغوښتو پريکړه وکړي۔

جليل جان وويل وويل د مخالفه ګوندونو د پلويانو يو بل ته دمخامخ کيدو سره اشتعال زياتېدای شي او په دې خبره يي عمران خان تورن کړو چې د پارليمان خبره سړکونو ته راويستل غواړي،

د چارشنبې په ورځ ماسخوتن د اسلام اباد پولیسو د پارلیمان سره نزدې پارلیمنټ لاجز څخه د جمعیت علماء اسلام د ذیلي تنظیم انصارالاسلام اتلس غړي نیولي وؤ او د پارلیمان پر ځینو غړو یې تشدد هم کړی ؤ، چې د مولانا فضل الرحمان له خوا په ټول هیواد کې د احتجاج کولو د دړکو وروسته بیرته خوشي کړی شوي دي.

په اسلام اباد کي خبريال عبدالله مومند وایي د سياسي ګوندونو ترمينځه وضعه د وړاندې نه د تاو تريخوالې ښکار ده او که چرته د حکومتي او مخالفه ګوندونو پلويان په اسلام اباد کې په دغه ورځ يو بل ته مخامخ شي نو د جګړې خطر موجود دی،

د زیارت په ورځ پارلیمنټ لاجز کې د جمعیت علماء اسلام د غړو سره له تاوترخوالي وروسته حکومت اعلان کړی دی چې د بې باورۍ تحریک په اړه د رایو اچولو په ورځ به رینجرز او ملېشا ځواک د پارلمان په امنیت ساتلو ګمارل کېږي.

د کورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید په اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل قانون په لاس کې اخیستونکي څوک به هم نه پریږدي.

دهغه په خبره "پریکړه شوې ده چې د بې باورۍ په تحریک درایو ورکولو په ورځ به د پارلیمان د ودانۍ، د پارلیماني غړو دکورونو یا ایم این ای لاجز او زوړ ایم این ای هاوس د حفاظت د پاره به رینجرز او ایف سي ځای پر ځای کړی شي"

څيړونکي نظر لري چې د سياسي ګوندونو غړي به هم په دغه ورځ ډي چوک ته پرې نه ښودل شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG