لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تذکره افغانستان ته په اوښتو بندیز افغانان دسختو ستونزو سره مخ کړي


په تورخم پوله د پاکستان حکومت بغير د پاسپورټ او ويزې افغانستان ته په تګ راتګ بنديز لګولی دی او په پوله د افغان تذکرو يا پاکستاني شناختي کارډونو دتصديق دفتر يوه اوونۍ وړاندې تړل شوی دی.

د نوې پاليسې وروسته په تورخم پوله ګڼ شمير هغه افغان وګړې چې لويه شميره پکې دمريضانو وي،له ډيرو ستونزو سره مخ دي او بيرته د تلو اجازه ورته نه ورکول کيږې.

تر دې وړاندې به دپاکستان حکومت په مهاجر کارډ او افغان تذکره مريضانو او بغير د اسنادو کسانو ته افغانستان ته د تګ اجازه ورکوله۔

د خيبر ضلعې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته تايد کړې ده چې په دې لړ کې د مرکزي حکومت له لورې باقاعده اعلاميه خپره شوې ده او په تورخم پوله د ضلعي انتظامیې لخوا بينري هم لګول شوې دي.

په دغو بینرو لیکل شوي چې په تذکره افغانستان ته په تګ بشپړ بنديز لګول شوی دی او هيڅ څوک دې په تذکره افغانستان ته تګ لپاره تورخم ته د راتګ زخمت نه کوي۔

حبيب ګل چې په خپله ناروغه دی او د ننګرهار سره تعلق لري وي او ای ډېوه ته واېي د تيرو دوؤ ورځو راهسې په تورخم پوله موجود دی، افغان تذکره او مهاجر کارډ لري خو افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکول کيږې .

هغه وایي دده په څېر نور ډير ناروغان او د زيات عمر کسان ډېر په تکليف کې دي اؤ په پوله داوښتو لپاره انتظار باسي۔

"زه پخله مريض يم، مهاجر کارډ راسره هم شته او تذکره هم لرم خو نه مې پريږدي، زما د ورور سره تذکره او پاسپورټ هم شته خو ويزه نه لرې نو بس دغه کې ګير يو ،دوه دري ورځې وشوې، يقين وکړئ کله راته هوټل کې ډوډې ميلاو نه شې موږ ډېر په مشکل کې يو‘‘

د تيرو شپږ کالو راهسې د نوې پاليسې وړاندې به افغان وګړي افغانستان ته د تورخم د لارې په تذکره او مهاجر کارډ اوښتی شول .

دغه راز دخېبر ضلعې لنډې کوتل تحصېل د شینوارې قبيلې خلکو ته به هم په شناختې کارډ د تګ راتګ اجازه وه خو نژدې څلور مياشتې وړاندې په دغه مقامي خلکو او په وړه کچه کاروبار کوونکو ځایي خلکو هم بنديز لګول شوی دی.

ځایي خلک وایي د حکومت دنوې پالیسې له امله دوئ د کړمو سره مخ دي ځکه د پولې دواړو خواؤ ته خپل خپلوان لرې او روانو حالاتو کې په غم ښادۍ کې د ستونزو سره مخ دي۔

يار محمد د پيښور بورډ بازار کې افغان دوکاندار دی، وایي د پاکستان دحکومت نوې پالېسۍ افغان وګړي د تشويش سره مخ کړي دي.

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي د افغانستان روان وضيعت کې پاسپورټ جوړول يا د پاکستان ويزه ترلاسه کول ډېر ګران کار دی بايد دپاکستان حکومت بې وسه افغان ولس ته اساني پيدا کړي نه چې مشکلات۔

‘‘پاکستان خو زموږ ګاونډې اسلامې هيواد دی نو دوئ زموږ سره دومره سختي او مشکلات کوي بارډر یې راته دومره سخت کړی دی چې مريضان راته نه پريږدي نو موږ چرته لاړ شو؟ په مخکیني حکومت کې موږ ته اساني سېوا وه خو کله نه چې د طالبانو حکومت راغلی دی په تورخم موږ ته مسلې ډيرې سيوا شويدې‘‘

په تورخم کې به د قامې اسنادو اداري نادرا او دضلعي انتظامیې شريک دفتر د پاکستان او افغانستان ترمينځ د کډوالوپه مهاجر کارډ (پي او ار) او په تذکره دواړو هيوادونو ترمينځ د تګ راتګ تصديق کولو او دپاکستان حکومت به بغير د ويزې مريضانو، ښځو او ماشومانو ته اجازه ورکوله خو دنوې پالیسۍ لاندي هر افغان وګړي دپاره ويزه او پاسپورټ لرل لازمي ګرځول شوي دي۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG