لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان په حکومتي ګامونو اختلاف،ایا ایي ایم ایف به پاکستان ته نورې پیسې ورکړي؟


مطبوعاتي رپورټونه وايي چې په دې وروستیو کې دپاکستان د وزير اعظم عمران خان له خوا د اعلان شوي ټېکس اېمنسټي سکيم، په بجلۍ او پټرولو د ورکړل شوؤ رعایتونو له کبله د حکومت او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف ترمنځ روانې خبرې په نامالوم لوري تللې دي.

اقتصاد پوهان وايي ترڅو چې د حکومت پرضد روان سياسي طوفان نه وي تم شوی نو د ايي ایم ایف لخوا به د شپږ بيلېنه ډالرو د پور پروګرام لاندې حکومت ته اووم قسط ترلاسه کېدل ناشونی وي.

ورځپاڼه ډان د يو حکومتي چارواکي له خولې لیکي چې د پاليسۍ په مهمو چارو د ځنډ له امله د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف او د پاکستان د اړونده چارواکو ترمنځ په انټرنېټي بڼه دا روانې خبرې چې پرون د جمعې په ورځ ختمېدونکي وې اوس د پاکستان د خزانې د وزارت په خواست تر ګل ورځې غځول شوې دي.

د نړیوالې مالياتي ادارې سره په دغه خبرو کې شريک يو حکومتي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې نړیوالې مالياتي ادارې په مهمو اقتصادي اصلاحاتو د حکومت د يو ګام د مخکې او يو ګام پرشا د تلو په تګلاره هم اندېښنې ښودلي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او خبريال مهتاب حېدر ډيوه ته وېلي ترڅو چې د حکومت پرضد روان سياسي طوفان تم شوی نه وي نو د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف لخوا پاکستان ته د پور اووم قسط ترلاسه کېدل به مشکل وي.

هغه وایي تر راتلونکې اوونۍ د پاکستان او ايي ایم ایف ترمنځ دمامورینو په کچه کوم تړون کېدل به ناشونی وي اؤ ترڅو چې د وزير اعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ د تحريک پرېکړه نه وي شوې دا خبرې به بريالې نه شي.

هغه وايي دملک ا اقتصاد په بد حال دی او بلخوا خلک د حکومت څخه تمه کوي چې نوره ګراني به را نه ولي.

دنوموړي په وینا که په نړيواله کچه د تېلو بېعې سېوا کېږي چې اوس لږې لاندې راغلي دي نو د پاکستان حکومت سره به ايي ایم ایف ته د تلو پرته بله لاره نه وي.

نوموړې وايي حکومت چې دا مهال کومه سياسي مهم جوى کوي او د هغې چې په اقتصاد کومې بدې اغېزې راځي نو ددې د مخنیوي لپاره هم پېسې نه لري.

واىي حکومت ګڼل چې د خپلې واکمنۍ په لمړيو دريوؤ کلونو کې به سختې اقتصادي فېصلې وکړي او په وروستیو دوو کلونو کې به ولس ته اساني ورکړي خو داسې ونه شوه.

د انګرېزې ژبې ورځپاڼې دي نيوز په دې اړه خپل خبر کې ویلي د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف چارواکو په خپلو خبرو کې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان د لوري په دې وروستیو کې د پټرولو په نرخ کې د لېټر په سر د لسو روپو او دبجلۍ په يو يونټ کې د پينځوؤ روپو په سبسډي یا رعایت ورکولو او صنعتي څانګې ته په ټېکس کې د استثنا په ورکولو سخت اعتراضونه کړي دي.

دا وخت د پاکستان اقتصادي وضعه هم خرابه ده او شمېرې وايي تجارتي خساره 32 بيلېنه ډالرو ته رسېدلې ده او اقتصاد پوهان وايي که د هېواد اقتصادي حالت هم داسې پاتې کېږي او سياسي مېدان تاوژن کېږي نو دا خساره تر 45 بيلېنه ډالرو رسېدلی شي.

پوهان وايي د حکومت سره د تجارتي خسارې د پوره کولو لپاره يوازینۍ لار د بهر څخه د راتلونکي ترسيلات زر ده او هغه هم له تېرو څو میاشتو راهسې کمېږي.

هم دا ډول شميرې ښيي چې د روان مالي کال تر لمړو اوو مېاشتو د بجټ خساره هم 11.2 بيلېنه ډالرو ته رسېدلې ده او ددې کچه يوازې د تېرې جنورۍ په میاشت کې 2.6 بيلېنه ډالر رېکارډ کړی شوې ده او څېړونکي اټکل کوي چې دا د جون میاشتې پورې تر 20 بيلېنه ډالرو رسېدلی شي او که داسې وشي نو دا به د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو زیاته بجټ خساره وي.

اسلام اباد کې د بزنس رېکارډ ورځپاڼې د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين ډيوه ته وايي که حکومت د ايي ایم ایف شرطونه مني، د بجلۍ او پټرولو په نرخونو کې ورکړی شوي رعایتونه بېرته اخلي نو دې سره به حکومت ته د نورو مالياتي نړیوالو ادارو څخه پورونه اخستل اسان شي خو که داسې نه کوي د ايي ایم ایف سره به د روان شپږ بېلنه ډالرو د پور پروګرام نه وځي.

هغه وايي دوه خبرې دي يو خو به حکومت ايي ایم ایف ته دا باور ورکوي چې د بجلۍ او پټرولیم په نرخونو کې ورکړی شوی رعایت به بېرته اخلي او چې صنعتي څانګې ته د ټېکس په مد کې د استثنا کوم د بخښنې سکيم اعلان کړی هغه به هم رانغاړي او وايي که دا نه وي نو بیا به حکومت ايي ایم ایف ته ددې متبادل پلان ورکوي.

نوموړيې وايي دا وخت چې په هېواد کې کوم سياسي حالات جوړ دي نو په داسې حال کې متبادل پلان ورکول ډېر ګران دي. حکومت په دې وخت کې نور ټېکسونه نه شي لګولی او نه بل څه داسې اقدامات پورته کولی شې چې محصولات ترې پېدا کړي.

پاکستان ته تر اوسه د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د شپږ اربه ډالرو د پور د پروګرام لاندې نيزدې 3.5 بيلېنه ډالره رقم ورکړی شوی دی.

د پور دا پروګرام چې په 39 مياشتو اډاڼه دی سږکال د ستمبر په میاشت کې به ختمېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG