لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب کې په یوه ورځ 81کسان په ډله ییزه توګه تیزندي کړل شوي


سعودي عرب د شنبې په یوه ورځ په 81کسان په ډله ییزه توګه تیزندي دي کړي دي چې په دې کې یو دشام اؤ اووه دیمن وګړي هم شامل دي.

دسعودي دکورنیو چارو وزارت وایي دا تر څو لسیزو وروسته په دغه هیواد کې په ډله ییزه توګه تر ټولو ستره تیزندي ده.

د رویټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې تر دې وړاندې پروسکال په سعودي کې 67 اؤ په کال 2020م کې 27 کسان اعدام یا تیزندي کړل شوي وؤ.

دسعودي د کورنیو چارو د وزارت په بیان کې ویل شوي چې کوم 81 کسان په یوه ورځ تېزندي کړل شوي هغوئ یا خو د وسله والو ډلو سره تړاؤ لرلو اؤ یا هم ورته دبېګناه ښځو،سړو اؤ ماشومانو د وژنې ترڅنګ بیلابیلو جرمونو کې دلاس لرنې په سر دتېزندۍ سزاګانې اورول شوې وې.

بیان کې راغلي چې په تېزندي کړل شوؤ کسانو کې هغه خلک هم شامل دي چې بهرنیو ترهګرو ډلو لکه داعش،القاعده اؤ حوثیانو سره یې بیعت کړی ؤ.

خو دبهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې دې کسانو ته تیزندي څنګه ورکړل شوې ده؟

دبیان له مخې په تیزندي کړل شوؤ کسانو کې 37 دسعودي خپل وګړي هم شامل دي چې دامنیتي چارواکو د وژنې په هڅه اؤ دپولیسو په مرکزونو دبریدونو یوه مقدمه کې پرې جرم ثابت شوی ؤ.

رویټرز خبري شبکه وایي په سعودي عرب کې په لویه کچه خلکو ته دتېزندۍ دا سزاګانې ورکول به سعودي عرب کې دبشري حقونو ریکارډ ته په داسې حال کې دنړۍ پام ور وګرځوي چې دا مهال دنړیوالو طاقتونو پام په اوکراین د روسیې دبرید لوري ته ګرځېدلی دی.

دبشري حقونو سازمانونه سعودي عرب دسیاسي اؤ مذهبي ازادۍ په څرګندونو دبندیز دقوانینو په نفاذ تورنوي اؤ دغه هیواد کې وخت په وخت دتېزندۍ په سزاګانو نیوکې کوي.

دا سازمانونه وایي چې سعودي عرب ځېنې هغه خلکو ته هم سختې سزاګانې ورکړې دي چې په ماشومتوب کې نیول شوي وؤ.

رویټرز اژانس د تېزندۍ د سزا ضد دخیریه سازمان ریپریو دمرستیالې سوریا بوونس له خولې خپل رپورټ کې وایي "د سعودي د اعدام په سزا کې د ضمیر بندیان شتون لري، او نور د ماشومانو په توګه نیول شوي یا پرې د غیرمتشدده جرمونو تورونه لګول شوي دي"

هغې زیاته کړې "موږ د استثناء دنه لرلو ددې وحشیانه نندارې وروسته د هر یو لپاره ویره لرو"

سعودي عرب د بشري حقونو د سرغړونو تورونه ردوي او وايي چې د خپلو قوانینو له لارې د خپل ملي امنیت ساتنه کوي.

د SPA په نوم دسعودي دولتي خبري اژانس ویلي، تورنو کسانو ته د څارنوالۍ یا وکیل حق ورکړل شوی او د قضايي بهیر پر مهال د سعودي د قانون له مخې د هغوی بشپړ حقوق تضمین شوي دي.

د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، دسعودي سلطنت په کال 1980م کې یو کال وروسته له هغې چې وسله والو په مکه کې لویې جومات ته ورننوتل،په یوه ورځ 63 کسان تیزندي کړي وؤ،

همداشان یې په کال2016م کې په یوه ورځ د مشهور شیعه عالم نمر النمر په ګډون ۴۷ کسان تېزندي کړي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG