لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا اؤ اروپا ته دبوتللو په غرض ابي ظهبي ته بوتلل شوي افغانان بیرته افغانستان ته ستنېږي 


په افغانستان دطالبانو د واکمنېدو سره سم ددغه هیواد نه په ګدوډۍ کې متحده عرب اماراتو ته راوستل شوي ګڼ شمیر افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي او په سلګونو افغانان په دشنبې په ورځ افغانستان ته رسېدلي.

بهرنیو هیوادونو ته د وتلو په تمه متحده عرب امارات کې ایسار افغانان وایي دوئ تر شپږو میاشتو زیاته موده ابوظهبي کې په دې انتظار شپې سبا کړې چې غربي هیوادونو ته واړول شي خو وایي داسې ونه شول اؤ اوس دوي مجبوره دي چې بیرته خپل هیواد افغانستان ته لاړ شي.

تېرکال په ۱۵م اګست چې طالبان په کابل ورننوتل ،ګڼ شمیر افغانانو چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل وؤ دکابل هوایي ډګر ته ځانونه رسولي وؤ اؤ دسفري اسنادو لرلو پرته یې غوښتل چې دخپل ژوند ژغورلو لپاره نورو هیوادونو ته سفر وکړي.

په دغو افغانانو کې یو شمیر داسې هم وؤ چې دهوایي الوتکو په وزرونو پسې نښتي وؤ اؤ دالوتکو پورته کیدو نه وروسته یې د راغورځېدو له امله خپل ژوند بایللی ؤ خو ځېنې نور پکې بیا بیلابیلو اروپایي اؤ عربي هیوادونو ته په وتلو کې بریالي شوي وؤ.

ګڼ شمیر افغانان له دغې جملې څخه متحده عرب امارات کې ابي ظبهي ته هم رسیدلي وؤ چې تر اوسه یې دغلته اروپایي هیوادونو ته د وتلو په انتظار کې شپې سبا کولې.


ابي ظهبی کې ددغو افغانانو لپاره ټاکل شوي کیمپ کې میشت یو افغان سهار حسیني وي او ای ډيوه ته وایي دې افغانانو چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، تر شپږو میاشتو زیاته موده انتظار وکړو چې غربي هېوادونو ته به بوتلل شي خو داسی ونه شوه نو اوس دوئ بیرته افغانستان په تللو مجبوره شوي دي .

سهار حسیني زیاته کړه چې د فرورې د ١٣مې نيټې نه وروسته دې افغانانو احتجاج هم پیل کړی خو نه امریکا او نه نورو هیوادونو دا دوئ سره مرسته وکړه.

هغه دا هم وویل چې په افغانستان دطالبانو د واکمن کیدو سره سم چې متحده عرب امارات ته کوم افغانان راوستل شوي وؤ هغوئ کې ګڼو خلکو سفري اسناد لرل خو یو شمیر پکې بیا داسې هم وؤ چې دسفر اسناد یې نه لرل اؤ پرته له پاسپورته دلته راوستل شوي وؤ.

په افغانستان دطالبانو له واکمنۍ وروسته دمتحده عرب امارات سر ښار ابي ظهبي نزدې څلویښتو زرو پورې افغانان بوتلل شوي وؤ چې دهغوئ څخه اوس هم نهه زره دغلته ایسار دي‌اؤ نور امریکا اؤ بیلابیلو اروپایي هیوادونو ته لیږل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عرفان بهادر

    عرفان بهادر د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د وي او اې ډیوه رېډیو د خبریال په توګه کار کوي. هغه هلته د پاکستان او افغانستان د مېشتو مسافرو د ستونځو او د عربي اماراتو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG