لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان:میدانونو کې دښځو په لوبو دبندیز پرضد ایف ایي ار درج کړل شوی دی


د خېبر پښتونخوا مردان ضلعه کې د ښځو يا جينکو په ښکاره ميدانونو کې په لوبو دبنديز په ضد ايف ایي درج کړی شوی دی.

د پاکستان دبشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري په يو ټويټ کې ويلي په مردان کې د ښځو د لوبو په مسله ايف ایي ار درج شوی او ډپټي کمېشنر ددې خبرې نوټس اخستی دی

تر دې وړاندې په مردان سپورټس کملېکس کې د ضلعې دلوبو محکمې لخوا راجوړو کړی شوؤ د ښځو د لوبو دسیالیو په ضد احتجاج شوی ؤ.

ځايې خلک وایي احتجاج د ځینو مذهبي ډلو لخوا شوی ؤ چې په سوشل ميډيا يې عکسونه او ويډيوګانې هم خپرې شوې وې۔

د مردان دشيخ ملتون تاڼې پوليسو وي او ای ډيوه ته د ايف ایي ار درج کیدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې د نامعلومه تنانو او دسوشل ميډيا دیو فعال په ضد ايف ار درج شوی چې پکې دغېر قانوني اجتماع، په عوامي خدمت کې دخنډانو راولاړولو، نافرمانۍ او مجرمانه ګواښونو دفعې لګول شوي دي.

د ښځو حقونو د پاره کارکونکې ماه نور شکيل ډيوه ته وويل دلته ښځې د ډيرو بنديزونو سره مخ دي، او بيا د سړو په څېر د لوبو د پاره بهر راوتل ورته ډير ګران وي۔

په مردان کې د دې لوبو پرانسته ځايي ضلعې انتظاميې او د لوبو د محکمې چارواکو کړې وه.

احتجاج کونکو ویلي وؤ چې د ښځو د لوبو په نوم بې حيایۍ ته وده ورکړل کيږي چې له هغې وروسته د مردان ضلعې د لوبو محکمې دمشر او احتجاج کوونکو ترمينځ په ښکاره ډول مېدان کې د لوبو نه کولو معاهده شوې وه،

ډيوه ته ترلاسه شوې دغه معاهده کې ليکل شوي چې د ښځو لوبې به په ښکاره مېدانونو کې نه کيږي او د سټاف نه علاوه به سړو ته د ورتلو اجازه نه وي۔

لوبغاړې اورين جاسمين مومند ډيوه ته وويل دلته په ښځو کي د کرکټ، والي بال، هاکۍ، او نورو لوبو ډير صلاحيتونه موجود دي خو د ټولنيزو بنديزونو له امله بيا ډيري لوبغاړي د وړاندې تګ نه محرومه پاتې شي۔

د ښځو حقونو د پاره کارکوونکي ناظره بي بي ډیوه ته وويل په پاکستان کې ښځې د ابادۍ نيمه برخه ده وړاندې په ښځو د کار او نور بنديزونه وؤ خو په دې وروستیو کې د دوئ په احتجاجونو او په لوبو هم بنديزونه زياتيږي کوم چې دمیرمنو دپرمختګ په لار کې لویې خنډ دی.

په اووم مارچ مردان کې د کارکوونکو ښځو د يو سيمينار په ضد هم مذهبي ډلو او تاجرانو احتجاجونه کړي وؤ او دغه کار ته په ټولنه کې د بې حيايۍ نوم ورکړی شوی ؤ چې وروسته دغه سيمینار هم بيا انتظاميي ودرولی ؤ۔

تر دې وړاندې په اتم مارچ د ښځو دحقونو دنړیوالې ورځې نمانځل کيدو په مهال هم په خېبر پښتونخوا کې دهیواد دنورو برخو په څېر په ښکاره کوم عورت مارچ نه ؤ شوی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG