لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبې درکه کسانو کمیشن وایي ادارو ورته دبندي 550 کسانو په اړه معلومات نه دي ورکړي


پاکستان کې د لادرکه تنانو دموندنې په اړه حکومتي کمېشن اسلام اباد هایکورټ ته په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د 8 زره اؤ 463 لادرکه شوو کسانو دريمه برخه خپلو کورونو ته ستانه شوي او د پاتې لادرکه کسانو د موندلو لپاره هلې ځلې کوي.

په عین حال کې دبلوچستان دخضدار سیمې څخه د قاید اعظم پوهنتون د لادرکه شوي زده کونکي حفيظ بلوڅ د موندنې په اړه اسلام اباد کې د بلوچ زده کوونکو احتجاجي پرلت په ديارلسمه ورځ هم دوام لري.

د رپورټ ترمخه 550 کسان د رياستي ادارو په ولکه کې دي او د کمېشن له لوري وخت په وخت د وینا باوجود کمېشن ته په لاس نه دى ورکړی شوي.

د مارچ په 11مه د لادرکه تنانو په اړه د مقدمې د اورېدنې په وخت د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله ویلي د لومړیو ثبوتونو څخه څرګندېږي چې کمېشن په خپلو ذمه وارو ترسره کولو کې پاتې راغلی دی او تش د يو ډاکخانې کردار لوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا د مختلفو سیمو نه په ګڼ شمېر کې خلک لادرکه دي او د دوئ خپل خپلوان وخت په وخت احتجاجونه کوي.

د لادرکه تنانو په اړه دحکومتي کمېشن لخوا عدالت ته په وړاندې کړی شوي رپورټ کې ويل شوي چې د مارچ کال 2011م نه تر فرورۍ 2022م پورې کمیشن ته په جبر د لادرکۍ 8 زره 463 شکاېتونه ترلاسه شوي او په هغو کې یې 6 زره 214 قضيې هوارې کړي او 2 زره 249 قضيې اوس د پلټنو لاندې دي.

رپورټ کې راغلي دي چې کمیشن د3284 لادرکه شوؤ کسانو درک لګولی او هغوئ خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

رپورټ زياتوي ددې ترڅنګ 946 کسان د قانون لاندې په حراستي مرکزونو کې قید دي او داسې 584 کسان د ترهګرۍ او فوجدارۍ مقدمو سره مخ او جېلونو کې بند دي.

اخوا وړاندې موده کې د بلوچستان د خضدار سيمې څخه دقایداعظم پوهنتوند لادرکه شوي زده کونکي حفيظ بلوڅ دموندلو لپاره په اسلام اباد کې د مطبوعاتي کلب مخې ته د بلوچ زده کوونکو احتجاجي پرلت نن په 13 ورځ هم دوام لري.

په دغه احتجاجي پرلت کې ناست د قاید اعظم پوهنتون دسياسياتو د څانګې طالب علم دل جان وي او ای ډيوه ته ویلي چې د دوئ دا احتجاج به تر هغې دوامداره وي ترڅو چې ترى تم شوی زده کوونکی حفيظ بلوڅ موندل شوی نه او داسلام اباد په ګډون د پنجاب په بیلابیلو پوهنتونونو کې د بلوچ زده کوونکو د وېرولو او په نسلي توګه دهغوئ د په نخښه کولو عمل نه وي ودرول شوی.

هغه وايي مخکې ورځو کې د بلوچ زده کوونکو سره د يووالي ښودلو لپاره د بشري حقونو مرکزي وزيره شرين مزاري کېمپ ته ورغلې وه او بلوڅ زده کونکو ته د ورپېښو ستونزو د هواري ډاډ یې هم ورکړی ؤ.

په پاکستان کې د بشري، بلوڅو او پښتنو د حقونو مبارزين د خلکو په جبر د لادرکۍ تورونه د هېواد دپوځ په استخباراتي ادارو پورې کوي؟

خو کال 2019م کې پوځ وېلي وؤ چې د لادرکه تنانو د قضيو د څېړلو لپاره یې په پوځي مرکز جي اېچ کيو کې يوه ځانګړې کميټي جوړه کړې.

پوځ دا هم وايي کېدای شي چې لادرکه تنان دبلوڅ بېلتون پاله ډلو په ليکو کې شامل شوي او نښتو کې وژل شوي وي او یا افغانستان ته اوښتي وي.

دپاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت تېر کال د خلکو په جبر د لادرکۍ عمل د جرم ګرځولو لپاره يوه قانوني مسوده هم د قامي اسمبلۍ څخه منظوره کړې وه خو اوس دا قانوني مسوده بې له کوم پرمختګه په سینیټ کې پرته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG