لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شیخ رشید:هیواد دانتشار په لوري روان دی


پاکستان کښې د مخالفو ګوندونو لخوا د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ دتحریک مخې ته له راوړلو وروسته د رامنځته شوي وضعیت په ترڅ کښې دکورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد ویلي دي چې هېواد د انتشار په لوري روان دی .

په عین حال کې دحکومت مخالفه ګوندونو دایتلاف پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان وایي اوس وخت راغلی دی چې دنړۍ دا تاثر باید ختم کړی شي چې ګنې پاکستان کې حکومتونه د ولس په رایې نه بلکې دبل "چا" په خوښه جوړبږي.

یو خبري کانفرنس ته د وینا په وخت مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ تحریک کامیابۍ ته نزدې دی.

هغه ویلي وزیراعظم عمران خان دې دا دړکې نه کوي چې ګنې په کومه ورځ د بې باورۍ په تحریک رایې ورکول کیږي په هغه ورځ به اسلام اباد ته لس لکه کسان راغونډ کړي بلکې ددې پرځائ دې اوس په پارلیمان کښې دبې باورۍ دتحریک مخې نیولو د پاره یوازې 172 غړي برابر کړي.

مولانا فضل الرحمان وایي په وزیراعظم عمران خان د ولس باور ختم شوی دی اؤ بیوروکریسي اؤ اسټبلیشمنټ ته هم نه ده پکار چې دده خبرې ومني.

دکورینو چارو وزیر شیخ رشید وایي د وزیراعظم عمران خان پرضد به د بې باورۍ تحریک کامیاب نه شي اؤ ددې په هکله به صورتحال په ورځ دوه کښې ښکاره شي .

خو شیخ رشید ددې سره سم ویلي چې پاکستان د جمهوریت پرځائ د انتشار لوري ته روان دی.

دکورینو چارو وزیر وایي تراوسه د یو مخالف سیاسي ګوند غړي نه دي نیول شوي خو دا اجازه هم نه شو ورکولی چې سیاسي ګوندونه دې خپله ملیشیا جوړه کړي اؤ که داسې کوي نو بیا به یې پرضد سخته کاروایي کیږي.

شیخ رشید د بې باورۍ دتحریک په مهال د حکومت اؤ مخالفو ګوندونو لخوا داعلان شوؤ جلسو په هکله وایي د دوئ وزارت به فیصله کوي چې دا جلسې به په ېو ځائ کښې کیږي اؤ که په بیلابیلو ځایونو کې.

د وزیراعظم عمران خان لخوا دبې باورۍ په تحریک د رایو ورکول کیدو په مهال اسلام اباد ته دخپل ګوند دلسو لکو کسانو د راټولو داعلان په اړه خبریال محمود جان بابر وایي په نړۍ کښې داسې څه مثال نشته چې د چا پرضد د بې باورۍ تحریک باندې پارلیمان کې دننه رایې ورکول کیږي اؤ هغه دې ولس ته دا وښايي چې خلک ورسره ولاړ دي .

"دمحمود جان په وینا ددې پرځائ دې عمران خان د پارلیمان دغړو اعتمادترلاسه کړي ځکه چې د پارلیمان هر ېو غړی د لکونو خلکو نمائنده وي"

دحکومت مخالف پاکستان پیپلز ګوند سینټرې شري رحمان د یو مرکزي وزیر غلام سرور خان په دې بیان سختې نیوکې کړي چې که چرې ځان وژنه حرامه نه وه نو ده به د اسلام د دښمنانو پرضد پخپله ځان مرګي برید کړی ؤ.

شیري رحمان وایي حکومت د عمران خان بچ کولو د پاره دهیواد تباه کولو ته هم تیار دی اؤ دا بیان نړۍ ته دا تاثر ورکوي چې د پاکستان حکومت هم یو تندروه حکومت دی.

بلخوا مخالفو ګوندونو د قامي اسمبلۍ د اسپیکر اسد قیصر اؤ ډپټي اسپیکر قاسم سوري پرضد هم د بې باورې دتحریک مخې ته د راوړلو پرېکړه په داسې حال کې کړې ده چې اسپیکر اسد قیصر په ښکاره ویلي دي چې وزیراعظم عمران خان سره ولاړ دی.

مخالف ګوندونه نیوکې کوي چې د قامي اسمبلۍ داسپیکر ددې وینا نه وروسته اسپیکر بې پلوه نه دی پاتې شوی.

XS
SM
MD
LG