د مخالفو ګوندونو اېتلاف لخوا وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ د پرېکړې/ عدم اعتماد تحريک په قامي اسمبلۍ کې جمع کولو پس پاکستان کې سیاسي ماحول تود شوی او حکومت فېصله کړې د دې پریکړې په اړه د رایې ورکولو نه يو ورځ وړاندې به د پارلیمان مخامخ غټه جلسه کوي.
بل لور ته مخالفه ګوندونه وایي که چرې حکومت داسې وکړل نو دوی به هم مجبوره وي چې اسلام اباد ته خپل خلک راولي او حکومت دغه جلسې له وجې هېواد کې انتشار خورول غواړي.
د بې باورۍ د پریکړې نه وړاندې د حکومتي ګوند لخوا د جلسې فېصله وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې شوې ددوي د ګوند يوه مهمه غونډه کې شوې ده چې پکې د قامياسبملۍ سپیکر اسد قیصر هم موجود وو.
مخالفو ګوندونو وړاندې نه په سپیکر دغه تور لګولی دی چې د بې باورۍ تحریک کې بې طرفه نه دی او د حکومت سره ولاړ دی او دا خبره اسد قیصر خپله هم يوې غنډې ته کړې وه چې د وزیراعظم ټائګر فورس غړی دی.
مرکزيوزیراسد عمر په ټویټر ويلي دي چې دغه غونډه کې فیصله شوې ده په 27 مارچ به اسلام آباد ډي چوک کې پاکستان تحریک انصاف لويه اجتماع کوي.
د کورنيو چارو وزیر شیخ رشید هم میډیا ته تاييد کړې ده چې وزیراعظم عمران خان د ګوند مشرانو ته امر کړی دی د بې باورۍ پریکړې باندې د ووټنګ نه وړاندې لس لکه نه زیات تنان اسلام آباد ډي چوک کې جمع کړي.
د قامياسبملۍ سپکر لخوا تراوسه پورې د بې باورۍ په پریکړه د راې استمال د پاره څه نیټه نه ده ټاکل شوې خو د پاکستان میډیا وایې په 28یا 29 مارچ دا غونډه کیدې شي.
بلخوا د اطلاعاتو مرکزيوزیر فواد چودهرې هم دې جلسې په ترڅ کې مخالفو ګوندونو ته ښکاره دړکه ورکړې ده او ويلي يې دي چې بې باورۍ پریکړې باندې ووټنګ په ورځ به د پارلیمان هر يو غړې د پآکستان تحریک انصاف دې جلسې نه تیریږياو د خپل ووټ استمال پس به هم بیا هم دلته نه تیريږي.
د پاکستان پیپلز ګوند يو مشر فېصل کریم کنډي يو خبري کانفرنس ته د فواد چودري دغه بیان د پارلیمان غړو د پاره يوه واضحه دړکه ګرځولې ده او ويلي يې دي د دوی ګوند به د دې پرضد پولیسو ته رپورټ کوي.
فېصل کریم کنډی ويلي د وزیر دې بیان نه ښکاره ده پاکستان تحریک انصاف حکومت انتشار خورول غواړي.
يو بل حکومت مخالف پاکستان مسلم لیګ يو مشر سعد رفیق هم ويلي دي که چرې بې باورۍ پریکړې باندې ووټنګ په ورځ واکمن پاکستان تحریک انصاف د جلسې هڅه اوکړه نو بیا دوي هم کولی شي چې ګرد هیواد نه خپل خلک اسلام آباد کې جمع کړي او بیا هسې نه چې شاهراه دستور نه د جنګ مېدان جوړ شي.
د پاکستان تاریخ کې په وړومبي ځل کال (1989) کې د هغه وخت وزیراعظمې بېنظیر بټو پرضد مخالفو ګوندونو د بې باورۍ پریکړه وړاندې کړې وه خو دا کامیابه نه شوه، دغه شان کال 2006 وزیراعظم شوکت عزیز پرضد هم د اپوزیشن د بې باورۍ تحریک ناکامه شوې وو.
خو پاکستان تاریخ کې په وړومبي وزیراعظم لیاقت علي خان نه تر آخري ځل نواز شریف پورې يو وزیراعظم هم داسې نه دی تېر شوی چې د وزیراعظم په حېث یې خپله ټاکلې پينځه کاله موده پوره کړې وي.