لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تورخم کرښه په تذکره افغانستان ته په اوښتو بندیز افغانان اندېښمن کړي


د پاکستان دحکومت لخوا دې پرېکړې چې په تورخم د نوي نظام د لاندې به افغانان پاکستان ته د ویزې نه بغیر په افغان تذکره سفر نه شي کولی، افغانان اندېښمن کړي دي۔

دوئ وايي په افغانستان کې د پاکستان ويزې ترلاسه کولو کې اوسمهال په مياشتو وخت لګي نو هغه تنان چې پاکستان کې کورنۍ، رشته دار او کاروبارونه لري د دې ګام له امله به د سختو ستونزو سره مخ شي۔

افغانان د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کوي چې ناروغانو او ماشومانو ته دغې هېواد ته ورتګ کې د اسانتياؤ ورکولو ترڅنګ په افغانستان کې دې د ويزې ورکولو پروسه هم چټک کړي چې د مخکې په څېر خلک په سمدستي توګه په اسانۍ ويزې ترلاسه کړي۔

افغانستان نه دتورخم د لارې پاکستان ته دسفر کوونکو افغانانو د دستاويزاتو کتنې لپاره دپاکستان حکومت په دې وروستیو کې نوی نظام پرځای کړی چې له مخې یې پاکستان ته سفر کوونکو افغانانو لپاره ويزه لازمي کړل شوې ده او په تذکره سفر نه شي کولی۔

په جلال اباد کې مېشت بېدار حليمي د پاکستان د ويزې ترلاسه کولو په هکله وي او ای ډيوه ته وايي وړاندې چې به کومه عادي ويزه په يوه اوونۍ کې دوی ترلاسه کوله هغې ته اوس په مياشتو انتظار کوي.

نوموړي زياته کړه چې د پاکسستان د انلاين ويزو مسله ډېره زياته لانجمنه شوې ده، کله وايي چې دا ويزه ویړیا شوه او کله بيا وايي چې دې نه به پېسې کټ کېږي۔

هغه وايي مخکې نه عادي ويزه په يو اوونۍ کې راتلله "او چې زه درته د خپلې ويزي ووېم نو ما د نومبر په 27مه اپلايي کړې وه اوس يوه اوونۍ وړاندې زما ويزه راغله نو دا خواوشا څلورو مياشتو کې زما ويزه راغله"

نوموړي دا هم وويل چې د پاکستان ددغې نوې پالېسۍ سره به د افغانستان هغه بې وزله خلک چې په پاکستان کې کورنۍ او رشته دار لري د ويزي فيس ادا کولو په مد کې به د مالي ستونزو سره مخ کېږي۔

" اوس که ويزي ته اپلايي کوي نو 12 ډالره چارجز لري نو چې د يو کس شپږ يا اووه نفره فاميل وي نو بيا د هغه د پاره د 70 نه سېوا ډالره ورکول ډېرې پېسې جوړېږي"

په تورخم کې د ايې وېس نومې دغې نوي نظام د عملي کولو ذمه واري د پاکستان وفاقي تحقيقاتي ادارې ايف ايي ای ته سپارل شوې ده،

ددې ادارې يو چارواکي شفقت خان وي او ای ډيوه ته ويلي چې د نوي نظام لاندې به د پاسپورټ نه بغیر د متوازن ایمیګرېشن مخه ونیول شي۔

په افغانستان کې مېشت جاويد کريمي وي او ای ډيوه ته وايي د پاکستان دې ګام سره به د هغه افغانانو لپاره ستونزې نورې هم سېوا شي کوم چې د علاج لپاره پاکستان ته په تګ کولو مجبوره دي۔

نوموړي زياته کړه د افغانستان د روغتيا نظام د پاکستان په پرتله کمزوری دی نو ناروغان مجبوره دي چې پاکستان ته لاړ شي او بيا د کېنسر مريض خو 100 فيصده به پاکستان ته علاج لپاره ځي نو بيا د لپاره پاسپورټ او ويزي ته اپلايي کول ممکن ده چې ناروغه تن خپل ژوند د لاسه ورکړي۔

د ايف ايې ادارې چارواکی دا هم وايي هغه ناروغان چې حالت يې نازک وي او هغه سره سفري دستاويزات نه وي نو پاکستان ته د داخلېدو انتظام به یې د ايې وېس سسټم په ذريعه کولی شي۔

د اېف ايي ای چارواکي زیاته کړه هغه افغانان چی د سپین بولدک د لارې په خپله تذکره پاکستان ته راغلي اؤ د تورخم د لارې واپس افغانستان ته ځي نو هم د ايې وېس نظام لاندې به لیږل کېږي او د اینده لپاره به یې سفري اسناد مسترد ګڼلی شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG