لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ابي ظهبي په کېمپ کې مېشت اسناد لرونکي افغانان به په اګست کې امریکا ته ولېږل شي


په ابي ظهبي کې مېشت افغانانو په فرورۍ احتجاجي مظاهره کړې وه
په ابي ظهبي کې مېشت افغانانو په فرورۍ احتجاجي مظاهره کړې وه

د متحده عرب امارات په سر ښار ابي ظهبې کې دا افغانستان نه راوتلو افغانانو لپاره جوړ کېمپ کې مېشته خلکو وي او اې ډيوه ته ویلي، چې په ابي ظهبي کې دا امریکا کونسلګرۍ لخوا ورته ویلی شوي، هغه کسان چې د امریکا د تلو اجازه او اسناد لري، هغوی به د روان کال اګست د میاشتې پورې د ابي ظهبي نه امریکا ته ولېږلی شي.

خو د امریکا د کونسلګرۍ لخوا په خپله په دغه اړوند کوم رسمي بيان مخې ته نه دی راغلی.

افغانانو ويلي، چې کومو افغانانو ته د امریکا لخوا اسناد ورکړی شوي هغوی به کولی شي چې امریکا ته لاړ شي خو په کېمپ کې مېشته افغانان وايي دوی غواړي چې ټول امریکې ته لاړ شي.

د دوی په وېنا دا امریکا سفارت ورته ويلي، د کوموافغانانو سره چې دا " ایس اي وي، پي ون ، پي ټو " اسناد نه وي، نو هغوی به امریکا ته سفر نشي کولی.

د ابي ظهبي په کېمپ کې مېشته جرنالسټې سهار حسيني ډيوه ته تاييد کړه چې ډېر افغانان داسې دي چې امریکا ته د تلو کیسونه نه لري خو هغه وخت چې طالبانو کابل په واک کې اخستی دوی نړیوالو هیوادنو ابي ظهبی ته راوستلي وو.

سهار زیاته کړه چې دغه افغانان چې ورسره ښځې او ماشومان هم دي دا امریکا نه غوښتنه کوي چې دوي دې هم بوځي.

سهار وایی چې ډیرجرنالسټان، سندرغاړي، د پولیسو افسران، وکیلان ، قاضیان ، او د مذهبي اقلیتي غړو بشمول نور داسی خلک شته چې امریکا یا بل هیواد ته دا تلو اجازه نه لري او په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره د دغه هېواد نه را ايستل شوي، اوس بيرته ته تلل نه غواړي.

په کېمپ کې مېشته افغانانو ویلي، څو ځله يې د امریکا د کونسلګرۍ سره ليدلي او غوښتنه یې ترې کړې چې په دغه کېمپ کې مېشت ټول افغانان دې امریکا ته وليږي.

ويل کيږي د ابي ظهبي نه هغه افغانان چې نورو هېوادونو ته د تلو اجازه نه لري په دوی کې ځينو بيرته افغانستان ته تلل پېل کړي تر اوسه د 300 پورې کسان افغانستان ته بیرته ستانه شوي دي.

د فرورۍ په میاشت کې دغو افغانانو احتجاجي مظاهره کړې وه چې د دوی په ابي ظهبي کې شپږ میاشتې وشوې خو امریکا ته ونه لېږل شو.

هغه وخت بيا ويل شوي وو چې په کېمپ کې مېشت افغانانو او په متحده عرب اماراتو کې د امریکا د کونسلګرۍ شريک ټيم جوړ شوی وو او احتجاج کوونکو ته يې باور ورکړی وو چې د روان کال 2022 د اګست پورې به هغه افغانان امریکا ته وليږي چې څوک اسناد لري.

د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو د وزارت په وېنا د اګست 2021 څخه خواوشا 40 زره افغانان د ابي ظهبي کېمپ ته راوستل شوي وو.

وروسته بيا ويل شوي وو، په دوی کې ډېر امریکا، برتانيه او د يورپ ترڅنګ نورو هېوادونو ته لېږل شوي او دا وخت په کېمپ کې نزدې 9000 افغانان مېشته دي او په دوی کې زياتره غواړي چې امریکا ته بوتلل شي.

  • 16x9 Image

    عرفان بهادر

    عرفان بهادر د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د وي او اې ډیوه رېډیو د خبریال په توګه کار کوي. هغه هلته د پاکستان او افغانستان د مېشتو مسافرو د ستونځو او د عربي اماراتو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG