لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال مکېنزي:داعش خراسان په افغانستان کې خپلې پښې نورې هم ټينګوي


د امریکا د سنټرل کمانډ مشر، جنرل فرانک مکېنزي د کانګرس غړو ته ويلي چې د امریکا او د ملاتړ افغان ځواکونو د دوامداره فشار پرته اوس داعش خراسان په افغانستان کې خپلې پښې نورې هم ټينګوي۔

د امریکا او نورو ملکونو استخباراتي ادارو د اندازې ترمخه په افغانستان کې د طالبانو لخ واکمنۍ وروسته دغلته د داعش خرسان د غړو تعداد اوس د 4000 څخه سېوا شوی دی۔

په پاکستان کې څېړونکي وايي چې که چرې د داعش خرسان مخه ونه نيولی شوه نودغه وسله واله ډله به د هند صوبې جوړولو په موخه د افغانستان او پاکستان وروسته د نورو ګاونډي هېوادونو هم ضرور مخه کوي۔

د امریکې د سنټرل کمانډ مشر، جنرل فرانک مکېنزي د کانګرس غړو ته ويلي په افغانستان کې داعش خراسان د ودې کولو په حالت کې دی خو په امريکا او نورو مغربې هېوادونو د حملې کولو توان نه لري۔

نوموړي اندېښنه ښودلې چې د اوړي په موسم رارسېدو سره به د داعش خراسان حملې سېوا شي۔

په دې حقله د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او څېړنکار ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي، داعش خراسان د هند صوبې جوړولو د نظريې په اساس نه یوازې افغانستان اؤ پاکستان کې فعالیتونه کوي بلکې که موقعه په لاس ورځي نو نورو ګاونډي هېوادونو کې به هم د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره عمليات کوي۔

نوموړي زياته کړه "چونکې دا جهادي ګوندونه دي او د دوئ نړيوال او علاقايي جهاد کې دلچسپي وي نو بيا مونږه ګڼلی شو چې په دې ملکونو کې خپل اهداف پوره کوي نو که مخنيوي لپاره يې څوک نه وي نو په مخه به روان وي، خو اوسمهال دداعش خرسان اهداف محدود دي او اهداف يې په افغانستان او پاکستان کې دي"

د امریکا او نورو ملکونو استخباراتي ادارو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې د داعش خراسان د غړو تعداد د 4000 نه زيات شوی دی۔

څېړونکي وايي دافغان طالبانو لخوا د جيلونو څخه دقيديانو خوشې کولو په نيتجه کې د 1600 نه تر 2100 پورې تربيه شوي د داعش خراسان غړې هم راخلاص شوي او د هغې وروسته په افغانستان او پاکستان کې دا شبکه زیاته فعاله شوې ده۔

په پېښور کې مېشت خبريال مشتاق يوسفزئ وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې د طالبانو لخوا د داعش خراسان ډلې په ضد دعملياتو په نتيجه کې دداعش غړي پاکستان ته داخل شوي او امنيتي چارواکو دا اندېښنه ښودلې چې په ګرمۍ کې دتشدد پېښې نورې هم سېوا کیدای شي۔

نوموړي زياته کړه پېښور کې په امام بارګاه دځانمرګي بريد وروسته په پاکستان کې هم د سيکيورټي ادارو دا ويلي وؤ چې دا د هغې نتيجه ده چې طالبانو جيلونه مات کړل او د هغې نه خلک خوشي کړل شول او په هغې کې ځينې خلک پاکستان ته راغلی دی۔

مشتاق يوسفزي وي او ای ډيوه ته وويل " پاکستان کې هم سيکيورټي ادارې دا وايي چې ګرمۍ کې د تشدد خطره ده او کېدای شي په دې کې اضافه وشي"

د روانې مياشتې په څلورمه د پېښور قيصه خوانۍ بازار سره نزدې د شيعه مسلمانانو په جومات د داعش لخوا شوي ځانمرګي بريد کې د 60 نه زیات تنان وژل شوي او څه کم 200 ژوبل شوي وؤ۔

بيا په 8م مارچ د بلوچستان په سبي سيمه کې د ځانمرګي بريد مسوليت هم دغې ډلې په سر واخستو، د رپورټونو ترمخه په دغه بريد کې 7 دايف سي اهلکار وژل شوي او 19 تنان ټپيان شوي دي۔

داعش خرسان له دې وړاندې هم وخت په وخت په خېبر پښتونخوا کې په ځايي مشرانو او په امنيتي سرتېرو د بريدونو ذمه وارۍ منلې دي۔

دغې وسله والې ډلې نن د شورو په ورځ هم په باجوړ کې د يو پوليس اهلکار د وژلو او بل ټپې کولو ذمه واري منلې خو ځايي پوليسو لا نه ده تاييد کړې۔

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او د دفاعي چارو څېړنکار رېټائرډ بريګیډېر سېد نظير وي او ای ډيوه ته وايي په منطقه کې د داعش خرسان مخنيوي لپاره پاکستان، افغانستان او نورو ګاونډې هېوادونو ته په ګډه کار کول پکار دي۔

نوموړي دا هم وويل چې د پاکستان لپاره يوه خطره ده او دا خطره په شريکه لرې کېدلې شي چې پاکستان عمليات خواره شي،

دښاغلي سید نظیر په وینا دداعش مخنیوي کې به دا عمل مرسته وکړي چې افغانستان اؤ نور ګاونډي هېوادونه مشترکه عمليات وکړي او پولو باندې په خصوصي توګه نظر وساتلی شي۔

که څه هم امريکايي چارواکي وخت په وخت دا وايي چې په افغانستان کې داعش خراسان پياوړی کېږي او ورځ تر بلې وده کوي خو افغان طالبان دغه دعوې ردوي او دريځ لري چې په دغه هېواد کې د داعش خرسان په ظاهره کوم وجود نشته او نه بل کوم هېواد ته د ګواښ سبب ګرځېدلی شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG