لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دکرونا په اړه لګول شوي ټول بندیزونه پورته کړی شول


د پاکستان مرکزي حکومت د کرونا وبا دمخنيوي په اړه هېواد کې د تېرو دوؤ کلونو راهسې د لګول شوؤ بندېزونو د پورته کولو اعلان کړی دی.

د شورو په ورځ اسلام اباد کې د صحت لپاره د وزير اعظم عمران خان سلا کار ډاکټر فېصل سلطان سره د ګډ خبري کانفرنس په مهال د نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر مشر اسد عمر ویلي چې د کرونا ضد ویکسین د لګولو شرط به په خپل ځائ وي او وايي دا ځکه چي د کرونا وبا لا په بشپړ توګه ختمه نه ده.

نوموړي ویلي حکومت د ودانیو دننه د ودونو په دستورو، بازارونو کې دخلکو په فعالیتونو، په مذهبي غونډو او د لوبو په هلو ځلو بندېزونه ختموي.

د صحت ماهرين وايي خلکو له پکار دي چې د ویکسين لګولو سره د کرونا څخه د بچ کېدو تدابیر جارى وساتي چې د وباء زور بيا زيات نه شي.

په دې موقعه د نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن مرکز مشر اسد عمر وویل چې په ټول هېواد کې د کرونا واېروس د وبا د پېښو په کچه کې کمی راغلی او ددې ترڅنګ د وبا ضد ویکسین لګولو په کچه کې اضافه ليدل کېږي.

د نوموړي وېنا وه چې په ملک کې نزدې 70 فيصدى خلکو ته تر دې دمه وېکسين لګول شوي دي خو دا یې هم په ډاګه کړه که څه هم د کرونا وبا د مخنيوي لپاره لګول شوي ټول بنديزونه لرې کړې شول خو د وېکسين لګولو شرط او بندېز به پرځائ وي.

په ټول پاکستان کې د کرونا وبا دمخنيوي د بندېزنو ختمولو دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د هېواد دننه د کرونا په پېښو کې هم کمی ليدل کېږي.

د نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر د بيان ترمخه په تېرو 24 ساعتو کې د کرونا وایرس دمعلومولو په موخه 34 زرو څخه زيات ټېسټونه شوي چې پکې په 493 کسانو کې د کرونا واېرس پخلی شوی دی.

د سرکاري شمېرو له مخې په تېر يو شواروز کې د کرونا وبا له امله نور څلور کسان مړه شوي دي او دا مهال په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو کچه 1.42 ده.

د اېن سي او سي ترمخه په کرونا وبا د اخته شوو 567 ناروغانو روغتیایي حالت داندېښنې وړ دی.

د نوښار په ضلعي هسپتال کې د سينې د مرضونو ماهر ډاکټر وقاص خان ډيوه ته ویلي د نړۍ سره د کرونا وبا د ختمولو يوازینۍ هېله ویکسين وؤ.

دی وايي مونږ وليدل چې کومو خلکو دا وېکسين لګولي دي نو هغوي د وبا څخه خو لمړې بچ شوي دي او که چا ته دا وایرس ورپورې شوي هم دي نو د هغو کسانو په نسبت یې کم ځپلي دي او د مړېنې څخه بچ شوي هم دي.

ډاکتر وقاص د حکومت لخوا د بندېزنو ختمولو د پرېکړې هرکلی کوي او خو وايي ددې مطلب دا نه دی چې ګواکې وبا هم ختمه شوه.

دی وايي باید چې خلک ددې وبا څخه د بچ کېدو احتياطونه جارى وساتي. ماسک کاروي او لاسونه وينځي چې داسې د وبا دبېرته راتلو مخنیوی وشي.

اسد عمر دا هم وویل چې مونږ ته علم نشته چې دا وبا به ختمه شي او که نه خو په عېن حال کې داسې ښکاري چې دا به جاري وي او د معمول برخه به وي.

ده وويل مونږ روزانه د وبا څارنه کوو او که چېرې داسې څه په نظر راغلل چې له امله یې ګامونو پورته کولو ته اړتیا ولیدل شوه نو هغه ګامونه بيا پورته کولې شي.

ده وويل کومو کسانو چې تراوسه پورې د کرونا ضد وېکسين دويم ډوز نه دي لګولی هغوي دې دا زر تر زره ولګوي چې داسې د وبا د ختمون اعلان وکړل شي.

ډاکټر فیصل سلطان وايي باید چې اولس دې د وېکسين لګولو د مهم سره پرله پسې همکاري دوامداره وساتي.

ښکاره دې وي چې په ټول ملک کې تر اوسه پورې 10 کروړه، 18 لکه او 81 زره خلکو ته په مکمل ویکسين لګول شوې دي او 12 کروړه, 80 لکه او 74 رزه کسانو ته د کرونا ضد واکسین لمړی ډوز لګول شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG