لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: پاکستان کې د جرنېلانو پرضد پلټنې پېل شي خو انجام ته نه رسي


د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) ويلي د يو پخواني فور سټار پوځي جنرل پرضد يې د غبن په شکايت پلټنې پېل کړي خو څيړونکي وايي په پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی، له دې وړاندې هم که د پوځي افسرانو پرضد دغه رنګ ګامونه پورته شوی خو هغه بیا انجام ته نه دی رسېدلی يا پرې څوک خبر کړی شوي نه دي.

ډان ورځپاڼې نن (په 17 مارچ) په يو خپل خبر کې ويلي، نېب د پخواني پوځي افسر فور سټار جنرل احسن سليم حیات او نېشنل لاجسټک سيل (اېن اېل سي) د لوړ پوړو افسرانو پرضد پلټنې پېل کړي دي.

د سياسي چارو څيړونکی او د جرنلزم استاز ډاکټر توصيف احمد خان وايي نېب وړاندې هم داسې ګامونه پورته کړي يا د پوځي افسرانو پرضد د پلټنو کولو ویل شوي خو د هغې کوم منتطقي انجام مخې ته نه دی راغلی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د پخواني پوځي افسر پروېز مشرف په وخت کې هم د دوه پوځي افسرانو پرضد د غبن د پلټنو ويل شوي وو، او بيا جي اېچ کيو ويلي وو چې د هغو به کورټ مارشل کيږي او دغه ډول بيا د نورو پوځي افسرانو پرضد هم پبلک سروس کمېټۍ ځينې پلټنې کړي خو د هغې بيا هيڅ پته نه ده لګېدلې.

هغه وویل جنرل شاهد حامد هم په خپل کتاب کې داسې يادګېرنې کړي دي.

نوموړی وايي تراوسه پورې داسې کوم قابل قدر مثال نشته چې کومې غېر پوځي ادارې د جرنېلانو احتساب کړی وي.

هغه دا هم وویل د دې علت دا دی چې دلته د پاکستان په رياست کې يو بل رياست دی چې خپل ډاکټراين لري، او دلته سيويلين د دوېمې درجې وګړي دي.

د ډان د خبر ترمخه مېجر اکرم رضا په کال 2015م کې په لاهور هایکورټ کې جمع کړي خواست کې دعوه کړې وه چې ځينې پوځي افسرانو د خام تېلو غېر قانونه کاروبار کړی د کوم نه چې قومي خزانې ته د ورځې په سر د دوه کروړه روپو تاوان اوښتی وو.

نوموړي په خواست کې دعوه کړې چې د تېلو په غبن کې د دوه لفټنټ کرنلانو، درې مېجرانو او شپږو پوځي سپاهيانو په ګډون 17 تنه شامل وو هغه بيا د نوکرۍ نه لرې کړی شوي او هغه چې د دغه ډلې برخه نه وو يواځې شکايت يې کړی وو، خو هغه بيا نيول شوی او بيا هغه دغه شکايت د هغه وخت د کراچۍ کور کمانډر جنرل احسن سليم حيات ته کړی خو څه نتيجه يې مخې ته نه وه راغلې، او چې بيا هغه (احسن سليم حيات) کله وايس چيف اف ارمي سټاف جوړ شو، دی (اکرم رضا) يې د نوکرۍ نه لرې کړو او جرمانه يې پرې ولګوله.

نوموړي د نېب د چيرمېن نه د جنرل احسن سليم حیات او اېن اېل سي د نورو افسرانو پرضد د عملیاتو غوښتنه کړې چا چې قامي خزانې ته د اربونو روپو تاوان اړولی دی.

د اسلام اباد د اسلامک پوهنتون د نړیوالو اړيکو د زده کړو د څانګې استاز ډاکټر پروفېسر منظور خان اپريدی وايي، د پاکستان ايين چې ادارو ته کوم اختیارات ورکړي دي بايد هغه په عمل کې راشي او نېب ته چې واک ترلاسه دي پکار ده چې د خپل واک لاندې د هرې ادارې پلټنې وکړي په هغې کې که هر څوک راځي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، که د کومو پلټنو نتيجې مخې ته نه راځي د هغې د تپوس دپاره هم بيا ځايونه شته لکه په پارلیمان کې دا پوښتنه راولاړېدی شي چې ولې د پلټنو نتيجې مخې ته نه راځي، پکار ده چې کومې پلټنې وشي هغه ښکاره شي او خلکو ته وښودل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG